گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زموږهیواداودسیاستوالو ځانځانی!
زموږهیواداودسیاستوالو ځانځانی!

زموږهیواداودسیاستوالو ځانځانی!

ولس له ډیر وخت څخه راپدېخوا د هغې نیکمرغه ورځې لیدو ته د انتظار شېبې حسابوی چې زمونږ په هیواد کې سیاسی واک ته د رسیدلو لاره یوازې ولس ته د مراجعې پر بنسټ وی، خو متآسفانه چې زمونږ د ډیرى سیاستوالو فکری استقامتونه د واک ترلاسه کولو د حرص له امله لاهم د پوخوالی هغې کچې ته نه دی رسېدلی چې د ولسی ارمانونو پوره کولو ته تیار شى.ځینې سیاستوال د خپل فطرت له مخې په سیاست کې د بریا ترلاسه کولو په موخه په توطیو او دسیسو جوړولو باور لری.

دغه ډول خلک ظاهراً د پاکو، سپیڅلیو، او غولونکو شعارونو او دریزونو درلودلو په مرسته خپل اعمال توجیه کوی.د دغه ډول خلکو لرلید محدود او تر ډېره بریده د هغوى پر ځانونو را څرخیږی. د شکونو، ویرې، خوف او خیالاتو په نړئ کې ژوند کوی. دغه خلک فکر کوی چې افغانستان له هغوى پرته نیمګړئ ده او یوازې هغوى د ددغه هېواد لپاره د پرمختګونو او بریاو پلانونه جوړولاى او د عمل په ډګر کې پیاده کولاى شی. لنډه دا چې زمونږ ځینې سیاستوال د انارشی په وایروس ککړ شوی دی، هره هغه هڅه او پروګرام نه منی چې هغوى په کې نه وی. هغوی ښه پوهېږی که چېرته نظام، دولت او دولتی اډانه جوړیږى، نو هغوى تاوان کوی او خیالی شان او شوکت یې ورسره ځمکې ته را لوېږی.

متاسفانه کله د یرغلګرو او کله هم د همدغو خلکو د فکری استقامتونو له له تېرو لسیزو راپدیخوا مونږ په ورانونکی ویجاړوونکی او وینې تویونکې بدمرغه جګړه کې لتاړ یو، خو نړئ په دغه موده کې دومره بدلون موندلئ چې په تېرو دریو پېړیو کې یې نه و لیدلئ. نړئ تر بل هر وخت ځواکمنه شوې، بډایه شوې، اسوده شوې او سره نږدې شوې. د خلکو په ژوند کې تر بل هر وخت ډېر مثبت بدلون راغلئ ده، خو د دریمې نړئ کمځواکه، له ملی او سیاسی قیادت څخه محروم هېوادونه لا هم له لوږی، بې عدالتیو او جګړو سره لاس او ګرېوان دی.بدبختی داده چې افغانستان د هغو بدمرغه هېوادونو له جملې څخه شمیرل کیږې، چې نه یوازې خلک یې کله له لوږې، کله له پردیو یرغلونو او کله هم له کورنئ پیچلې مبهمې جګړې سره لاس او ګریوان دی، بلکه فساد، زورواکی او بې عدالتی هم پکې اوج ته رسېدلې. کمزوری، پاشلی او په پردیو مرستو ولاړ حکومتونه، فاسد چارواکی او ناانډوله بهرنئ او کورنئ تګلارې د دغه هېواد د پرمختګونو مخه ډب کړې او بی ثباتی ته یې لاره هواره کړی ده. د زور خاوندانو د قوم، سمت، ژبې، ګوند او نورو نومونو افغان ملت یرغمل کړئ ده . نه پرېږدی چې نظام ځواکمن شی، اقتصاد مو وده وکړی، هېواد مو پرمختګ وکړی، بچی مو تعلیم وکړی او په پایله کې د یوه با ثباته او پرمختللی هېواد مالکان شو.د ثبات سوکالی، پرمختګونو او اقتصادی ودې لپاره د نظام نسکوریدل نه، بلکه د سمون او بدلون په موخه د پخوانیو مثبتو لاسته راوړنو، پرمختګونو، ارزښتونو او معیارونو خوندی ساتل خورا اړین اصل ده. زمونږ بدمرغی داده چې هېواد کې مو تل له هر اوښتون او بدلون سره تل وچ او لامده سوځیدلی او هرڅه له مینځه تللی دی. اساسی قانون له لسو ځلو ډېر له سره جوړ شوی ده. نظام مو په وار وار وران شوی ده. د نوییمې لسیزې د ناورینونو شاهدان یو چې شتمنئ لوټ شوې، د حکومت ټوله زېربنا مو ونړېده، ټانکونه، الوتکې او نور نظامی وسایل مو د واک او ځواک وږو تږو وپلورل. له امریکا څخه ترلاسه کړی سټینګرونه مو هم ونه شواى ساتلاى او د څو پیسو په بدل کې مو بیرته پردیو ته وسپارل.د افغانستان د اساسی قانون له مخې ارګ ته د رسیدو لپاره یوازنئ لاره د ټاکنو په پله تیریږی. مګر متأسفانه یو شمیر نوماندان واک ته د رسیدلو لپاره په متبادلو له شخړو ډکو، لنډو مګر له قانون سره په تقابل کې لارو باندې باور لری. اساسی قانون او د ټاکنو اړوند خپلواک کمیسیونونه په خور جابرانه او امرانه لهجه ګواښی چې تر هغو دې پایلې نه اعلانوی تر څو چې هغوى ورته اجازه نه وى ورکړې. دوى هڅه کوی چې قانون او اړوند قانونی بنسټونه د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د ابزارو په توګه وکاروی. اوس هغه وخت را رسیدلئ ده چې د زور، ګواښونو، تهدیدونو او د سیاست په لوبه کې د ماتې نه منلو دود ته د پاى ټکئ کیږدو.دغه کړئ باید د ولسی غوښتنو په مقابل کې خپل مسئولیت درک او د خپلو کړنو حساب ورکولو ته مجبور کړل شی. که د تیرو مسلسلو او متواترو ناکامیو د ارزولو دود زمونږ د سیاسی مانورو برخه واى، نو اوس به د واک غوښتونکی سیاستوال حتماً د ولس د سیاسی واک حق او مالکیت ته د تسلیمی سرونه ښکته او دیوه مسلم واقعیت په توګه به یې دغه ولسی حق قبول کړئ واى. مګر بدبختانه زمونږ سیاست لاهم د ملی ګټو او د هیواد د سمسورتیا پربنسټ نه بلکه د شخصی ګټو پر محور راڅرخیږی. مونږ ته لاهم هغه منزل ته د رسیدو لپاره مزلونه پاتې دی چې د واک ترلاسه کول په بشپړه توګه په سیاسی معیارونو او ستندردونو برابر، ګټل او بایلل د سیاسی لوبې برخه وګرزی. د ګواښونو، بانو، پلمو، تورونو او مخالف لوری ته د سپکو سپورو ویلو پرځاى د ځان په زیان د لوبې پایله د منلو جرئت، شجاعت او همت کول د سیاسی کلتور برخه وګرزی. د تاریخ پاڼو ته له سر ورښکاره کولو وروسته پوهیږوچې موقتو حکومتونو نه، زمونږ ستونځه کمه کړې ده او نه یې زمونږ د ټولنیزو رنځونو درملنه کړې ده. د ولس لخوا د موقت حکومت هغه مهال لا نوره هم منفوره او مردوده غوښتنه وګڼل شوه او سخت غبرګونونه یې راوپارول کله چې د پردیو لخوا د دغه ډول حکومت غوښتنه وشوه. که څوک اوس هم د موقت حکومت نغاره ډنګوی، زمونږ په آند سهوه کوی او مشوره مو ورته داده چې په خپلو دریزونو بیا غور وکړئ او پریږدئ چې د ولسواکی نوی او تازه بنسټونه خپلې دندې سر ته ورسوی. په د موقت حکومت لپاره د هر چا تعریف او لرلید جدا ده. د بېلګې په توګه ځینې افغان سیاستوال ځکه موقت حکومت غواړی تر څو هغوى او د هغوى په ارګاه بارګاه کې پراته نهنګان پکې د واک او ځواک خاوندان شی او بېرته خپل پخوانی برم ته ستانه شی. هېڅوک به حساب او کتاب نه ورسره کوی، خو داسې نه ده. د هغوى عظمت رفته د پردیو استخباراتی اوپراتیفی کړنو پایله وه او د سیاست په لوبه کې د پردیو استخباراتو په مرسته ترلاسه شوئ عظمت موقت او پایلې یې یقیناً شرمونکې ویښونکې او بوږنونکې وی. ځینې بهرنی هېوادونه ځکه د موقت حکومت غوښتنه کوی چې په افغانستان کې د اوسنی ګوډ او مات نظام تسلسل او تواتر نور هم مات او کمزورئ کړی. هغه اشخاص په دغه حکومت کې واک ته ورسوی چې له دوی سره غاړه یوسی. د تیوری له مخې موقت حکومت د جګړې د پای ته رسیدلو او تلپاتې سولې ترمنځ د پله حیثیت لوبوی خو عملاً پر موقت حکومت کې هغه افراد حاکمیت لری څوک چې, د جګړې یو اړخ پاتې شوی وی.بله خبره دا ده چې موقت حکومت ډیر وخت د بیلابیلو افکارو، ډلو، قشرونو، قومونو او حزبونو پر اساس رامنځته کیږې چې همغږی او یووالی پکې که ناشونئ نه وی، نو ستونځمن حتماً ده. هره ډله به د ملی ګټو پر ځای شخصی، ګوندی، او قومی ګټو ته ژمن پاتې کېږی.

په پای کې مونږ په زغرده وایو چې د موقت حکومت له پورته یادو شویو ټولو منفی اړخونو سره سره، بیا هم که موقت حکومت په هیواد کې د تلپاتی سولې او د جګړې د پای ته رسیدو په بیه وی، نو بده سودا نه ده او مونږ یې طوعاً و کرهاً له دې امله پلوی یو چې بله چاره نه لرو. ځکه چې دلته اوږده جګړه شوې ده. ژور زخمونه جوړ شوی دی. د ټولنو ترمنځ واټنونه ایجاد شوی دی او باورونه له منځه تللی دی. پورتنیو ټولو ستونځو ته حل لاره موندل به حتماً د یوه سوچه بی پرې خو له تجربو او وړتیاوو څخه ډک داسې حکومت جوړولو ته اړتیا ولری چې له ولسی او نړیوال حمایت څخه برخمن وی. د بشپړې سولې رامنځته کیدل اوږده پروسه ده. طبعاً ډیر وخت نیسی. د امنیتی ځواکونو په لیکو کې د وسلوالو مخالفینو تنظیمول، دهغوی سیاسی او اداری افرادو ته کاری او اقتصادی فرصتونه برابرول، د بندیانو ازادول، په تدریجی او منظمه توګه د انتقالی عدالت پلی کول، په عدلی او قضایی، مقننه، امنیت او نورو بنسټونو کې سمون اوبدلون، وسلې راغونډول، جنګیالی بیرته ملکی ژوند ته اړول،زیانمنوخلکو سره دمرستو لپاره ځانګړی پلانونه جوړول اوداسی نورد تلپاتی سولې لپاره هغه مراحل دی چې یوازې یو بی پرې،خو په ملی اونړیواله کچه پیاوړی حکومت ته اړتیا لری.که د سرتاسری او تلپاتې سولې خبره نه وی نو د موقت حکومت د رامنځته کېدو بنسټیز مانع پخپله د افغانستان اساسی قانون ده چې د واک انتقال یوازې د ټولټاکنو له لارې ممکن بولی.د موقت حکومت په تړاو له پورته یادو شویو لاملونو څخه څرګندیږی چې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه غیر قانونی غیر موجه او مطلقاً د ځینو ناکامو سیاستوالو لخوا سلیقوی او شخصی غوښتنه ده. دغه سیاستوال چې په ټاکنو کې د قانونی بهیر له لارې واک ته له رسیدو څخه ناهیلی شوی دی، نو د موقت حکومت په غږ پورته کولو هڅه کوی چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې او د موقت حکومت په اډانه ځان او خپل نازولی څاربه کړی. مونږ باور لرو چې په سیاست کې لوبه ګټل مهم دی، خو ولس هېواد او نظام بیا تر هر شخصی سیاسی بری څخه لوړ ده. له هر افغان سیاستوال څخه مو هیله او توقع داده چې د خپلو ارمانونو د پوره کولو لپاره افغانستان د ګړنګ په غاړه نه دروی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا