گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هرچاخپله بـــرخه وران کـــړې !
هرچاخپله بـــرخه وران کـــړې !

هرچاخپله بـــرخه وران کـــړې !

تـنـظـیـمـی مــشــرانــو چــور، دا ګران هیواد کړ

پـه هـــیــواد کې یـې پــــراخ، شــر او فـسـاد کړ

اوس یــې ګـــورئ پـه عــمــل کې، ګرانو ورونو!

چې دوی څــوک وو، څـه لـپـاره یـې جـهـاد کړ؟

جــــهــــاد نـــه ؤ، د پــیـــســـو لـــپـاره جـنـګ ؤ

هـــر یــوه ځــان تــه غــښــتــلـی، اقــتـصـاد کړ                                                                                هـــغـــه وخت، روس کې شخصی مـلـکیت نه ؤ

ګــران هــیــواد یې امــریـکـاتـه، پــېـشـنــهـاد کړ

امــریــکــا، مــجــاهــدیــن، ســره یو لاس شــول

ګـــران وطـــــن یـې، لـــه روســـانــو نــه آزاد کړ

تـور پـنـجـاب، پــه تــوره لــوبـه کې، راګـیر کـړو

هـر افــغــان یې اوس، پـه شـر فـساد مـعـتاد کړ

افــغــانـان، خـو ډېـر سـپــیـڅـلـی مـسـلـمـان وو

پــه لــوی لاس مــو خپل وطـن، تــبـاه بـربـاد کړ

یــوکـافـــر لاړ، د دنـیـا ټـــول کـــفـــار، راغـــلــل

پـه دې کار یـې د پــنــجــاب، زړګـوتـکی ښـاد کړ

د خـــلقـــیـــانـو، پـــرچـمـیـانو، سَت هـم نه کړم

دې وژنــو تـه، خــو دوی جــوړ، دا بـــنـــیـــاد کړ

دوی ویــل چــې: مــوږ د خــلـکـو خـدمـتـګـار یو

خــپــلــو خـلکـو ته دوی، کـوم یـو ځـای آبـاد کړ؟

لـویه خـدایه!!!څوک تائید کړم او څوک رد کړم؟

مـــا پـه خــپـــلــه دا جنجال، ځـان ته ایجـاد کړ

اې وطـــنـــه! هـــرچـــا خـپـلـه برخه وران کړې!

افـــغـــانــانــو تــه هــر چا، ځــان جـوړ جـلاد ک

غـــلامــــان د امـــریـــکــا، روس او پـنـجـاب یو

غـــلامــۍ کـې چــا پــوره، دا خــپــل مُــراد کړ؟

خوش باوره افغانان یو، خدای(ج) دې خیر کړی

پـه هـــر چـــا مـــو ډېـر بـاور او اعــتــمـــاد کړ

اوس لـــه خـــپــلــه لاســه، ســوی یـو چې ژاړو

ځـان مـو غـرق، تـبـاه بـربـاد، خـوار مـو اولاد کړ

خــفــاظــت مـو، د « وطـن مـور » هــم، ونـه کړ

نـه مــو ګـــران وطــن نـړۍ کې، پـه ښــو یاد کړ

مـلامــت یـــو، مــلامــت یـــو، مــلامــت یـــو!!!

نــه مـــو جـوړ خـلـکـو، وطـن تـه، ســم نـهـاد کړ

نـــوی چـــل د امـــریــکــا او پــنــجــاب ګورئ!!!

یــــو ځــل بـــیـا، نــمــایــنــده یې، خـلـیـلـزاد کړ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا