گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هم یی مړه کړو هم یی پړه !
هم یی مړه کړو هم یی پړه !

هم یی مړه کړو هم یی پړه !

زمونږ ډیرى سیاستوال په ځانګړې توګه حاکمه ډله د خپلو دفترونو رنګ، روغن، میز او چوکئ، کوچونه او فرش د کویت، قطر، دوبئ او بحرین د امیرانو په شان، په دیوالو باندې لګیدلی انځورونه د خپل ذوق سره سم لکه د انځوریزې ګالری په شان، دریشی، بوټونه، نیکټایی د مایکل جکسن غونډې، د کاری میز ترشا ننداره ایز کتابتون د کوم پروفیسور او فیلسوف غونډې، باډی ګاردان د ټرمپ د ګاردانو په شان تورې سترګئ ګوته په ماشه، د موټرانو کتارونه د سعودی د پاچا غوندې او میک اپ د کومې شهزادګئ غونډې کوی، خو لاهم نه پوهېږی چې هغوى د لوړې کچې تر ټولو ناکام سیاستوال، د یوه فقیر هیواد په فساد کې ککړ واکمن دی چې ۵۴% ولس یې د فقر له پولې لاندې ژوند کوی. دغه سیاستوال لاهم فکر کوی چې سترواله او ویاړونه په لوکس موټرونو مودرن دفترونو، انځورونو، کوچونو، کتابخانو، قیمتی فرشونو کې نغښتئ ده،چې هغه یې هم له نړیوالو څخه د ولسی اړتیاو د کچې د ښکته کولو په نوم په خیرات کې ترلاسه کړی دی. دغه ډول ځینې مشرانو ته د خپلو چاپلوسانو لخوا ویل کېږی چې ولس ټول نر او ښځې د واک په ګدئ باندې ستاسو کیناستلو ته شیبې حسابوی. ملت په ټاکنو کې ۹۹%سلنه رأیه ستاسو په حق کې وکاروله خو متآسفانه چې ستاسو رقیب نوماند د تخطی تقلب او درغلئ له امله ستاسو لخوا ګټل شوې بریا د خپل ځان په ګټه حساب کړه. هله نورې پیسې راکړه چې ستاسو بریا بیرته خپله کړو. ځینې نورو ته ویل کېږی چې ځوانان او ښځې د هیواد محکوم مجبور او مظلوم قشرونه دی. په شعارونو او احساساتی خبرو ښه غولیږی. په دغه نوم او د دغو قشرونو د حقونو د خوندیتوب په نوم هم دغه قشر غولیږی او هم دهغوی لویدیزوال انډیوالان دوکه کیداى شی.مونږ ولسی خلک دواړه خواوې پیژنو، خو غږ نشو کولاى او یا هم ددې لپاره غږ نه کوو چې زمونږ په آند زمونږ غږ نه اوریدل کیږی. د داسې غټانو ایمانونه نیمګړی او وجدانونه یقیناً ویده دی، خو چاپلوسانو ور څخه حلقه تاو کړې او نه پریږدی چې څوک د هغوى ویده وجدانونه د ویښولو هڅه وکړی او یا هم په زغرده ورته ووایی چې سیاسی بریا د ولس په غولولو، دوکه کولو او په جګړو کې په وژلو نه، بلکه د هغوى د دردونو او ستونځو په کمولو او هغوى ته د سوکاله ژوند په برابرولو کې نغښتئ ده.دغو مشرانو هغه مورکئ نه ده لیدلې چې دوه زامن یې په بمبارد کې وژل شوی او د کابل په ایمرجنسی روغتون کې تر سختو جراحی عملیاتو لاندې د پراته ایکی یوه زوى د سر د خوندیتوب دعا یې په عمومی سرک باندی له تلونکو لارویانو څخه غوښته. د هوا او هوس دغو مجنونانو د هغې خورکئ آهونه او ساندې نه دی اوریدلې او یا یې هم اوریدل نه غواړی چا چې په روژه کې د اختر د کالیو د راوړلو په تمه د ورور د راتلو لاره څارله. کله به یې دروازې او کله هم کړکئ ته منډه کوله، خو کور ته یې په انتحاری برید کې د ورور ټوټه شوئ جسد راوړل شو! هغوى هغه تور سرې خورکئ هم نه ده لیدلی چې د شاه شهید په انفجار کې یې خاوند او دوه بچیان وژل شوی، کور یې کنډواله شوئ او د کنډواله کور په خاورو ناسته د هغې پرښتې انتظار کاوه چې کور ته یې د پناه ورکولو په موخه بوزی؟

هغوى د هغه ځوان د نیمګړیو او نیمه خوا ارمانونو په هکله کله هم فکر نه ده کړئ چا چې د روانې بدمرغه جګړې په سنګر کې د ژوند په اخری شیبو کې د خپل مرګ په تړاو اندیښنه نه درلوده، خو خپلې میرمنې ته اندېښمن وه او ورته په تلیفون کې د خپل عزت او عفت ساتلو وصیت کوی. هغوى کله هم کومې هدیرې ته سر نه ده ورښکاره کړئ تر څو په خپلو غټو غټو سترګو ووینی چې په هدیره کې ولې ډیرى وژل شوی خلک ځوانان دی؟هغوى د کابل عسکری څلور بستریز روغتون ته تلل راتلل لری، خو کله هم په روانه جګړه کې د هیواد د ځوانانو د بیځایه وژل کېدو د لاملونو په تړاو فکر نه کوی، چې دغه ځوانان مو ولې وژل کیږی؟هغوى د کابل په لارو کوڅو ګلدانونو او پلونو لاندې پراته هغه ځوانان نه دی لیدلی چې د جګړو فقر، بیکارئ او کورنیو ستونځو له امله یې نشو ته مخه کړی او د اکثرو په نشه یی توکو اخته شویو ځوانانو فامیلونه بی سرپرسته پاتې دی.

د مشرانو تر شاوخوا راتاو درباریانو چاپلوسانو او غوړه مالانو کې داسې څوک نشته چې دغه ویده مشران پوه کړی چې د ښځو او ځوانانو حقونه ورکول دا نه دی چې څو کسه غوړې پړې تنکئ پنکئ ښایستوکی، د غرب په سرخی او پوډرو ککړې ښځې او څو کسه نور له اخلاقو او عقیدې څخه عاری، له افغانی دودنو او ملی ارزښتونو څخه ناخبر غرب مزاجه ځوانان په لوړو پوستونو باندی وګمارل شی، نو د ښځو او ځوانانو حقونه به خوندی شی. که د ښځو او ځوانانو د حقونو په خوندیتوب یې باور درلودلاى، نو دغه روانه بدمرغه جګړه به یې ختمه او هیواد ته به یې د سولې د راوستلو لپاره قربانی ورکړې وای، چی نور مو په دغه جګړه کې د هیڅ ځوان ارمانونه نیمګړی نه پاتې کیداى. د هیڅ یوې مورکئ د زړه ټوټه د جګړې د لمبو د سون توکئ نه کیدلاى او د هیڅ خورکئ د اوربل ګل د روانې جګړې له امله نه رژیداى. زمونږ ستونځې بهرنی لاملونه لری، خو مونږ هم د خپلو پراخو ستونځو د مسئولیت دروند بار ته اوږه ورکړې ده. مونږ هم هر لوری، هر سیاسی او غیر سیاسی بهیر د هیواد او ولس په تړاو له خپلو دینی او ملی څخه په یوه او بله بانه ځانونه خلاصوو. زمونږ په هیواد کې کمونیزم زمونږ کمونستانو نیست او نابود کړ، جهاد مو ځینو جهادی مشرانو د واک په سر د جګړو له امله بدنام کړ، اسلام هغو خلکو ولس او نړئ ته د تاوتریخوالی دین وروپیژانده چا چې د داسلامی نظام د پلئ کولو لپاره د مبارزې دعوه کوله او د تنکئ وارداتی دیموکراسی بنسټونه د دیموکراسی د دښمنانو لخوا نه، بلکې په لوړو پوستونو باندې ناستو هغو تنکیو دیموکراتو چارواکو لخوا وران او دغه تازه وارد شوې پروسه د ولسونو ترمنځ د بی باوری او ملنډو وړ شوه څوک چې په اخلاقی، اداری او مالی فساد کې تر ستونی پورې ککړ دی.راځئ په خپلو او پردیو باندې د سمون او بدلون لپاره فشار راوړو. راځئ چې د هوا او هوس هغه مجنونان راویښ کړو چې نه معیارونه لری او نه هم ستاندردونه لری. د دین او وطن نوم یې واک ته د رسیدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره وکاراوه.پرون یې افغان بچیان د وطن او دین دښمن په نوم په یو او بل ووژل او نن ورسره د ایتلافونو جوړولو لپاره ورته جرګې ورلیږی. پرون یې دواک لپاره کابل کنډواله کړ او نن ورسره ایتلافونه جوړوی.مونږ د افغانانو ترمنځ د یووالی او د مشترکاتو په بنسټ خپلمنځی اختلافاتو ختمولو سخت پلوی یو، خو د واک او شخصی ګټو لپاره له پرونى دښمن سره په سپیڅلو نومونو ایتلافونه جوړول د ولس په سترګو کې د اغزی اچول ګڼو او دغه ناوړه کړنې د هیواد ولس، دینی مقدساتو او ملی ارزښتونو سره جفأ بولو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا