خوښ یو چې له ډیر ځنډ او جنجال څخه وروسته د مجبور او مظلوم ملت حوصلې، زغم، زحمتونو او متین عزم رنګ راوړ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو لمړنئ پایلې اعلان کړی.حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان د ولسمشرئ د تاکنو د پایلو د اعلان په تړاو او په هیواد کې د ولسواکئ په پیاوړتیا او د قانون په پلئ کیدو کې اوسنى ځنډ هم غیر موجه او غیر مدلل ګڼی، خو دا چې اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون وکړاى شول چې د لمړنیو پایلو اعلان وکړی، مستحسن ګام او د ولسواکئ پر لوری یې یو نیکمرغه پرمختګ ګڼی.
د تاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمیسیون څخه په کلکه غواړو چې د قانون په پلئ کولو کې له هر ډول تخطی تخلف او بیځایه مصلحتونو په نظر کې نیولو څخه ډډه وکړی. د خپلو دندو د ترسره کولو په تړاو خپلواکه چلن وکړی او د بیچاره ولس د لازیات منتظر پاتې کیدو لامل وګرزی.د ولسمشرئ د تاکنو له نوماندانو څخه په خورا درنښت غواړو چې اړونده اورګانونه پریږدی ترڅو خپلې قانونی دندې سرته ورسوی.
ګټونکئ بریا یوه ستر ملی امانت وګڼی. رب الجلیل ته د دعا لاسونه پورته کړی چې راتلونکئ حکومت په واقعی توګه د ولس د هیلو د تحقق او ارمانونو ممثل واوسی. له بایلونکو ټیمونو څخه د زغم، حوصلې، تحمل او شکیبایی غوښتنه کوو، د هیواد د سمسورتیا په موخه ورته د مثبت رول لوبولو او په حکومتی کړنو باندې د پیاوړی څار توفیق غواړو . هیله مو داده چې په ولسواکی کې ګټل اوبایلل دسیاسی لوبې برخه وګڼی اوپه هیواد کې دنه منلوروان دود ته دپاى ټکئ کیږدی.