گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ټاکنـــی اوداولس لومـړیتـوبونه!
ټاکنـــی اوداولس لومـړیتـوبونه!

ټاکنـــی اوداولس لومـړیتـوبونه!

په لمړی سر کې داسې ښکاریده چې نړیوالې ټولنې د ولسمشری ټاکنې د مختلفو لاملونو پر بنست د سولې په بیه ځنډولو ته لومړیتوب ورکاوه، خو حکومت سوله او ټاکنې د یو بل بشپړونکی بللې. ولس او نوماندان په دې باور وه چې د افغانستان حکومت نشی کولاى د نړیوالې ټولنې د دغې غوښتنې په وړاندی مقاومت وکړی چې ټاکنې د سولې په بدل کې وځنډیږی. د امریکایی ولسمشر ټرمپ ټویټ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې یې مړې او په اوبو کې لاهو شوې وګڼلې د ولسمشر د ټاکنو د ترسره کولو په تړاو د ولسمشر غنی دریز پیاوړئ کړ.

نړیوالې ټولنې هم پرته له دې چې ټاکنو تأیید وکړی بله لاره نه درلوده. نړیوالو شک کاوه چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون به په دومره کمه موده کې څنګه وکړاى شی چې د روڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ټول اړین امکانات برابر کړی. ښکاره خبره وه چې حکومت، ټاکنیز کمېسیونونه ، نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه د تاکنو ترسره کولو په موخه په یوه پاڼه کې شتون درلوده او هڅه یې دا وه چې دغه سورئ بېړئ به په دغه توره تیاره شپه او څپانده سمندر کې څنګه څندې ته ورسوی.

نړیوال پوهیدل چې ولسمشر غنی د ټاکنو د روڼتیا په تړاو پر خپل حکومت باندې د ډیرو احتمالی نیوکو څخه د خوندیتوب په موخه د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو د ټاکلو په هکله نورو ۱۷ نوماندانو د بشپړ واک ورکولو له امله خورا رغنده او اغیزمن ګامونه پورته کړل.که له احساساتی او جذ باتی دلدل څخه را ښکته شو واقعیتونه وارزوو او زمونږ ناورین ځپلى ولس د دردونو درک ولرو، نو جوته خبره ده چې اشرف غنی هم لکه د هیواد نور سیاستوال، نه سپین چرګ ده او نه هم توره لټکه، نه پرښته ده او نه هم شیطان. نوموړئ هم مثبت او هم منفی اړخونه لری.غنی د افغانستان غوندې دودیزه ټولنه او جګړه ځپلی هېواد ښه او غوره مدیریت ونشو کړاى. څومره چې یې دعوه کوله د زورواکو او مفسدو کړیو په تړاو یې مشهود او ملموس ګامونه پورته نه کړاى شول. نور حکومت خو څه کوې ان چې په ارګ کې یې د مالى ادارې او اخلاقی فساد مخه ونشوه نیولاى. د ولسونو د پاکو رأیو څخه یې دفاع ونشوه کړاى. د جان کیری په مینځګړتوب یې سهامی شرکت جوړولو ته غاړه کیښوده. له طالبانو سره یې سوله ونکړاى شوه.                                     د ولس په دسترخوان کې یې مثبت بدلون نه ده راوستلى. په هیواد کې د سیاسی اجماع په جوړولو کې مطلق ناکام شو. ډیرى سیاسی متحدین یې له لاسه ورکړل او په سرسختو مخالفینو بدل شول. ځینې مفسدین او غله یې وځپل خو ځینې نور یې په څنګ کې ونیول. د ارګ سپیڅلتیا یې ټکنئ کړه. نزدې ملګری یې له دینی مقدساتو ملی ارزښتونو او افغانی ټولنیزو دودونو څخه مطلقاً ناخبره او نا بلده دی.په دینی موضوعاتو باندې د خبرو په مهال سهوه کوی.له پورتنیو تشو سربیره دا هم منو چې نوموړئ د نړئ په کچه له هغو سیاستوالو څخه ګڼل کیږی چې علمی او اکادمیکې وړتیا اقتصادی تګلارې، د ځان بساینې ستراتیژی او کاری حوصله یې قطعاً د پوښتنې وړ نه ده.تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ افغانان په ټاکنو کې د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوی فرصتونه نلرو. مونږ د بد بدتر او بدترین ترمنځ د بد غوره کولو ته سخته اړتیا لرو. که کوم نوماند د افغانستان لپاره پلانونه لری او هغه پلانونه په لنډمهاله او یا هم اوږدمهاله توګه د پلئ کولو وړتیا او استدلال لری نو هغه به غنی وی. که په واک کې د پاتې کېدو په موخه هم وی، خو نوموړئ کله کله د امریکا د شومو ارادو په وړاندی خنډونه جوړولاى شی. مونږ ستونځو ته د شخصی یا انفرادی تقابل پرځاى د تعامل له لارې د ملی اړتیاو په چوکاټ کې ګورو.مونږ له ټولو ګیلو شکوو خوابدیو، زړه بدیو او ناکامیو سره سره طوعاً و کرهاً اشرف غنی د نورو نوماندانو په پرتله غوره ګڼو. که د نوموړی تر مشری لاندې زمونږ هیواد د ډیرو پرمختګونو پړاوونه نه ووهی نو اقلاً د نورو نوماندانو په نسبت به دغه هېواد د ګړنګونو خواته هم نزدې نشى. په هرحال ولسمشر له خپلو غوښتنو او ژمنو سره سم د ټاکنو د ترسره کولو پړاو ته داخل شو. ټاکنیز کمپاین پیل او له ټاکنیزو ټکټونو څخه د خلکو د حمایت د اعلان کولو لړئ روانه شوه. ټاکنیزه ستونځه هغه وخت پیل شوه چې ولسمشر ته نزدې اشخاصو د افغانستان د ولسونو له عقیدوی، ټولنیزو عنعنوی دودیزو اړخونو او ملی ارزښتونو په تړاو له مطلقې بی خبری او لومړیتوبونو پرته د شخصی تړاو او ګډو ګټو د خوندیتوب په موخه د ټاکنیزو مبارزو لپاره په مرکز ولایاتو او ولسوالیو کې ډیرى داسې اشخاص وګمارل چې د بدنامی له امله یې ولسونو ته د مخ ښکاره کیدو وړتیا نه درلوده.                                      زمونږ په هیواد کې کمونیزم زمونږ کمونستانو نیست او نابود کړ، جهاد مو ځینو جهادی مشرانو د واک په سر د جګړو له امله بدنام کړ، اسلام هغو خلکو ولس او نړئ ته د تاوتریخوالی دین وروپیژانده چا چې د داسلامی نظام د پلئ کولو لپاره د مبارزې دعوه کوله او د تنکئ وارداتی دیموکراسی بنسټونه د دیموکراسی د دښمنانو لخوا نه، بلکې په ارګ او وزارتونو کې ناستو هغو تنکیو دیموکراتو چارواکو لخوا وران او دغه تازه وارد شوې پروسه د ولسونو ترمنځ د بی باوری او ملنډو وړ شوه څوک چې په اخلاقی، اداری او مالی فساد کې تر ستونی پورې ککړ، د ولسمشر پر شاوخوا یې ځانونه را پیچلی وه او نه یې غوښتل چې ولسمشر په عینی واقعیتونو، ځمکنیو حقائقو او ولسی دردونو خبر شی. 

پورتنیو مرموزو، له دینی او ملی ارزښتونو څخه مطلقاً ناخبرو کړیو د ولسمشر غنی ډیرى ولسی پلویان چې دینى او ملی پیاوړی اړخونه یې درلودل ناهیلی کړل. د ټاکنو له بهیر څخه مطلقاً ګوښه شول او ځینې نور یې له رقیبو ټاکنیزو ټیمونو سره ودریدل.د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د ولسمشر غنی لخوا رسماً یوازې داودزى د ټاکنیز کمپاین د مسئول مدیر په توګه وګمارل شو خو د نوموړی ترڅنګ نور موازی کړیو هم د سلیقو پربنسټ کمپاین ته په مختلفو ولایتونو کې خپل باوری اشخاص ګمارل. ولایتونو ته ډیرى په فساد او اخلاقی تورونو ککړ او یا هم داسې افراد واستول شول چې له دینی ملی او ټولنیزو دودونو او ارزښتونو سره یې هیڅ ډول بلدتیا نه درلوده. لګښتونه په خورا لوړه کچه وشو خو ټاکنیزو مبارزو غونډو ناستو او کانفرانسونو د ټاکنیز بهیر نه بلکه د معاملو ننداره وړاندې کوله. له ولسی ملاتړ څخه برخمن دینی علما او قومی مشران عمداً او یا هم د هغوى له ولسى رول څخه د تاکنیزو هڅو د مشرتابه د لا علمی له امله انزوا ته تللی وه. همدا لامل وه چې غونډې سترې خو د ټاکنو په ورځ په ټاکنیزو محلونو کې د ولس د ګډون کچه خورا ښکته وه. په ارګ کې ناست ځینی لوړپوړی چارواکی مخکې هم په اخلاقی فساد کې په ککړتیا تورن شوی وه، خو دا تورونه جنرال حبیب احمدزی بربنډ کړل او بی بی سی په خپل جوړ شوی راپور کې د نړیوالې رسوایی ترکچې ورسول. دا ډول تورونه د ارګ د ویندوی لخوا یوازې په بی بنسټه ګرزولو نه سپینېږی. د عدلی او قضایی ارګانونو لخوا څیړنې او ګروېږنې غواړی. ارګ چې د اخلاقی او مدیریتی تجربو له پلوه څو کمزورې او غیر مسلکی نجونې په لوړو او مهمو دندو ګومارلې، نو طبعی خبره ده چې پر ارګ باندې به حتماً نیوکې زیاتېږی.                                                    زه دا منم چې په دغه تړاو به کره اسناد نه وی او دغه ډول شواهد پیدا کول اسانه هم نه دی. ډېر داسې څه شته چې، که د کره اسنادو د نه وړاندې کولو له امله به ثابت نه شی، خو ارګ هم برائت نه شی ترلاسه کولاى . په ارګ او د چارو په اداره کې د ډېرو بې تجربې، غیر مسلکی او نیمه لوستو نجونو ګومارنې هغه څه دی، چې پوښتنې را پیدا کوی. زمونږ په اسلامی او دودیزه ټولنه کې دغه ډول اشتباهات قطعاً د زغم او منلو وړ نه دی. په مکرره توګه مو له ارګ څخه په دغه تړاو د ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه خو متآسفانه چې زمونږ غوښتنه د چارواکو د توجه وړ نه ده ګرزیدلې. داسې ښکاری چې ولسمشر د زیاتې بوختیا له امله وخت نلری او نشی کولاى چې ټولنیزو او بریښنایی رسنیو ته لاسرسى ولری.

شک نشته چې ولس مو د ملی یووالی له حکومت څخه ناهیلې شوی دی. اوس یوازې د مخونو په بدلون ولسی باور نشی ترلاسه کیداى. د ولس بنسټیزه اړتیا دژوند حق ده او دغه حق یې باید خوندی شی. حکومتی واک سرتاسری او ولس د جګړه مارو ،زور واکانو او ما فیا له منګلو نجات ومومی. فساد له منځه لاړ شی، وګړو ته دکار او سوله ایز ژوند فرصتونه برابر او دفقر کچه را ښکته شی. د بیړنئ لویې جرګې رابلل اود لنډ مهاله حکومت دجوړولو طرحه او وړاندیز په هیواد کی د دایمی سولې اوثبات لپاره نه بلکه د مافیایی ډلو ټپلو تر منځ د واک یوه نوې بڼه او نا قانونه ویش، په نظام کې د شریکو ډلو د خپلمنځی شخړود هواری  او دهغوی دنا روا کټو د خوندیتوب په موخه ده. مونږ په تیرو اتلسو کلونو کې د بیړنیو جرګو، د نړیوالې ټولنې تر چتر او سرپرستی لاندې دلنډ مهاله او منځمهاله ادارو، نیمګړو ټولټاکنو ، ایتلافی او دملی یووالی د حکومتونو پراخه او اوږده تجربو لرو چې پایلې یې دومره بریالئ نه دی څومره چې مونږ هیله درلوده. د جګړو ترڅنګ زورواکی او فساد د ولس ژوند له ګواښونو سره مخ کړئ ده. ولس تشې ژمنې نه بلکې مثبت بدلونونه غواړی سوله د ملت ارمان غوښتنه او د ټولو ناخوالو درملنه ده. اوسنى حکومت دسولې تګلاره نه لری. د پرون دریز یې له نن سره او نننى یې له سبا سره په ټکر کې ده. دا خبرې چې وسلوال مخالفین دې جګړه بس کړی، بهرنیو ځواکونه دې شتون ړلری، دافغانستان اساسی قانون، د تیرې دوو لسیزو لاسته راوړنې او دملی یووالی حکومت دې ومنی، دسولې سترا تیزی نه ده.

دا دملت تیر ایستنه او دځان غولول دی.د ملی یو والی حکومت دسولې سترا تیژی نه لری. دا خبرې چې ددولت وسله وال مخالفین دې وسلې پر ځمکه کیږدی، د بهرنیو ځواکونو شتون ، دافغانستان اساسی قانون، د تیرې یوې لسیزی لاسته راوړنې او دملی یووالی حکومت دې ومنی، دسولې سترا تیزی نه ده. دا دملت تیر ایستنه او دځان غولول دی.تیرې لاسته راوړنې هم مشهودې دی، خو د هغو ناخوالو او زیانونو کچه خورا لوړه ده چې جګړې زمونږ ملت او هیواد ته اړولې. ملی یووالى مو ټکنى شوئ ده، تعصبات او بی باوری اوج ته رسېدلې ده، ځوان نسل مو له وطن نه د تیښتې په حال کی ده. قومی اوژبنیو ناندریو زور اخیستی ده . ملی او دولتی واکمنې کم زورې او د نظام مشروعیت مو نیمګړی دی، دقانون حاکمیت نشته. د ژوند حق خوندی نه ده.د پورتنیو ستونځو نیمګړتیاو او ټکنی امنیتی وضعیت په تناظر کې راتلونکئ ولسمشر مجبور ده چې له وسلوالو مخالفینو سره د ملی ګټو ولسی غوښتنو، سیاسی اجماع او له نړیوالو سره د ګډ تفاهم په چوکاټ کې جګړو ته د پاى ټکى د ایښودلو په موخه یوې جامع هوکړې ته د رسیدو لپاره بشپړه تګلاره ترتیب کړی. اوس باید دواړو خواوو ته ثابته شوې وی دواړه لوری په یو بل باندې د تورونو په لګولو تبلیغاتی سنګرونه د افراط ترکچې وکارول او د جګړو په ډګر کې د یو بل د ختمولو ټول زور او ځواک وازمایه. د هغوى ترمنځ په جګړه سلګونه زره افغانان ووژل شول. جګړه د ټولو محاربوی نورمونو او اصولو په خلاف د ولسی خلکو په کورونو، کلیو، کوڅو سرکونو، چوکونو او ښارونو کې دوام لری. د هغوى ترمنځ په جګړه کې که پنځه عسکر او یا طالبان وژل کیږی، نو شل بی کسه او بې وسه ملکی بیګناه افغانان هم وژل کیږی.د ژړا او تأسف ځاى لا داده چې دواړه خواوې روانه جګړه تحمیلی سپیڅلی او ویندویان خو د جګړې په ډګر کې یو بل د بشپړې ماتې په درشل کې تعبیروی.په پوره یقین سره درته وایم چې یو لورئ هم په جګړه باندې د مقابل لوری د ماتولو وړتیا او ځواک نه لری.د بدبختی خبره داده چې مونږ لاهم په پردی توپک، پردی ټانک، پردی باروت او د پردیو ګټو لپاره د خپل ورور وژل، د خپل کور ورانول د خپلې مورکئ د وجود ټوټې او د خپلې خورکئ مجازی روزی رسان وژل مجبوریت څه چې افتخار ګڼو. ویندویان په خورا ویاړلې لهجه له مبالغې سره د خپلو وروڼو د وژلو دعوې کوی، خو مونږ راځئ،تېر ناورینونه د تاریخ پاڼو ته وسپارو. تاریخ تر ټولو غوره، خورا بی پرې او بی رحمه قاضی ده.راځئ ژمنه وکړو چی د افغان په لاس د خپلو وروڼو د وژلو د مخنیوی لپاره همدا نن همدا اوس هڅې پیل کړو.راځئ وپتیو چې د افغانانو ترمینځ سوله او یووالئ له یرغلګرو څخه د هیواد د بشپړ استقلال او د هیواد دملی واکمنئ پر پښو درولو لپاره یوازنئ او ایکی یوه لاره ده. راځئ نور د یو بل وژلو ته د بانو جوړولو پرځاى یو بل منلو زغملو او په دغه ګډ کور کې په سوله ایزه توګه د ګډ اوسیدلو دود ته وده ورکړو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا