گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ستاددوزخ لـــه لــړمانــوتـــوبــــه زه درتـــه دا لــړمـــانان ژاړم !
ستاددوزخ لـــه لــړمانــوتـــوبــــه   زه درتـــه دا لــړمـــانان ژاړم !

ستاددوزخ لـــه لــړمانــوتـــوبــــه زه درتـــه دا لــړمـــانان ژاړم !

د لویو لویو قدرتونو ربه

یوه تمنا ده اوریدی شې کنه

ستا د سکڼی سکڼی ماښام نه لوګۍ

د چا د زړه لوګۍ لېدی شې کنه

ستا د سیلو او طوفانونو په مخ

یو اسویلۍ دی درلیږل یې غواړم

ستا د چپو چپو سیندونو په نوم

لیمه را ډک شو څڅول یې غواړم

هسې نه چون د خولې ویستل کفر شی

هسې نه تاته ژړیدل کفر شی

ستا د جنت د نعمتونو نه زار

زه دلته اوږی په جهان ژاړم

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دا لړمانان ژاړم

دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو

هلته شو ستا د دوزخونو خشاک

دلته ددغه قصابانو خوراک

هلته د هغه ښامارانو خوراک

نه مو ځان تور کړو او نه سپین پاتې شوو

نه د دنیا شوو نه د دین پاتې شوو

ستا د سنګینو فیصلونه قربان

ولې حیران یم کوم قانون اومنم

ته خو د خپل قارون په ځمکه منډۍ

زه دې په سر باندې قارون اومنم

ستا په رضا زما رضا ده ربه

کاڼۍ هم نفس پورې تړلۍ شمه

چې بل ښامار په خزانو اووینم

اخر انسان یم څنګه غلۍ شمه

را ډک شو زړه ایسارولې نشم

خوله ماته ښه ده خو ګنډلې نشم

ستا د جنت په تمه تمه چې مری

د هغه اوږو په سلګو مې قسم

په دی دوزخ کې یې نور نشم لیدی

ستا د رضوان په منارو مې قسم

یا خو د ځمکې په دې ارته سینه

ماته خپل ژوند زما جنت راکه

یا د نهر دوزخی مرګ نه مخکې

د یوې چغې اجازت راکه

چې دا ستا اوږی ستا په خوان ماړه کړم

یا په خپل ځان باندې قارغان ماړه کړم

ستر انقلابی شاعر او لیکوال ارواښاد اجمل خټک 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا