گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له بندڅخه د۲تنواستادانودخلاصون په اړونـــد دطــالبانو دریـــځ :
له بندڅخه د۲تنواستادانودخلاصون په اړونـــد دطــالبانو دریـــځ :

له بندڅخه د۲تنواستادانودخلاصون په اړونـــد دطــالبانو دریـــځ :

له هغه وروسته چی دافغانستان د ملی وحدت دحکومت دمشر اشرف غنی له لوری په بحرین هیواد کی د نیول شویو او د باګرام زندان د را وړل شویو طالبانو هریوه انس حقانی او حافظ رشید عمری او حاجی مالی خان چه په خوست کی پخوا دعملیاتو په ترځ کی نیول شوی ؤ  د خلاصون فرمان ولوستل شو نو طمع وه چی طالبان به اوربند اعلان او له حکومت سره به د سولی په نوم مذاکرات پیل کړی خو داسی ونه شول او د بندیانو تبادله له خنډ سره مخامخ شوه ، طالبانو استدلال کاوه چی که موږ له حکومت سره مذاکرات پیل کوو نوکیدای شی  د اوربند خبره دیوه جلا فاکتور په توګه تر بحث لاندی ونیول شی نه داسی چی  ناسته ترسره نه شی او باید اوربند اعلان کړو .

تردی چی داسی ګنګوسی خپری شوی چی ګنی بندیان بیرته د باګرام زندان ته انتقال شول او معامله نا کامه شوه خو  وروسته له ډیرو دیپلوماتیکو هلو ځلو او د قطر هیواد د امیر او بهرنیو چارو دوزیر په هلو ځلو مذاکرات لومړی او اوربند وروسته له خبرو اترو پریکړه وشوه چی له بند څخه د آزاد شویو بندیانو هریوه انس حقانی چی څومیاشتی ړومبی د باګرام زندان څخه خوشی ؤ له دوه تنو نورو حافظ رشید او حاجی مالی خان سره چی درئیس غنی له لوری یی دخلاصون فرمان ویل شوی ؤدوه تنه په کابل کی دامریکائی پوهنتون له استادانو سره تبادله کړی.ترڅو له حکومت سره دنیغ په نیغه مذاکراتو لپاره لارهواره شی . نو ځکه خو نن د سه شنبی په ورځ د ۲۰۱۹ کال د نومبرپه ۱۹ مه چی د ۱۳۹۸ کال د لړم یا (عقرب ) د ۲۸ نیټی سره سمون خوری طالبانو د یوی اعلامیی په خپرولو دغه کار یو مثبت ګام وګاڼه او د قطر هیواد له امیر او بهرنیو چارو له وزیر څخه یی مننه وکړه .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا