راټول شئ په هیواد کــــــی دمـــــــــلی خدمت لپاره
یو لاس شئ په عمل کــــــــــی دیوه مشــــــــر لپاره
رسوا کړی خاینان او ظالـــمان په خپل وطــــن کی
قوی کړی خپل عـــزمونه دهیواد خــدمـــــت لپارهرا ویــښ شئ نن هیوادکی انسانی ژوندون اغاز کړی
ځولــې درته نیولی ده نن پیغلو دهمدې حاجت لپاره
نفاق له مینځه یوسئ دښمنان خپل تار په تار کـــړی
اتفاق او وحدت وکړی پر دښمن خاورې انــبار کــړی
وخت ډیر د نږدی شوی هله زر شـئ را بیدار شـــئ
زلــمی زمونږ تباه شول همدردی تـــه یی تیار شئ
ورځئ پری مخامخ نن د دښــمن برسنګـــر خــیږئ
واحد خـــدای او وطـــــــن او دافغـان ولس لــــپاره