گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د افراطیت او ترهګری په وړاندی مبارزه، بریاوی او ماتې!
د افراطیت او ترهګری په وړاندی مبارزه، بریاوی او ماتې!

د افراطیت او ترهګری په وړاندی مبارزه، بریاوی او ماتې!

 

 

 

 

 

 

د چین هیواد درنو ملګرو، محترمو میلمنو، آغلو او ښاغلو!وله مو مله اوسه!اجازه راکړئ چې له فرصت څخه په ګټه اخیستنې د دغه سیمینار له طرحه کونکو تنظیم ګونګو او ګډون کونکو څخه د زړه له کومې مننه وکړم چې په دغه حساس وخت کې یې په دغه حساسه اجندا باندې دغه سیمینار ترتیب کړئ ده.لسیزې کیږې چې زمونږ د ټولنې یو وړکې ډلې د سولې او اعتدال دین اسلام، ټولنې ته د افراطیت او تشدد د دین په توګه ورپیژنی. هغوى د اسلام بنسټیز اصول په غلطه تعبیروی او د بشری تولنې ګډ ارزښتونه یې له ګواښ سره مخ کړی دی. دغه وړې ډلې ټپلې قسماً په خپلو شومو موخو کې بریالئ شوې دی چې زمونږ د سولې، انصاف او بشری درنښت ګډ ارزښتونه وګواښی. دغه ډلې ډیر هغه مسلمانان وژنی چې د هغوى له فکر سره مخالفت کوی، خو اسلام د افراطیت پلوی نه کړی، بلکه ردوی یې.د اسلام د لمړی اساسی قانون له مخی چې په مدینه منوره کې د اسلام د ستر پیغمبر لخوا تأئید شوئ وه مسلمانان او د نورو مذاهبو لارویان د خپلو معتقداتو او مذهبی عباداتو کې ازادی درلوده، خو هیڅ لوری هم جنایتکارانو ته پناه نشواى ورکولاى.دا حقیقت باید څرګند وی چې اسلام له افراطیت سره هیڅ تړاو نه لری. اړینه ده چې نړې د دغې ګډې ستونځې په وړاندی د مبارزې په موخه نه یوازې نظامی مبارزه د توجه مرکز وګرزوی، بلکې په دغه هکله سیستماتیک وقایوی ګامونو پورته کولو باندې دیر تمرکز وشی.

سیمه ییزو همکاریو ته سخته اړتیا شتون لری او له ترهګرئ څخه د مخنیوى په تګلارو کې اسلام ته باید په هیڅ ډول د پړې ګوته و نه نیول شی.له دې سره سره چې د افراطیت لاملونه ډیر، پیچلی، کورنی او بهرنی ابعاد لری، خو کولاى شو چې بنسټیز لاملونه یې په لاندې توګه په ټولنیزو اقتصادی سیاسی او امنیتی برخو کې خلاصه کړو.
۱ په سیمه کې د انډولیز پرمختګ د فرصتونو نه شتون د افراطی ذهنیت د پراختیا لپاره بنسټ جوړوی.
۲ د دین او دینی احکامو په تړاود اړېنې پوهې نه شتون محرومیت په ټولنیزه برخه کې تبعیضی چلن،بیکاری اوفقرهغه څه دی چې افراطیت ته لاره هواروی.
۳ په عمومی توګه د عدلی او قضایی ادارو او قانون نافذونکو ارګانونو لخوا سخت چلن هم د افراطی افکارو له پراخیدو سره مرسته کوی. دغه ادارې باید د افراطی ذهنیت لرونکی افراد د جرمی شالید لرونکو اشخاصو سره پرتله نه کړی.
۴ ټولنیزې رسنئ هم د مختلفو مذاهبو، تمدنونو، قومونو او سیمو ترمنځ منفی ذهنیت، افراطیت، تعصباتو او کرکو په خپرولو کې ستر رول لری.
۵ په هغو سیمو کې په پراخه کچه نظامی تحرکات او عسکری عملیات هم موخو ته د رسیدو پرځاى معکوسې پایلې ورکوی چې ګمان کیږی ترهګرو د عامو خلکو په مینځ کې ځاى پرځاى شوی دی. دغه ډول عملیات د ملکی وګړو د تلفاتو لامل ګرزی او د موخو په تړاو عام ولس سره پوښتنې پیدا کیږی. مونږ په افغانستان کې دغه ډول پراخې بیلګې لرو چې منفی اړخونه یې مشهود او محسوس دی                                                                              ۶ په ټولو دینی حلقو او مذهبی اشخاصو باندې د ترهګر شک کول بل لامل ده چې مخالف لوری ته د مشروع مبارزې په وړاندی د منفی تبلیغاتو لپاره خام توکی برابروی.
۷ د افراطیت اقتصادی سیاسی او اجتماعی لاملونه د اقتصادی او ټولنیزو فرصتونو او په اقتصادی وده کې د توپیرونو په شته والی ترینګلې حکومتولی، اداری فساد له قانون څخه د معافیت په دود او د ټولنیز عدالت په نه شتون کې خلاصه کولاى شو.
۸ د بهرنیو کړیو او ادارو لاسوهنه او په نورو تمدنونو باندې د بشری حقونو او دیموکراسی په نوم د خپلو عنعنو او دودونو د منلو بی مورده فشار له افراطیت او ترهګری سره په جګړه کې ککړو هیوادونو باندی منفی اغیزې پرییښې دی.
۹ له ترهګری سره په جګړه کې ملکی تلفات او په بشری حقونو باندې تیرى په اغیزمنه ټولنه کې د افراطیت او افراطی ذهنیت د پراختیا بل مهم لامل ده.۱۰ انسانی ژوند او عقائدو ته د بالفعل او بالقوه ګواښونه متوجه کیدل د افراطیت لامل ګرزی.که په بریالئ توګه له ترهګری سره په مبارزه کولو ته ژمن یو، باید موخو ته د رسیدو لپاره لنډ مهاله مینځ مهاله او اوږد مهاله تګلارو ته له یو بل سره تړون ورکړو.اړینه ده چې ووایم، د چین د مرکزی حکومت لخوا سیکیانګ ته هر کال د پرمختیایی پروژو د بشپړتیا لپاره د بلیونونو چینایی پیسو استول د ستایلو وړ خبره ده. دغه ډول ګامونه پورته کولو یقیناً د افراطیت په وړاندی د مبارزې د بریاو په تړاو مثبت رول لرى او پایلې یې مشهودې دى.

دغه ډول مبارزه که څه هم نیمګړتیاوې به ولرى، خو په واقعی توګه د ځینو نورو هغو هیوادونو سره په پرتله خورا بریالئ ده چې په ترهګرئ متهم خلک د نامعلومو کلونو لپاره په محبسونو کې اچولی دی.په چین کې د ډیرو مسجدونو اعمار او له لس څخه زیات اسلامی تحصیلی بنسټونو جوړول هغه رښتونی اقدامات او نوښتونه په ګوته کوى چې د چین حکومت د افراطیت د ریښو ایستلو په تړاو پورته کړی دی.مونږ د چین هغو اقداماتو ته د درنښت په سترګه ګورو چې ه خپل دود کلتور او عنعنو د خوندیتوب په هکله یې پورته کړی دی.له دې څخه ورهاخوا مونږ د چین حکومت ته وړاندیز کوو چې د افراطیت او ترهګری د مخنیوی لپاره مسلمانانو ته د اعتدال پلوو دینی علماو او تدریسی نصاب په چوکاټ دینی زده کړو لپاره د بنسټونو په جوړولو کې نور اغیزمن ګامونه هم واخلی تر څو د مسلمانانو دینی اړتیا پوره او باور ترلاسه کړی.مونږ باور لرو چې نړئ د ګډې همکاری له لارې له افراطیت او ترهګری سره په مبارزه کې د نظامی ګامونو پورته کولو پرځاى د قضیې د ژوروالی له امله سیستماتیک جامع او پراخ اقدامات ترسره کولو لومړیتوب ورکړی، تر څو افراطیت او د دغې پدیدې په نتیجه کې تاوتریخوالى ته د پاى ټکئ کیښودل شی او لاملونه له بیخه وایستل شی چې افراط د افراطیت او تعصب خوا نیولو ته تشویق کوی.زما په اند اړینه ده چې په لمړی سر کې افراطیت, افراطی ذهنیت او په تاوتریخوالی باندې ولاړه ترهګری ترمنځ توپیر وکړو.افراطیت مفکوره ده. جنایت نه ده، بلکې د ټولنیز جبر، بى عدالتی، محرومیت محکومیت، د سرچینو ناسم ویش، تبعیض، په ځانګړې توګه عقیدې او ژوند ته د متوجه بالفعل او یا هم بالقوه ګواښ په وړاندی غبرګون او یا هم په بله اصطلاح د ځینو ترهګرو ډلو لخوا د ځوانانو له احساساتو څخه ناروا ګټه پورته کول دى. پدې هکله د افراطیت او افراطی مفکورې د ختمولو په لار کې عسکری او عملیاتی ګامونه پورته کړل معکوسې پایلې درلودلاى شى.                                        د افراطیت د ختمولو لپاره منظمو، متوازنو او د عاطفی احساس په بنسټ ولاړو نرمو ګامونو پورته کولو ته سخته اړتیا ده.د چارواکو او اتباعو ترمنځ د اړیکو جوړول او یو د بل باور ترلاسه کړل هغه اغیزمنې کړنې ګنلاى شو چې د افراطیت د ریښو ایستلو په برخه کې په زړه پورې اغیزې درلودلاى شی.دینی علما باید تشویق شی چې افراطیت د مخنیوی په تړاو د دینی احکامو په رڼا کې دغه شومه پدیده غیراسلامی، له دینی احکامو څخه عمدا او سهواً ناوړه تعبیر او له دینی مقدساتو سره په ټکر کې د ثابتولو لپاره شرعی احکام ولټوی.دغه مسئولیت یوازې هغه دینی عالمان سرته رسولاى شی چې په لوړه کچه دینی زده کړې او د ولسونو ترمنځ ښه شهرت ولری.دین او دینی احکام په غیر موجه او غیر واقعی توګه د ځینو افراطی ډلو لخوا موخو ته د رسیدو لپاره کارول کېږی. په داسې مواردو کې د غلط تعبیر له لارې د دین او دینی احکامو د کارولو مخنیوى په خورا مؤثره توګه یوازې هغه علما کولاى شی چې لوړ دینی تحصیلات تجربه او په تولنه کې نیک شهرت لری.بدبختانه زمونږ په هیواد افغانستان کې هغه هیوادونه چې له ترهګری سره د جګړې نوم کاروی، د بشری حقونو او دیموکراسی په نوم شعارونه ورکوی او په دغه د مبارزې اتلان ګڼل کېږی د بشری حقونو په نقض کې له نورو څخه زیات ککړ دی. د هغوى لخوا د جګړې په ډګر کې ملکی تلفات او له بشری حقونو څخه د سرغړونو نور کارونه د هرې ورځې معمول ګرزیدلئ ده. ملکې خلکو وژل بندی کول تحقیرول، توهینول او سرغړونې د مخالف لوری لخوا د تبلیغاتی جګړې په بیساری توګه خپریږی تر څو مخالفین وکولاى شی خپله جګړه موجه وګڼی او د مشروعیت دلائل ورته پیدا کړیپه محبسونو او توقیف خونو کې له هغو افراطی ذهنیت لرونکو سره چې په تاوتریخوالی کې لاس نه لری د جنایتکارانو غوندې چلن ترهګریزو کړنو او افراطیت ته د ځوانانو د تشویق او ترغیب په برخه کې ډیر اغیزمن نقش لوبوی.له پورتنیو ناخوالو سره د مبارزې او له افراطیت څخه د تولنې د ژغورلو په موخه غواړم لاندی وړاندیزونه درسره شریک کړم:
الف- له تاوتریخوالی او توندلاری سره د مجادلې او ددغو پدیدو د ریښو ایستلو په برخه کې د څو اړخیزو اقداماتو کولو له لارې د لنډمهاله مینځ مهاله او اوږد مهاله مربوطو هڅو او تګلارو ته اړتیا ده.
ب- په ترهګری او توندلاری باندی ککړو ټولنو او افرادو کې د باندنیو لاس وهنو د څار او مخنیوی لپاره ګامونه پورته کول حتمی ده.
ج- له ترهګری سره د لاس او ګریوان سیمو او هیوادونو ترمنځ له تاوتریخوالی سره د مبارزې په تګلارو کې د مشارکت په بڼه د همغږی او ګډې همکاری روحیه پالل او ساتل د وخت او مبارزې د بریا په موخه حتمی ده.
د- له افراطیت سره د مبارزې په تړاو د ځینو هېوادونو بریالئ تګلاره خپلول او په اوږدمهاله ستراتیژی کې د دغې شومې پدیدې له بیا راتلو څخه د مخنیوى په تړاو متواتر او متوازن پرمختیایی کارونه سرته رسول، کاری فرصتونه برابرول، د بیوزلی له منځه وړل او په اغیزمنه ټولنه کې د زده کړو د کچې لوړول اړین ګامونه دی.                                         
ه- په اغیزمنه سیمه او هیوادونو کې د عسکری او جګړه ایزو عملیاتو، ملکی تلفاتو، په بشری حقونو، دینی او کلتوری ارزښتونو باندې د تیرى په پرتله چې زمونږ په هیواد کې یې تاوتریخوالی ته لاره هواره کړی ده، د ستونځې روانی او نفسیاتی درملنه هم ضروری ګڼم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا