ټاس د باور کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.باور کرکټ کلب په ټاکلو شلو اورونو کې ۲۰۲ منډې جوړې کړې او خوست اېګلز لوبډلې ته یې د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.د توپ اچوونې برخه کې:
ابراهیم ځلاند: دوه
افسر منګل، فرمان الله فدا، صفت، اکرم قانع اومحمد ایوب یوه یوه ویکټ واخیسته.ورپسې خوست اېګلز کرکټ کلب لوبغاړو ښکلی توپ وهنه پیل کړه چې د څلورو لوبغاړوپه سوځیدوسره یې یاد هدف د لوبې په نولسم وارکې پوره کړ.
د خوست ایګلز له لوری د توپ وهنې برخه کې:
اکرم قانع: ۵۰ ناسوځیدلی
افسر منګل: ۴۳
فرمان فدا: ۳۵ لطیف الدین رنځور: ۱۵
عابدین لونګ: ۱۵
رحمت الله: ۱۷ ناسوځیدلی
لوبه د خوست ایګلز کرکټ کلب په ګټه پای ته ورسیده.
اکرم قانع د ۵۰ ناسوځیدلی منډو تر څنګ د یوې ویکټې په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.