گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنسکــورولو او غچ آخیستلـــو که د سولی اوجوړولو بائیومتریک!
دنسکــورولو او غچ آخیستلـــو   که د سولی اوجوړولو بائیومتریک!

دنسکــورولو او غچ آخیستلـــو که د سولی اوجوړولو بائیومتریک!

زمونږ ولس تیر ځل د ولسمشریزو ټاکنو په هکله د هغوى په ووټونو باندې د معاملې له امله په ټاکنو او د دغه بهیر په اغیزمنتوب بې باوره شوی وه. په ټاکنیزو لیستونو کې د نوم د اندراج، بائیو میټریک ماشینونو او د سټیکر ستونځو شتون درلود او همدغه لامل وه چې د تیرو پارلمانی ټاکنو په پرتله په اوسنیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې له ښکته والی سره سره د تقلب او درغلئ کچه هم ښکته وه.د وسلوالو مخالفینو لخوا د انتخاباتو او انتخاباتی مبارزې د سبوتاژ کولو ګواښونو پخوا هم شتون درلوده ، خو داځل ددغه ګواښ کچه لوړه وه. ولس د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره د رأیو صندقونو ته له تلو ډډه کوله او دغه یې حق هم وه.                                                                  البته د هغو افغانانو جرئت د ستاینې وړ ده چې له ټولو ګواښونو او په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو په رأیه د معاملې کولو له امله د ولسى باور له ټکنی کیدو سره سره یې د خپل روښانه راتلونکې په موخه دغه مسئولیت سرته ورساوه.زمونږ د هیواد ستونځې پیچلی له کږلیچونو ډکې کورنی او بهرنی ابعاد لری. ښکاره خبره ده ،چې رېښې یې له یوه لوی نړیوال پلان څخه سرچینه اخلی اوحل یې هم د هغوى له ګټو او ارادو سره تړلئ ده.مونږ بالاخره د ټاکنو لور ته لاړو. ټاکنې مو ترسره کړی او تر دیره حده د بریا لورئ هم څرګند ده. ستونځې او ننګونې لاهم زمونږ د بشپړې بریا مخه نیسی، ځکه چې زمونږ په سیاست کې لاهم د جګړې اغیزې، د باور نه شتون او د ماتې نه منلو دود شتون لری. دا چې ولسونو د ګواښونو، امنیتی اندیښنو او په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د معاملې له امله د بی باورى له شتون سره سره د سرونو په بیه په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته د ولسواکی په لور د ستاینې وړ او مستحسن ګام ده.

په ټاکنو کې د ولس ګډون په یو هیواد کې د ولسواکئ د پیاوړی کیدو او د ملی بنسټونو د غښتلی کیدو سبب ګرځی. افغانانو هم د خپلو پراخو ستونځو د هواری او د ولسواکی د بنسټیزه کولو لپاره په ټاکنو کې برخه واخیسته.د سولې هڅې او ولسمشریزې ټولټاکنې په روان کال کې د افغانستان په دوو مهمو او سترو لومړیتوبونو کې شمیرل کیدې. داسې لومړیتوبونه چې هریوپرخپل ځای ځانګړئ ارزښت درلود.بدبختی داده چې د ولسواکی جمهوریت او دیموکراسی له تشو شعارونو سره سره زمونږ د هېواد په سیاست کې د مخالفت د زغملو دود شتون نه لری او واک ته درسېدلو لپاره د اخلاقو ټولې پولې نړول کیږی. په تیرو او اوسنیو ولسمشریزو ټولټاکنو کې په څرګنده توګه دا فرهنګ تر سترګو کېږی او اوس هم یو پر بل پسې سپکې سپورې او تورونه لګول څه آن هیواد د بحران خواته د کشولو ګواښونه هم روان دی.په ولسواکو نظامونو کې زغم اود بل منل یوه بنسټیز اصل ده. متاسفانه چې دغه اصل زمونږ د هېواد په سیاست کې لږ تر سترګو کېږی. نړئ له خپل جغرافیایی جوړښت څخه راپدېخوا د واکمنی بیلابیل سیستمونه او تشکیلاتی بڼی تجربه کړې دی. د مختلفو ارزونو له مخی د نورو سیستمونو په پرتله د ولسی واکمنی سیستم ملاتړ زیات ده ځکه چې د دغه نظام ستنی په ولسواکی ولاړې دی.زموږ هیواد په تیرو څو لسیزو کې د مختلفو نظامونو له تجربې وروسته اوس ولسواکی نظام تجربه کوی.انکار نه منونکئ واقعیت ده چې د امنیت د نه شتون له امله ټولو ټاکنیزو ټیمونو د امکان تر کچې په ټولټاکنو کې د بریا په موخه تقلب او درغلئ ته مخه کړې ده او متأسفانه داسې محسوسیږی چې بهرنیان هم د پیچلی او له کږلیچونو ډک ټاکنیز نظام ترویج ته د لارې هوارولو لپاره د پردې تر شا په دغو درغلیو او تقلب کې رول لری.

بدبختی داده چې دلته ټول اړخونه دهېواد ملی ارزښتونه نه پیژنی او هېوادوال مو یا د جګړو له امله په انزوا کې قرار لری، یا په ړوند تقلید باور لری او یا هم د بهرنیانو پر پیسو د جوړو شویو څو مدنی ټولنو خبرې د ملت غږ ګڼل کېږی.مونږ پوهیږو چې ولس په واقعی توګه د بدلون په تمه ده او دغه کار د مخونو په بدلون سره نه، بلکې په بنسټیزه توګه د اخلاقی کودونو، رویو او ذهنیتونو کې د بدلون له لارې تحقق مومی.متاسفانه چې د جګړی ناوړه سیوری د هیواد له دولتی تشکیلاتی جوړښت څخه نیولی بیا د اقتصادی بنسټونو تر نسکورولو پورې دومره ستر زیانونه رامنځ ته کړی چی د بیا جوړونی پروسه یی له بهرنیو مرستو څخه پرته ناشونی ده.مونږ وینو چی په هیواد کی تر جګړو ورهاخوا سیاسی احزاب او اشخاص هم په خپلو سیاسی کړنو کې د هیواد او ولس ګټو د محوریت پر ځاى د ژبنیو، قومی، سمتی، حزبی او یا هم شخصی ګټو پربنسټ هڅې کوی. داسې خلک اوس هم په واک کې د پاتې کېدو او یا هم واک ته د رسیدلو لپاره د ولسواکی نظام په وړاندی دستونځو او خنډونو په جوړولو بوخت دی، چی شعارونه د ولسواکی ورکوی. هغوى د ولسواکی نوی راټوکیدلی نیالګی ته د اوبو ورکولو پرځای د ددغه نیالګی ولې وچوی.بله بدبختی داده چې دلته حکومت او سیاستوال هېواد، او دهېواد ملی ارزښتونه نه پیژنی او هېواد وال مو یا د جګړو له امله په انزوا کې قرار لری، یا په ړوند تقلید باور لری او د بهرنیانو پر پیسو د جوړو شویو څو مدنی ټولنو خبرې د ملت غږ ګڼل کېږی.مونږ پوهیږو چې ولس یو په واقعی توګه د بدلون په تمه ده او دغه سمون او بدلون د مخونو په بدلون سره نه، بلکه د بهرنیانو په شتون کې د یو غوره بدلون تمه کیدلای شی.مونږ د اسلام د مقدس دین په چوکاټ کې په ولسواکی، سمون اوبدلون، عدالت او په نظام کې په اداری، مالی او اخلاقی فساد کې دککړو اشخاصو او زورواکانو له شتون سره په چټکه اغیزمنه او پیاوړی مبارزه باندی باور لری. د نظام له نسکوریدو څخه دفاع کوی، خو په نظام کې د سمون او بدلون په موخه مبارزه دینی او ملی فریضه او همدغه شان د ولسواکی اصل ګڼی.د هیواد اوسنیو حساسو او ترینګلو حالات ته په کتو زمونږ هیواد او ولس نور د ګدوډی، بی باوری، امنیتی اقتصادی او سیاسی بحران په وړاندی د مقاومت ټوان نه لری.له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه په جدی توګه غوښتنه کوو چې د کمیسیون د خپلواکی اصل ته په کتو د هیڅ لوری لخوا فشار او ګواښ ته سرونه ښکته نه کړی. د ټاکنو د رأیه پاڼو په شمیرلو کې له بشپړ دقت څخه کار واخلی، د پاکو او نا پاکو رایو د تفتیش او تفکیک په برخه کې خپل اسلامی قانونی او ملی مسئولیتونو ته متوجه اوسی. د لمړنیو پایلو د اعلانولو د مهالویش په تړاو له تکراری تعطیل څخه جداً ډډه وکړی. لمړنئ پایلې په خپل ټاکلی وخت اعلان او له داسې ګامونو پورته کولو څخه په جدیت سره ډډه وکړی چې پایلې یې په یقینی ډول نه د هغوى په ګټه دی نه د هیواد او نه هم د ولس له ارمانونو او غوښتنو سره سمون خوری.

همدغه شان له ټاکنیزو ټیمونو څخه جداً غواړو چې ولس او هیواد د بحران خواته له تلو څخه وژغوری. تېر تاریخ او د وروستیو لسیزو ترخو تجربو وښودله چې د تقابل او تصادم تګلارې، سیاستونه او د مټو په زور د واک تر لاسه کولو شومې پدیدې څومره ځانی ، مادی، اقتصادی او کلتوری تاوانونه دغه هېواد او ولس ته ورسول. په میلیونو افغانان د خاورو خوراک شول، میلیونونه مهاجر شول ، په لکونو میندې بورې شوې او په میلیونو معیوب ، معلول او معتاد خلک د ټولنې په اوږو بار شول. وطن په کنډوالو بدل او دیوه لوی مصیبت او ناورین په ګرداب کې د غرقېدو په حال کې شو . انسانیت کډه وکړه ، ځنګلی دستور حاکم شو .د پردیو دشیطانی افکارو او نظریاتو غوبل جوړ شو او د افغانی ویاړلی کلتور ټول منل شوی دینی، انسانی او مدنی ریښې د خارجی مداخله ګرو او داخلی زورورو د شر او فساد په چړو غوڅې شوې. څومره جوړ نظامونه مو ونړول؟څومره زیانونه مو ولیدل! خو هیڅ نظام مو جوړ نکړاى شو. د ګواښونو ژبه د مدنیت اخلاق حسنه او د رغولو ژبه نه ده. افغانستان لابراتوار هم نه ده چې هره ورځ دې د هرچا په غوښتنه د نوی حکومت، نوی نظام او نوی سیستم ازموینه وکړو. د موقت حکومت غوښتنه ظاهراً اسانه، معصومه او کاری ښکاری، خو که سنجیده او جدی وڅیړل شی، نو بیا پوهیږو چې د موقت حکومت غوښتونکی به ددغه ډول حکومت په جوړښت او ترکیب په خپل حزب او ډله کې هم سره یوه خوله نشی.د افغانستان د اساسی قانون له مخې ارګ ته د رسیدو لپاره یوازنئ لاره د ټاکنو په پله تیریږی. مګر متأسفانه یو شمیر نوماندان واک ته د رسیدلو لپاره په متبادلو لنډو مګر له قانون سره په تقابل کې لارو باندې فکر کوی. ځینې اشخاص یا ډلې چې له یو بل سره هیڅ ډول سیاسی او فکری یووالئ نه لری د موقت حکومت جوړولو ډنډوره غږوی.

موقت حکومت جوړول غیر موجه غیر منطقی او قطعاً زمونږ د ستونځو حل لاره نه بلکه په ستونځو کې د اضافه والی لامل ګرزی. زورواکانو او مافیایی کړیو ته د واک ترلاسه کولو او د ولسونو ترمنځ د بی باورى لامل ګرزى. اقتصادی، سیاسی او ټولنیزې ستونځې زیږولاى شی.مونږ د زعامت ستونځه د خپلمینځی تقابل پرځاى د خبرو مذاکرو زغم تحمل او یو بل ته تیریدل د حل لاره ګڼو. زمونږ ټاکنیز سیستم ډیرې ستونځې او نیمګړتیاوې لری او مونږ به دغه سیستم کې د پراخو بدلونونو په موخه له قانونی چینلونو څخه مبارزه پیل کړی ده، خو دا خبره هم په زغرده کوو چې د زعیم ټاکلو لپاره له ښې جګړې څخه خرابې ټاکنې په مراتبو بهترې دی.ونکی حکومت او ذیدخله نورو بنسټونو سره په ګډه د ازادو رڼو او عامو تاکنو د تر سرڅومره به ښه واى چې مشرانو د موقت حکومت د غوښتلو کمزوری منطق پرځاى له راتله کولو په موخه د بائیومیتریک سیستم، بریښنایی پیژندپاڼو کارولو، په کمیسیونونو کې د سمون او مثبت بدلون راوستلو، د نظارت پیاوړی کولو، د بندو مرکزونو پرانستلو او داسې نورو برخو کې کار وکړی تر څو په تیرو تاکنو کې بایللئ ولسی باور بیرته ترلاسه شی.د خوښئ ځاى ده چې ولس خپل دروند مسئولیت ادا کړ. اوس د سیاسی زعامت وار ده چې د ولس ځان مقروض او مدیون وګڼی. د ولسی رایو په سر له معاملو څخه ډډه وکړی، د ځان او خپل ټیم په ګټه دبیځایه بریا د اعلان پرځای دغه قانونی بنسټونو ته پریږدی چې ګټونکئ اعلان کړی.راځئ د نظام بنسټونه دومره پیاوړی کړو چې هر دښمن یې د نړولو په هکله له ګام اوچتولو څخه وړاندی سل ځله د خپلې شرمنده ماتې په اړه فکر وکړی. راځئ نړئ ته وښیو چې مونږ په دغه ګډ هیواد کې له سیاسی دښمن سره د مشترکاتو پربنسټ د دغه ګډ کور کې د ستونځو د هوارولو او د امن په فضأ د ګډ اوسیدو چل زده ده.راځئ نور نړول او نسکورول نه، بلکه رغول او سمول زده کړو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا