گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مــعــتـاد شـــوی پـه فســـاد دی آمــــوخـتـه، په تــور جـهـاد دی!
مــعــتـاد شـــوی پـه فســـاد دی     آمــــوخـتـه، په تــور جـهـاد دی!

مــعــتـاد شـــوی پـه فســـاد دی آمــــوخـتـه، په تــور جـهـاد دی!

د وطن ترانه!

اې زمـــــا ګـــــرانــــه وطــــنـه!

خــــوشبـــــویــی لــــری، خُتنه!

د جنـــت، بـــاغ و ګــــلشنــــــه!

تـه مــــې، دا ډول وطـــــن یــې

چې د سرو، سپینو، څښتن یــې

د لعلـونــو، ډک مـــعــــدن یــــې

طبـــیعـــی زېرمـې دې، زیاتــــې

ته یـې ځـــان کـــې، راته ساتـې

خارجیانو تـــه شــــوې، پاتـــــې

د هر چا، د جنګ ډګـــــر شـــــوې

د اورونـــو، ســـمنـــــدر شـــــوې

لو لپه شوې، در پــــه در شــــوې

ګرځـیدلــی، ســــور تنــــور یـــې

چا نیـولـی، پــه شنه زور یـــــــې

د افــغـان بچـیــــو، کــــور یــــې

تور پنجاب، راته ویجـــاړ کـــــړې

کبـــاړیـانــو هــــم، کبــــاړ کــــړې

ته به څنګه، په چا ویـــاړ کـــړې؟

هر چا، خپله برخـــه وران کـــــړې

دنیا، جوړ د جنګ میــدان کـــــړې

دښمنــانــو، چــــور، تالان کـــــړې

ملحـــدینــــو، در پـــــه در کــــړې

مــــفـــسدینــــو، لا بــــدتر کــــړې

مجرمیـنو، کــــنډ، کـــــپر کــــــړې

اې زمـــا ګـــــرانـــــه وطــــــنـــه!

څنګه پروت یې، بــــې څـښـتـنــه

فرض عیـــن ده، ستا ســـــاتنـــــه

ټوپک، ایســـته غـــــورځـــومــــه!

پــــه قلـــــم دې، جــــــوړومــــــه!

تـــــا بـــــه، بــیـــــا آبـــــادومــــه!

خپل وطــن، په هــر چــا ګران وی

څـوګ هنـــدو، کـــه مسلمــــان وی

چــې حـیـوان وی، که انســـان وی

خپـــل وطـن دې، زنـــده بــــاد وی

چې انســـان، پــــه کـــــې آزاد وی

دښــمنـــان دې، مـــرده بــــــاد وی

امـــریــکــا، تــړون کــې، ګیر کــړو

په تور جـال کــې یــې، اسیر کــړو

اوس نو څه فایده؟ چې ویر کــړو!

پرمخــتــللـــی، شیــــطانـــــــی ده

په دوستۍ کـې، دښـمـــنـــــــی ده

پټـــــــه نـــــه ده، عـــلــــنــــــی ده

قیمتی زېرمــې مـــو، چور شــــوې

د پــــردیــــو، کلـــی کـــور شــــوې

افغانانـــو تـــه، ســـور اور شـــــوې

ګــاونــډیــان مــــو، خـــاینــــان دی

په دوستــۍ کــــې، دښمنــــــان دی

پنجابیــان، کــــه ایـــــرانیـــــان دی

شرق و غــرب، دواړو بــــربـــاد کړو

آموختــه یــــې، پـــــه فســـــاد کړو

څه خوشحال وو، چـې جهــــاد کړو

دا جــــــهـــــاد، مـقـــــاومــــــت دی

تېـــر ایستـــلــــی یـــــې، مـــلت دی

د ســــقـــاو، د چـــــور دولـــــت دی

مــــعــتـــاد شـــوی پـــه فســـاد دی

آمــــوخـتـه، په تــــور جـهــــــاد دی

نــــــــــــه آزاد وو، نــــــــــه آزاد دی

قـــــاتـــــلان مــــــو، اتـــــلان شـول

مـــــارشــــــالان و جنـــــرالان شـول

اوس د شرق و غرب، دوستان شـول

لنډغر یــــې، پـــــه دفتـــــــر کـــــې

ترهــګر یــــې، لـــنډ کـــروزر کـــــې

سرمایـې یـــــې پـــــه بهـــر کــــــې

کاشـکــې! ســـم ملـــی وحـدت وای

پـــه رښتـــیـــــا، واحــــد مـلت وای

انســــانیــــت وای، عـــــدالـــت وای

ټــــول روان، پـــه ســـــمــه لار وای

نـــه مفســـد وای، نــــه اشـــرار وای

نــــه مــلـحــد وای، نه وران کار وای

ســړی تــــوب وای، انســـانیــت وای

منــځ کـــــې، میـــــنه محبــــت وای

نـــــو بــــــه، دا وطــــن جنـــت وای

محـــــبــــــت مـــــو، د وطـــــن وای

الهـی قـــانـــــون تــــــه، ژمــــن وای

په تعــــلــیــــم بانـــــدې میــــن وای

وایی راشـئ، د خــدای خپــل شـــئ!

لکـــه ځــــان، هســې په بـــل شـــئ!

د اصلــــی معـــلــــم، په پـــل شـــئ!

د وطن پـه میـــنــــه، مســـت شـــئ!

حقـــیــقــی وطــــن پرســـت شــــئ!

د معلم ســره، هـــمـــدســــت شــــئ!

اوس مــو هـــوډ دی، دا مـــو ژمــــنه

چــــــې کـــوو بــــه دې، ســـــاتنــــه!

اې زمـــــــوږ ګــــرانــــــه وطــنــــــه!

چــې پــه زور دی، څـــوګ راغــلــــی

هغوی، ټـول خـدای(ج) شـــرمـولـــی

شــرمیـــــدلــــی، بېــــرتــــه تلـلــــی

افغانان بــه، ټــــول هـــوډ مـــــن وی

ښځـې نـر بــــه، درتــــه ژمـــــــن وی

یــــا وطـــن، یــــا بـــه کـــفــــــن وی

افـغـانـــان، کــــه لـــــر و بـــــر یـــــو

رضـــاکـــار، د تــا عـســــکـــــر یـــــو

واړه ښځــې یـــو، کـــه نـــــر یـــــــو

مــخــفــی هېڅ نــه پـــاتــــې کیـږی

پــــټ رازونــــــه افـــــشا کــــیــــږی

ټــــــول اسنـــــاد بــــه څـــرګـندیږی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا