گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغانستان اوشهرناپرسانی عدالت!
افغانستان اوشهرناپرسانی عدالت!

افغانستان اوشهرناپرسانی عدالت!

وایی چې په شهرناپرسان کې په یوه کس دیوال راپریوتې وو او وژلی یې وه،پاچا عسکر ولیږل هدایت یې ورکړ هر چاچې دا دیوال وهلی دی ماته یې حاضر کړۍ، عسکر ولاړل او هغه کس یې پیدا کړ چاچې دیوال وهلۍ وو او پاچاته یې راوست، پاچا پوښتنه ورڅخه وکړه:

ولی دی دیوال دومره سُست وهلی وو چې را ونړید او سړۍ ورلاندی مړشو؟معمار وویل: پاچا سلامت دا غلطی خو زمانه بلکې دهغه چاوه چې خاورې یې خشتې کړیوې!پاچا کوټوالیانو ته بیا امر وکړ چی ولاړ شی هغه هغه خټګر راولئ، کوټوالیان ولاړل هغه خټګر یې راوست.پاچا ورڅخه پوښتنه وکړه: ولی دی دومره ناکاره خټې تیارې کړیوې چې دیوال یې راولوید او یولاروۍ یې وواژه؟خټکر هم ځان بې ګناه ثابت کړ او ویې ویل: دا خو زما غلط فهمی نه بلکې دهغه چاوه چا چې پکې د اوبو د اچولو دنده درلوده پاچا بیا امر وکړ:ولاړ شی هغه داوبو اچونکې راولی عسکر ولاړل هغه یې راوست،پاچا پوښتنه ورڅخه وکړه:

ولی دی دهغه دیوال په خاورو کې دومره زیاتې اوبه اچولی وې چې له امله یې دیوال ړنګ او یو بې ګناه کس یې وواژه؟اوبه اچونکی په خپل جرم اعتراف وکړ،او پاچا هم سم دلاسه پرې د اعدام حکم وکړ.کله یې چې دپانسۍ پړی په غاړه کې ورواچوه پړی یې په غاړه کې سم نه راتلو،دمشکې غاړه نارۍ او پړی پکې ازاد وو.عسکرو پاچا ته ورغږکړ:پاچاسلامت ددی سره څه چل وکړو په دی سړی کې خو پړی په ناپ برابر ندی!پاچا وویل:ولاړشی دده پر ځای په بازار کې چیرته غټ اورمیګۍ کس پیدا کړی او په دار یې وځړوی، عسکرو همداسې وکړل په ځای یې بل غټ اورمیګۍ کس راوست، ورته وویل شول اعدام ته دی تیارۍ ونیسه کس وویل: پاچا صیب ګناه مې څه ده؟پاچا وویل: ګناه ستانه دهغه آهنګر ده خو په هغه کې دزندۍ پړۍ نه برابریږی نو ځکه خو یی ته د زندی کولو په موخه راوستې یی ،او که کورته د وصیت کولو لپاره ځې د یوساعت لپاره اجازه درکول کیږی.

سړۍ دڅارونکو په بدرګه  کورته ولاړمیرمنی  ته یې په ژړاناک آواز وویل:نن خو زه په دآر ځړول کیږم بیابه هیڅ کله هم کورته  رانه شم،که دی خوښه وی چې یو ځلۍ جنسی اړیکه ونیسو بده به نوی،ښځی یې هم ورسره ومنله،کله چې له کوره رخصتیده ښځی یې ورته غږکړ:چې کله راتلی  د کالیو لپاره خو راته یو ه د وریښمو سره  جوړه  هم راوړه.سړی غلی له ځانه سره وخندل او له کوره را وؤت، کله چی د پاچا په دربار کی حاضر کړای  شو.نو پاچا ورته وویل چی  که څه ویل او یا هم وصیت کول  غواړی نو کولای  شې چی ویی وایی ،سړی په درنه او لړزیدلی وویل:پاچا سلامت  ستا عقل،زما دښځۍ عقل او زما دغه د ……عقل بالکل یوشانی دی . پاچا په ډیره  تنده لهجه وویل: هغه څنګه؟ سړی وویل: هغه داسی چې ګناه ګار څوک دی چې دپانسۍ حکم پرې شوی اوڅوګ  په دآر ځړول کیږی  ؟زه چی تاسو د آخرنی وصیت په خاطر کورته ولیږلم نو  په دی حال کی پر ما د شهوت غریزه غالبه شوه نو دهغی له رفع کولو وروسته می د خپلی میرمنی سره د ژوند آخیری د خدای په امانی کوله چی ناڅاپه می میرمنی وویل: کله راتلم  نو د کالیو لپاره خو راته یو ه د وریښمو سره جوړه  هم راوړه پاچا له خندا خوله ډکه شوه اوامر یی وکړچی دا دلقمان حکیم لمسی می بښلی دی اوکولای شی چی خپل کورته ولاړشی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا