گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » قاضی وقاد:دحزب اسلامی دزغم تنګی دروازی وی او زموږغټی تنی
قاضی وقاد:دحزب اسلامی دزغم تنګی دروازی وی او زموږغټی تنی

قاضی وقاد:دحزب اسلامی دزغم تنګی دروازی وی او زموږغټی تنی

حزب اسلامی چې د افغانستان یو له پخوانیو جهادی ګوندونو او ډلو څخه دی او نږدې په ټول هېواد کې پلویان لری، په دې وروستیو کې یې ګڼو مهمو مشرانو ترې لارې بېلې کړې دی.څو کاله مخکې د دغه ګوند مهم غړی وحیدالله سباوون، عبدالهادی ارغندیوال، انجنیر محمد خان اوځینو نورو ترې لارې جلا کړې وې اوجلا ګوندونه یې جوړ کړی وو.له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې عکسونه خپرېږی

چې د حزب اسلامی ګڼ شمېرنورومهموغړوهم دیوې ناستې په ترڅ کې له حکمتیاره دلارې بېلولوپه اړه مشورې کړې دی.په دغه عکس کې د ګوند مهم غړی مولوی سرفرازاوقاضی محمد امین وقاد پاس د مشرتابه پر څوکیو ناست دی،

په پارلمانی چارو کې د دولت  وزیر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر غلام فاروق وردګ چی ویل کیږی له اسلامی حزب څخه د جلاوالی  پریکړه دده په خپل کور کی نیول شویده په داسی حال کی  خبرې کوی چی په خپله ولاړدی او د کوم مطلب په تړآړؤ خبری او وینا کوی .ددغه ناستی یوه ګډونوال ښاغلی قاضی محمد امین وقاد له کابل نیوز تلویزیونی چینل سره په خبروکی وویل چی :داد هغه جهادی ، سیاسی او قومی مطرحو مشرانو چی په خپلو ولایتونو ، قومونو او سیمو کی تأثیر ګذار دی د هغوی یوه ټولنه ده چی غواړی چی د افغانستان د سولی په پروسه کی دغه روان دانتخاباتو کړکیچونو کی ددی ملت دستونزو او مشکلاتو په تشخیص او هغی مربوطه مراجعو سره په مطرح کولو کی یوکردار ادا کړی . موږ هیڅکله هم  داکار نه کولو چی مستقیمأ د حزب تر نامه لاندی یو انشعابی حرکت وکړو

که دا کار کیدلی شوای چی د حزب اسلامی خپل سابقه داره او حقداره مطرح شخصیتونه په خپله خوا کی منلی شوای دا دروازه دومره تنګه نه وای نو دا کار به نه کیده خو هلته دروازی ډیری تنګی دی او ددغسی شخصیتونو د منلو او دوی ته دفرصت ورکولو دا چانس نه لیدل کیده . دمحترم قاضی محمد امین وقاد ددغه څرګندونو یه غبرګون کی د ګلبدین حکمتیار د اسلامی حزب د مشرتابه شوری یوه غړی  همایون جریر وویل چی یوشمیر مخور شخصیتونه چی په یاد لست کی یی نومونه ښکاری داپه کلی ډول یوه دروغجنه افواه ده . هغوی تراوسه هم له حزب سره همکاری کوی  په دی اړه ټول راپورونه ردوی. کیدای شی دوی په خپله هم له تاسو سره مرکی ترسره کړی خو یو شمیر هغه کسان چی په تصویر کی لیدلای شی یوشمیر زیات یی کالونه ، کالونه وړاندی له حزب سره اړیکی نلری دا کومه نوی خبره نه ده کولای شم تاسو ته یی نومونه هم واخلم هغوی خورا د شهرت لرونکی څیرې دی ….دغه راز ویل کېـږی چې د ولسی جرګې پخوانى رییس عبدالرووف ابراهیمی، پخوانى والی جمعه خان همدرد، اکبر بارکزی، د میدان وردګو والی مظفرالدین یمین او یو شمېر نور مهم کسان هم په دې نوې ډله کې شامل دی. د چارو څارونکی واېی چی رښتیا هم داکومه نوی خبره نده او له ګوندونو او احزابو سره چی له کوم ځانګړی پروګرام د نه درلودو په وجه د مالی او نورو رازرازلاملونو له مخی هره ورځ خپل دریځ اړوی او هان داسی راپورونه هم موجود دی چی  یو کس د حزب اسلامی په ګډون د څو مافیاېی کړیو سره دیوالی ټټر وهلی او په ټولنه کی ګرځی را ګرځی .یعنی په یوه ځای کی یی خپل څادر ، په بله ډله کی بوټان ، او چیرته هم خپله کٌرتی په تعهد کی ایښی ده . دا دهغه بی هدفه سیاست آثاراوعوارض دی چی ژوند یی د نوروڅخه په مرستو او ګدایۍ تیریږی .خواصلی خبره داده چی یوحزب اویوه ډله هغه مهال بریالی بللی شی چی داولسونو اوپرګنود ورځنیو ستونزو د حل لپاره  له کرکی اوخشونت پرته له نورو سره په ګډه پرټولنیزه همکاری او زغم ولاړه دلاری د نقشی درلودونکی وی چی له بده مرغه زموږپه جګړه ځپلی هیواد کی داټول ارزشونه د ځان غوښتنی او دیکتاتورانه مزاج په پښو کی  ذبح شوی دی ….

  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا