گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » رایــې، ووټـونـه، افـغــانـان ورکوی فــرمـایــشـونـه، خارجیـان ورکـوی
رایــې، ووټـونـه، افـغــانـان ورکوی  فــرمـایــشـونـه، خارجیـان ورکـوی

رایــې، ووټـونـه، افـغــانـان ورکوی فــرمـایــشـونـه، خارجیـان ورکـوی

ټول ټـاکنې جنجالی وې، که شــفــافـې؟

لـنـډغــر ســقــاویــان، ډېرې وهـی لافـې

رایــې، ووټـــونـــه، افــغــانـان ورکـــوی

فــرمـایــشــونـه، خــارجــیــان ورکـــوی

د غـــه بــلــواک، نـامـسـتـقـل کمـیسیون

سوری سوری، غـلـبېل غـلـبېل کمیسیوننــور ټــول ټــاکـنـې، څـه مـعـنـا نـه لـری

د مــلــت ووټ تــه، اعـــتـــنـــا نـه لــری

د ټــول ټــاکــنــو کـمـیـسـیـون پردی دی

د چــور نـظـام، اپــوزیـسـیـون پردی دی

بس، غــولـول، دوکـه کــول دی وروڼو!!!

د افــغــانــانــو، تــېر ایستل دی وروڼو!!!

پـــردی مـــشـــران، تــل نـا بــبــره راځی

څـــوک خــبـر نـه وی، بـې خــبـره راځی

خپلـو لاســپــوڅــو ته، دســتـور ورکوی

د پــایــلــو ځــنــډ، مـلـت ته زور ورکوی

کـمـیـســـیـون ډېـرې، تــېـر وتــنـې کوی

چې واک یې نه شته، ولې ژمـنـې کوی؟

شـفـافـې رایـې وې، شــکـمـنـې یې کړې

چې ځـنـډوی یې، دروغـجــنـې یې کړې

نه د جان کِری جـوړ، دولـت شــرمــیـږی

نه دا د وخت مجبور، مـلـت شــرمــیـږی

بس، مـعـامـلـې دی، مـعــامـلـې به کیږی

بـــهـــر کې پـــټـــې، فــیـصلـې به کیږی

افسوس!!! چې خپل مشر، ټاکلئ نه شو

د انــتــخــاب واک هـــم ، ګـټـلـئ نه شو

بـــلـــواک، د شــرم په نـوم څـه پېژنی؟

یـــوازې شـــنــه لـــوټـــونـه، ښـه پېژنی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا