سـولې مـولې نـه شــتـه، پـاچـــاهـی غواړی
ګـران افــغــانــســتـان تـه، تــبـاهــی غواړی
تور پــنــجــاب، لاسپوڅی، یو ځای کړی دی
واک واړه، خـپـل ځـان تـه، تسـلـیمی غواړی
واک چې ټـول د دوی شـی؟ نو به سوله وی
بـې لــه دې، هــیـواد کې، بې نـظـمی غواړی
خـــپـــل ځان تـه، نـظـام جـمـهـوری غواړی
مـــوږ تـه، امـــــــارت اســــــلامــــی غواړی
ځـان تـه د هــنــدوانـو، دوسـتی ښه بــولـی
مــوږ تـه د هــــنــدوانـو، دښــمــنــی غواړی
دا د تـــور پـــنـــجـــاب، اســـلام پـالــنـه ده
ټـول افــغــان مــلـت تـه، نـا امــنــی غواړی
نــن چـې افــغــانـان، یـوڅـه پـوه شوی دی
نـه تـور پــنــجــابـیـان، نـه یې یاری غواړی
ښـکاری، نـړیـوال سـولـې تـه، ژمــن نه دی
ګران افـغـانـسـتان کې، جنګ جاری غواړی