گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پاکستانی پـوځ اودپښتنـــو دعام وژنی خونړۍ اوشرمؤونکی ډرامه!
پاکستانی پـوځ اودپښتنـــو دعام   وژنی خونړۍ اوشرمؤونکی ډرامه!

پاکستانی پـوځ اودپښتنـــو دعام وژنی خونړۍ اوشرمؤونکی ډرامه!

د پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار پوهاند محمد اسماعیل ځانی وکیل وایی چې موکل یې نن (جمعه) جناېی  څارنوالی  ته وړاندې کړ او وروسته یې د پېښور جېل ته ولېږلو. له مشال راډیو سره په خبرو کې وکیل شهاب الدین خټک وویل چې د ده پر موکل د اېف ای اې په تاڼه کې د انټرنیټی جرمونه اېف ای ار کښل شوی دی او د همدې تور لاندې زندان ته اچول شوی دی.

نوموړی وایی چې موکل به یې د ضمانت تر کېدو په جېل کوی او دی اوس هڅه کوی چې د پروفېسر محمد اسماعیل ضمانت وکړی. تر دې وړاندې په پنجشنبه د بشری حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل ویلی ول چې پلار یې نامعلومه کسانو تښتولی دی او تر اوسه یې هېڅ درک نه لګی.نوموړې د اکتوبر ۲۴مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، پوهاند محمد اسماعیل پېښور های کورټ ته د یوې دعوی  اورېدنې لپاره ورغلی وو.

د دې په خبره، هغه چې له ودانۍ بهر ووت نو وار له مخه ورته “په تورو، ملېشه جامو” کې ځینې کسان ناست ول چې ویې نیوه او “په زور” یې د “تورو ښیښو” ګاډی ته واچاوه.ګلالۍ اسماعیل له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پلار یې چغې کړې او هلته یې خلکو ته وویل چې په های کورټ کې یې وکیل خبر کړئ چې خلکو له ځانه سره یووړ.د دې په خبره، که هغه نعرې نه وای کړې نو کورنۍ به یې پر وخت نه خبرېده.

ګلالۍ اسماعیل زیاتوی چې تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۸مه یې هم د پلار د “تښتونې ناکامه” هڅه شوې وه.په پنجشنبه په پېښور کې د پوهاند محمد اسماعیل یو وکیل شهاب الدین خټک وویل چې موکل یې “په رڼا ورځ دمحکمی” له وره “تښتول” شوی اودا ددولتی ادارو ذمه واری ده چې”درک” یې ولګوی او په حفاظت یې کورنۍ ته ورسوی.

ده زیاته کړه چې د عدالت له وره او ودانۍ سره نېږدې ان “پولیس څوک نشی ګرفتارولی” او دا چې د پوهاند اسماعیل بیول یو “ناقانونه” عمل وو.د بشری حقونو د فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار تر دې مخکې څو ځلې پاکستانی مطبوعاتو ته  ویلی او پر ټولنیزو رسنیو یې هم لیکلی چې ځینې خلک یې ځوروی، ګواښی یې او د کور شاوخوا یې ګرځی او چاپې ورباندې وهی.

خپله ګلالۍ اسماعیل هم وایی، د “مرګ تر ګواښونو” وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شوه.چارواکو پرپروفیسراسماعیل اومېرمن یې دترهګرود مالی مرستو اود تورو پیسو سپینولو تورونه پورې کړی اودعوی یی ورته دایرې کړې دی چې اورېدنې یې د پېښورپه ستره محکمه او نورو محکمو کې کېږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا