گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دژونـد ســـاحل او مـــراحل !
دژونـد ســـاحل او مـــراحل !

دژونـد ســـاحل او مـــراحل !

د غوره کوونکی یادونه :سلام اودرناوی معززو خویندو وروڼو افغانانو! نن می بیا وروسته له یوې مودې دلوی استاد ( استاد خادم بابا ) دیو ټولنیز اثر څخه دا عنوان ( دژوند مراحل) را غوره کړی په ادبی مینه یی درسره شریکوم هیله ده چی عنوان مو خوښ اوله دوستانو سره یی شریک کړی لوستل یی ګټوراوپه زړه بوری دی . په مینه اودرنښت

دحیات د طبیعی سائق په لار ښودنه زما په زړه کښې دا شوق بیدا شو، چی زه (( لوی شم )) مالیدل چی دعلم خاوندان به به محافلو او جرګو کښې کښناستل ، خلکو به ددوی لاسونه ښکلول ، او د دوی په پله به تلل اوخکه چې دقدرت د ډیرو اسرارو عقدو د انحلال ما دعلم به لاس کښې ګاڼه ، نو شبه او ورځ می په ځان یوه کړه ، لوږو ، تندو اوستومانتیا ته می ونه کاته او دعلم دتحصیل پسی می هر ډول زحمتونه په سرو اخیستل .

قدرت ما سره مرسته کړی وه چی د روغو اوجوړو والدینو په غیږ کی لوی شوی وم ، علم او دهوشیارو خواخوږو پالفونکو هدایت زما صحت ته ترقی ورکړه . ځکه چې زه دفطرت په قوانینو برابر چلیدم . کوم وخت چی زه د اشیاؤ په فلسفه نه پوهیدم نو هم د فلسفی دمقتضی سره سم روان وم .اوس ما سره دا مینه پیداشوه چی (( څه په هغه علم چی دولت ورسره نه وی )) د دولت دګټی پسې می ملا وتړله ، په کار نه شرمیدم ا وله زیاره نه ډاریدم ، په ګټه، لګښت ا وبچت کی می توازن قائم کړ ا ود پیسو دزیاتولو چاری می وپیژندی ، آخر په ما دې عشق دومره غلبه وکړه چی دولت می هرڅه وګاڼه او دهرڅه په مقابل کی می دولت ته ترجیح ورکړه .ومی کاته چی د آسمان دروازې ا ودځمکې خزانې ماته ټولې بیرته دی ا وله هرې خوا دولتونه او نعمتونه را روان دی ، یوه می دوه کیږی او دوه لس کیږی ، اولس می په سلو بدلږی . بخت می ویښ دی چی په چپه یی اچوم په راسته لویږی !خلک ماته منقاد دی ، زما صفت او مداحې کوی . شاعران ماته قصیدې جوړوی او ادیبان می د حاتم ا وپسرلی د درافشانی وریځې په کنایو ا واستعارو ستایی . د دښمنانو اوبدخواهانو خولې د دولت په څپیړه ماتی کړی دی ، دعیش وعشرت ناوی زما پښې مچوی او دعظمت اول آس زما دسپرلۍ دباره ملا ټیټه نیولی ده !له قالینواو پشمینو په فرشونوناست یم مخی ته می رنګارنګ چوکې او میزونه ایښې دی چی نوی او نظر فریبه شیان پری پراته دی .

دنمر طلایی وړانګې دباغ دجګو ونودڅوکو له مینځه چی دشمال په چلیدو دناز جنبش کوی، را تیری شوی دعمارت له ښیښو رالویدل په فرش رقص کوی ، لاله رویان اوسیمین بدنان زما په مخ کښې ګرځی .چا راته دبیرون نه دملاقات دخواهش مندانو ټکسونه را وړی ا ودچا په لاس کی دشب نشینې ددعوت لفافی دی ، زه ددغو سره خاندم او ټوکی کوم !ښځی می دشا لخوا په اوږو لاسونه ایښې دی ؟ ا وزامن ا ولوڼه می په غیږ دراختلو کوشش کوی .او یوتربله منګولی ورکوی . زه ناست یم وایم : هو، ماته دلویې څلور واړه اجزأ « صحت دولت علم اوشهرت » حاصل دی . زما په لاس کی بلورینه  پیاله ده چی له سرو اوبو ډکه ده ، زه دا اوبه څښم خو خوند نه راکوی . زه نه پوهیږم چی د ا زلال دی او که جګرخون ! ماته دا شبهه پیدا شوه چی دابه وینې وی . زما زړه ښکته وښویده . ما ویل چی ګوندی زما سینه تشته ده ما په خپله سینه لاس وواهه احساس می کاوه چی زړه پکښې نشته . ما ته وای سیده چی زما ماڼئ دخلکو په سرونو ولاړه ده دغه دزیب اوزینت مناظر راته خیالی تصاویر ښکاره شول ، دهری تیګې ا وخښتې نه دکونډو ا ویتیمانو ږغ راته !زه پوه شوم چې دغه ټول ما دزړ په عوض حاصل کړی دی (( هغه زړه چی د قیمت یی جوهر نشته )) ما ته دا ټول عبث ښکاره شول ما د خپل ګران زړه پسی د اوښکو مرغلری تویی کړی . پیاله می له سره تاوه کړه اوپه مخامخ ښیښومی وویشته دهغی په ترنګ لکه ویده چی وم را ویښ شوم اوکتل می چی په بله دنیا کی یم .

کابل – ۱۳۲۴

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا