گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دقومی مشر خدای بښلی عید الله دسنګر اولنګر سپین ږیری وفات!
دقومی مشر خدای بښلی عید الله دسنګر اولنګر سپین ږیری وفات!

دقومی مشر خدای بښلی عید الله دسنګر اولنګر سپین ږیری وفات!

په ډیره خواشینی سره موخبرترلاسه کړچی د ځاځیودقوم منل شوی مشرعید الله خان چی خلکو به دادا  باله  او دخپل ژوندانه زیاته برخه یی په لنګر اوهم سنګرتیره کړی وه نن ورځ دورپیښی شوی ناروغی له کبله له دی فانی نړۍ سترګی پټی کړی او د پروردګار لوری ته یی ورودانګل !  هغه چی یو صادق مشر قومی سپین ږیری ؤ نوم یی عیدالله دآریوب خاځیو دپټله ؤ دکلی اوسیدونکی چی کشرانو به ” عید الله دادا ” باله  د  ۱۳۵۸ کال را په دیخوا دخپل هیواد د مهاجرو ا ومبارزو سره اوږه په اوږه ژوند کاوه هغه چی هیڅ کله هم  ددفتر سړی نه ؤ تل یی په خپل کلیوالی بڼه سنګر اولنګرتود ساتلی ؤ د څلویښتو کالو را پدی خوا چی دخپل کورکلی اووطن په خدمت کی ؤنو خپله ټوله پانګه او  هر څه به یی د لوی خدای په لاره کی نذرانه کول ،

په تیرو څلویښتو کالونو کی چی هیواد د پردیو په منګولو کی لویدلی هغه دخدای دلاری مها جر افغانان چی کله به د لوګر اوپکتیا له لاری دپیواړ په کنډو پیښور کوهاټ اوټوله پښتونخوا ته تګ کاوه  ډیرو کمو کسانو به د خدای بښلی عیدالله نوم نه ؤ آوریدلی . داځکه چی هغه د ژوند زیاته برخه په سنګر او یا هم لنګر کی تیره کړی وه نو ځکه خو هغه د یوه نوم ورکی سنګری او لنګری لقب ګتلی او دهرلاروی میلمه پال او خدمتکار ؤ نواندیشی په ځانګړی توګه ددغه تربیون مشر ددغه نوم ورکی له سخا اوهمت څخه ډک مشرمړینه یوه لویه ضأېعه بولی اودخدای بښلی په مړینه دغمرازۍ مراتب دهغه دکورنۍ ټولو درنومشرانواوکشرانوحاجی سیف الدین (پهلوان) ځاځی ، حاجی محمدالله ځاځی ، غزنی خان ځاځی ، اکبر ځاځی ،  امین الله ځاځی ، انجنیر حمیدالله ځاځی ، دخدای بښلی استاد  کریم کورنۍ او نور د خدای بښلی کورنی او دوستانو ته وړاندی کوی . دلوی خدای له درباره ورته جنتونه او کورنی ته یی د زغم او صبر غوښتنه کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا