گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغان سوله او دزلمـــی خلیـلزاد مـــرمـــوزه دیپــــلومــــاسی !
افغان سوله او دزلمـــی خلیـلزاد مـــرمـــوزه دیپــــلومــــاسی !

افغان سوله او دزلمـــی خلیـلزاد مـــرمـــوزه دیپــــلومــــاسی !

دا یو انکار نه منونکئ واقعیت ده چې حکومت او طالبان د سولې ته د رسیدو په تړاو ستونځې او نیمګړې تګلارې لری, خو د خلیلزاد په مشرئ امریکایی لورئ د مرموز، مبهم، دوه مخیز او غولونکی دریز له امله تر نوروخواو زیات دروان ترینګلی حالت پړه په غاړه لری.دستونځو اساس داده چې سولی ته باید د امتیازاتو اخیستلو اوامتیازاتو ورکولوپه بنسټ نه، بلکه د ولسی ارمان په سترګه او دملی ګټو په چوکاټ کې وکتل شی، خو متاسفانه چې دلته د جګړو ټول کورنی او بهرنی اړخونه په سوله کې امتیازات لټوی.په قطر کې د طالبانو او زلمی خلیلزاد په مشرئ د امریکا تر منځ د پردې تر شاه نهه پړاوه مرموز او مبهم مذاکرات او د خبرو له نهم پړاو څخه وروسته د ولسمشر ټرمپ ناببره او غیر موجه ټویټ له امله د مذاکراتی پروسې ختمول د دحکومت په ګډون د ټولو افغانانو شکونه او پوښتنې راپورته کړی. دغو خبرو ته د افغانستان د حکومت په نشتون کې د پردو ترشا دوام ورکول کیده. داسې شکونه هم وه چې د مذاکراتو په ځینې پړاوونو کې د دریم هیواد استخباراتی څار هم شتون درلوده. د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین او خلیلزاد ضد او نقیض ټویټونو او د رسنیو په وړاندی د هغوى خبرې هم د دې لامل شوی وې چې هرڅوک د مذاکراتو په تړاو جدا جدا تعبیر او تفسیر ولری. کله کله خو رسنیو ته د تورن شیرمحمد خان او ځینې حکومتی چارواکو بې چوکاټه خبرو هم د مذاکراتو ممکنه بریا تر سیورئ لاندی راوستې وه.د مذاکراتو په اجندا او د دواړو لوریو لخوا حل او فصل شوی مسائل له رسنیو څخه پټول، دمختلفو کورنیو اوبهرنیو رسنیو لخوا د اټکل پربنسټ شننو اوارزونو هم زمونږ د ولس په ذهنونو کې اندیښنې راپارولې .

پورتنئ نیمګړتیاوې ابهامات ټول د دې لامل وه چې نه یواځې افغان حکومت بلکې افغان ولسونه هم د زلمی خلیلزاد او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه شک وکړی چې ایا رښتیا هم د سولې هڅې ادامه لری او که د پردې تر شاه پټه مرموزه او خطرناکه معامله روانه ده.له ملګرو او دوستانو سره د امریکا له دوه مخیز سیاست، دوکو، فریبونو او شیطانی دسیسو ډک تاریخ ته په کتو د قطر د مذاکراتو په تړاو د افغان ولس او نورو ذیدخله اړخونو اندېښنې د درک او فهم وړ وې.که ومنو چې طالبان د پردې تر شا د عینی واقعیتونو او ځمکنیو حقائقو د درک او احساس له امله پوهیږی چې جګړه د بریا لاره نه ده، خو ظاهراً په جګړه، اسلامی امارت او د واک په انحصار باندی په مستقیمه او ضمنی توګه ددې لپاره ټینګار کوی چې هسې نه سولې ته له رسیدلو وړاندې دهغوى د جنګیالیو جنګی روحیه کمزوری شی او یاهم د هغوى په لیکو کې د ژورو اختلافاتو لامل و ګرزی. په هرحال که د امارت او واک ترلاسه کولو خبره جدی وی،

نو یقیناً ویلاى شو چې طالبان لاهم د فیل په غوږونو کې اوسیږی خو که د ممکنه کورنیو شخړو د مخنیوی په موخه وی، نو حتمی ده چې خپل جنګیالی او د جګړو د لیکو قومندانان یې په نفسیاتی او ذهنی برخه کې لاپخوا له تربیې او روزنې لاندې نیولی واى.د طالبانو دا دریز چې له حکومت سره د سولې په تړاو مذاکراتو میز ته له راتلو څخه ډډه کوی او له حکومتی ځواکونو سره جګړو ته لپک وهی، طالبان پخپله د یوې نه ختمېدونکی جګړې پر لاره ورسیخوی چې نه به یې ګټلای شی او نه یې هم د بایللو تاب لری.هغوى زمونږ د ټولنیز جوړښت نه بیلیدونکئ اړخ ده اومونږ له هغوى پرته نیمګړئ ټولنیز جوړښت لرو. د اوس لپاره په حکومت او طالبانو کې داسې پیاوړی ډلې او اشخاص شتون لری چې له مخالف لوری سره پخلاینې ته ذهناً چمتو نه دی.له دې سره سره چې حکومت د سولې په نوم د سولې عالی شورا لری، د سولې په نوم ځانګړې وزارت لری، د سولې مذاکراتی پلاوئ لری، د سولې مشورتی بورد لری، د سولې په نوم جرګې او غونډې جوړوی، خو له دغه حقیقت څخه هم انکار ناشونئ ده چې د سولې لپاره اراده، عزم، هوډ، همغږی، د سولې د لارې نقشه او ذهنی تیارى نه لری. حکومتی اړخ سوله د ادغام مجدد په مفهوم اخلی او لکه د حکمتیار غوندې د امتیازاتو په بدل کې د طالبانو راتلل سوله ګڼی. مونږ یقیناً نه خوښوو چې تاریخ د شا لوری ته څرخک ووهی او نه غواړو چې هرڅه له سره پیل کړو، خو زمونږ د ستونځو کورنی او بهرنی اړخ ته په کتو، که ناشونې نه ده، نو خورا ستونځمنه به وی چې طالبان او نړئ په موجوده حکومت باندې د سولې په هوکړه لیک کې د منل شویو مادو د عملی کولو باور وکړی.په هر صورت مونږ افغانان د موقت حکومت په ګډون هیڅ د بحث وړ موضوع ته سرې کرښې نه راکاږو، ځکه چې سولې ته زمونږ اړتیا حیاتی ده او د دغې حیاتی اړتیا د پوره کولو لپاره دواړه خواوې قسماً تنزل او انعطاف ته اړ دی.دواړه خواو ته لازم دی چې د هیواد او هیوادوالو د ستونځو حل ته د احساساتو پربنسټ تخیلی انځور جوړ نه کړی، بلکې موجوده ناورین ته د واقعیتونو په تناظر کې وګوری. جګړه د حل لاره نه ده. د یوه سوچه اسلامی نظام په چوکاټ کې واک ته د رسیدلو لاره باید د ولس له ارادو سره تړلې وی. له حقائقو سره احساساتی چلند له مونږ څخه د سولې ادرسونه او د ستونځو ستر لاملونه ورک کړی دی. واک ترلاسه کول او یا هم په واک کې پاتې کیدل زمونږ د کورنیو جګړو ستر لامل ده. له بهرنیو اړخونو سره هوکړه لیک لاسلیک کول زمونږ جګړه نشی ختمولای. تر هغو سوله نشی راتلاى ترڅو چې حکومت د سیاسی اجماع پربنسټ له طالبانو او طالبان له حکومت سره د سولې هوکړې ته نه وی رسیدلی.

په دې وروستیو کې داسې اشارې شتون لری چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به مذاکرات بیا پیل شی، خو د مذاکراتو پروسه باید په څرګنده اجندا راوڅرخیږی. د افغانستان ولس باید له پرمختګونو څخه په کره توګه خبر وی او تر ټولو مهمه خبره داده چې، که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک ولس ته اقلاً د اوربند پیغام هم ونلری، مونږ ورته د سولې تړون قطعاً نشو ویلاى.حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان باور لرى چې د هیواد ستونځه اوس هغه پړاو ته رسېدلې ده چې پای ته رسیدل یې له یوه سوله ییز حل څخه پرته د بل څه وړاندوینه نه شی کیدای. یوازې یو پراخ ولسی هوډ، مضبوطه اراده او پیاوړئ عزم کولاى شی د هېواد دغه ماته او ګوډه بیړئ په اوسنی څپانده سمندر کې په دغه توره تیاره شپه د نجات ساحل ته ورسوی.راځئ تیرې سهوې غلطیانې ویاړونه او ناورینونه د تاریخ د ثبت پاڼو ته وسپارو!راځئ تیر هیر کړو. د ولس او هېواد ښیرازی نیکمرغی او روڼ سبا لپاره په ګډه ملا وتړو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا