گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زه څنګه محمــد علــی شــوم؟
زه څنګه محمــد علــی شــوم؟

زه څنګه محمــد علــی شــوم؟

دنړى د وتلى بکسر محمد علی دژوند دردناکه قیصه !
په کوچنیوالی کې زه یو ‌‌‌‌‌‌ډیر عجیب هلک وم، ما غوښتل چه په دنیا کې ډیر څه وپیژنم، زه کلیسا ته لاړم، هلته هم زه عجیبه غوندې وم.رستورانت ته لاړم چې دلته تور پوستو ته اجازه د خوراک نه وه، نو زه چې کله راغلم د سرو زرو مډال ‌لرونکى نړیوال قهرمان وم، ما فکر کاوه چه هر څه سم دی، خو داسې نه وه، زه یې د رستورانت څخه وشړلم، د خوراک اجازه یې رانکړه، زه د امریکا لپاره جنګیدم خو دلته په رستورانت کې چا د خوراک اجازه نه راکوله نو زه ‌‌‌‌‌‌ډیر خفه شوم ولارم ، مډال ‌می هم ګوزار کړ.د حضرت محمد ( ص ) په باره کې مې لږ څه اوریدلی وو او دا مې هم اوریدلی وو چې په اسلام کې تبعیض نشته،

راغلم د مسلمانانو جماعت ته، بوټان مې د پښو لیرې کړل، ‌‌‌‌‌‌ډیر غمګین جماعت ته داخل شوم، هلته ټول ارام ناست وو د جماعت لمونځ لپاره په انتظار وو، ما ټولو ته کتل،باور مې نه راتللو چې څه مې په سترګو لیدل، تورپوستو د سپین پوستو سره خبرې کولې، سره خندل یې، لمونځ یې سره یو ځای وکړو، زه خوشبخته شوم ددوۍ په لیدو، ما ولیدو سپین چې تور ته ورغاړې شو دا زما لپاره حیرانونکې پیښه وه په خپل ژوند کې، ددوۍ په لیدو ما یو بل رقم احساس د ژوند وکړه، نږدې وو چې وژاړم ددوۍ په لیدو، د جماعت امام راغی، ما سره ېې روغبړ و کړه او را ته یې وویل چې اول ځل دی چې دلته دې ګورم ،ما ورته وویل چې هو،خوغواړم چې اسلام قبول کړم، امام راته وویل چې ولی نه،خودجماعت لمانځه څخه وروسته د لمانځه څخه یې ماته غږ کړه او د شهادت کلمه یې راباندې تکرار کړه‌، , ټولو د الله اکبر نارې کړې، ما فکر نه کاوه چې زه به دومره ‌‌‌‌‌‌ډیر وژاړم حتی ملا راسره وژړل، زه یې په غیږه کې ونیوم او مبارکی یې راکړه او د محمد علی نوم مې ځان ته کیښود، ما ځان ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړ احساس کړه نسبت قهرمان د جهان ته،. ما حتی نه دی ژړلی چې قهرمان د جهان شوم، نو ما وژړل چې کله مسلمان شوم، زه اوس یو مسلمان یم نسبت یو بوکسر ته.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا