گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بـابــا را پـــاڅیـــږه له خـــوبـــه چـــی وطـــن تبــــاه شــــو !
بـابــا را پـــاڅیـــږه له خـــوبـــه     چـــی وطـــن  تبــــاه شــــو  !

بـابــا را پـــاڅیـــږه له خـــوبـــه چـــی وطـــن تبــــاه شــــو !

دا دی نن بیا وروسته له یو ځنډ خپل یولنډ نظـــم چی د( آسمـــانی غږ) څخه چی عنــوان یی دی ( خادم بابا ته) درسره شریکوم په ادبی مینه یی ولولئ او ادبی خوند تری واخلئ . 

بابا د ستا د تاریخونو وطن وران ګورم

ستا آباد شوی ګل ګلزار وطن تالان ګورم

هلته عرب و پاکستان او سعودی جنګیږی

هم د روسانو ، ایرانیانو ګوډاګیان ګورم

ستا دملت په ناموس داسی تجاوز رولن دی

دهرې خوا دغلیمانو نن بحران ګورم

ولس په غیږ کښې ګرځوی دخپل بچو سرونه

وطن په وینو سوردی قتلستان ګورم

کورونه چورشول ، پوهنتون او مکتبونه وران دی

هلته ! نن ټول داړماران ټیکداران ګورم

هم یې تاجک هم هزاره ، هم یې پښتون او ازبک

قتل او لوټ شول د ظالمو لوی کاروان ګورم

بابا را پاڅیږه له خوبه چی هیواد تباه شو

هلته ! دروس ، پنجاب ، ایران ډیرغلامان ګورم

بابا ته ووایه ! ولس ته چی وطن وګټی

هلته ! جامه دمسلمان کښې شیطانان ګورم

بابا ! زه بیا ستا دبچیانو لوی غورځنګ غواړم

چی ټول یو موڼۍ شی دښمن تالان تالان ګورم

____________

یادونه : پورته څو ګډې وډې کرښې د ۲۰۰۱ کال د مۍ د میاشتی په اومه نیټه لیکل شوی وی او دا دې له تاسی درندو دوستانو سره یی شریکوم .

په ادبی مینه

دخپل ولس او هیواد یوه کوچنې خدمتګاره .

نیټه : د دسمبراتمه ۲۰۱۶ ـ سکاربرو ـ آنتاریو ـ کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا