گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دونالــد ترومپ او له طالبانوسره دسولی دنوی لوظنامی پرمسوده کار
دونالــد ترومپ او له طالبانوسره دسولی دنوی لوظنامی پرمسوده کار

دونالــد ترومپ او له طالبانوسره دسولی دنوی لوظنامی پرمسوده کار

که څه هم په افغانستان کی هغه دچا په قول چه جګړه لیونۍ شوی او د هیواد د هر وګړی له  ککرۍ دباروتوبوی را پورته کیږی گرانه به وی چی یوی یا څوډلو ته په باج ورکولو به جګړه پای ته ورسیږی او په ګران افغانستان کی به بشپړ امنیت ټینګ شی ، دافغان طالبانو سره د جوړ جاړی  خبری اتری د په ټپه دریدو وروسته چی د امریکا د ؤلس مشر دوالد ترومپ د یوه ټویټری پیغام ښکار شوی  ددی ترڅنګ دامریکا ولس مشر له هغی  پټی  استخباراتی ناستی هم پرده پورته کړه چی ویل کیدل دطالبانود مشرانو او دکابل د ادارۍ د مشرمحمد اشرف غنی ترمینځ به د هم هغه یکشنبی په ورځ دامریکا د متحده ایالاتو په  کمپ دیوید کی تر سره کیدی اود ولسمشر ترومپ په امر تر یوی ناڅرګندی مودی پوری وځنډیدې .که څه هم هغه مهال چی له طالبانوسره دامریکا مذاکرات د چی د امریکایی افغان ټباره استازی زلمی خلیلزاد له لوری ټولی د نهو دورونو په ترځ کی پرمخ بیول کیدی ټول هک او حیران کړل خو د امریکا ؤلس مشرددغه ټویټری فرمان ترنورو واړو پر زلمی خلیلزاد لوی اثر واچؤو خو دطالب جنګیالیو خواخوږو او اوسیمه ائیز ملاتړو د امریکا او طالبانو ترمینځ د بیا خبرو اترو دپیل کیدو غوښتنه کوله چی په پای کی له امریکا څخه خپریدونکی  فاکس نیوز تلویزونی  چینل د فاکس اینډ فرینډز Fox News Channel Fox and Friends     خپرونی سره په یوه تلفنی مرکه کی وویل چی : 

 موږ به ډیر ژر له طالب جنګیالیو سره مذاکرات له سره پیل کړو . تیر ځل ما ځکه د مذاکراتو د دریدو امر ورکړ چی طالبانو په ډیره سپین سترګی زموږ دیوه افسر په ګډون ۱۲ تنه بی ګناه وګړی ووژل . موږ په همدی موخه پریوه نوی پلان او اجندا کار پیل کړی دی. دچارو کتونکی وایی چی په افغانستان کی څلویښت کلنه خونړی جګړه ددی سبب شوی ده چی افغانستان دباروتو پر یوه انبار واړوی او یوی یا څوډلو ټپلو ته په باج ورکولو به په افغانستان کی سوله رامینځ ته نه شی .خوددی ترڅنګ لا دا هم جوته نه ده چی آیا له طالبانو سره د مذاکرات به د افغان ټباره استازی زلمی خلیلزاد لخوا پر مخ بیولای شی او که دزلمی خلیلزاد پر ځای به بل کوم څوګ چارواکۍ ګمارل کیږی ؟ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا