گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کله چی جګړه ویاړاوسوله عارشی!
کله چی جګړه ویاړاوسوله عارشی!

کله چی جګړه ویاړاوسوله عارشی!

وائی څه غورې دی او څه درَبې دی؟

مال غورې دادی چې؛ دلته دجګړو په اورونو د تیلو پاشلو خلک ډیر، خو په اور د اوبو اچولو خلک نشته.دلته دجګړو د اوږدوالی لپاره لاهم خورا لوړې حوصلې او ارادې وجود لری، خو سولې ته نه اراده شتون لری اونه هم حوصله.دلته جګړه له هرډول قیداوشرط پرته روانه ده خوسولې دشرطونوکتارونه ګوره!

دلته دجګړو لپاره هر ډول جنګی توکی پریمانه دی، خو د سوله په نوم یوازې دفترونه شتون لری.دلته د افغان وژلو لپاره، پردی هر ډول مرستې ته را دانګی, خو د سولې د خبرو لپاره په هیواد کې یوه لویشت ځمکه هم نشته.دلته د جګړو سندرې او ترانې د ایمان او هیواد دوستی نښه بلل کیږی خو د سولې دعوت ته کفر یا غلامی ویل کیږی.دلته پردیو ته دوستان، مرستندویان، وروڼه ولسونه، ستراتیژیک ملګری اوانصار ویل کېږی, خو خپل وروڼه د غلام، اجیر، مزدور، ترهګر، تالی څټی، پردی پال او ګوډاګی په نوم یادېږی.

دلته دافغانانو ترمینځ د سولې هڅو ته خیانت، جنایت او کفر ویل کېږی، خو د مرتد او ترهګر په نوم د افغان وژل شجاعت، شهامت او اتلولی ده.دلته غل، قاتل او فاسد ته اتل او مجاهد ویل کیږی، خو مجاهد، هیوادپال او ولسپال ته هیڅ نوم نه لرو.دلته له څلوېښتو کلونو تېرېدو سربېره جګړه لاهم ځوانه ده،

خو د سولې په تړاو چیغې فریادونه او واویلا غږونه په چوپیدو دی.او غورې دادی چې مونږ وړمه ورځ هم غلامان وه، پرون ورځ هم، نن هم او سبا به هم غلامان یو، بلکه تر هغو به غلامان یو تر څو چې د پردیو له احتیاجه مو خپل ملت او هیواد نه وی ژغورلی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا