گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی وزیرستانی کـــډوال اودهـغوی مـــرمـــوزی وژنـــی !
خوست کی وزیرستانی کـــډوال   اودهـغوی مـــرمـــوزی وژنـــی !

خوست کی وزیرستانی کـــډوال اودهـغوی مـــرمـــوزی وژنـــی !

دنواندیشی یادونه : دا دلمر په شان جوته ده چی د افغانستان او پاکستان ټول هغه وګړی چی د ډیورنډ لیکی پر دواړو غاړو آستوګنه کوی د تاریخ په اوږدو کی ددواړو هیوادونو دسیاسی کشمکشونو ښکار او قربانی شوی دی هان تر دی چی کله نا کله هم ددواړو هیوادونو د چارواکو له زور او زیاتی له لامله چی پر کډه کولو مجبوریږی نو بس هغه دتاریخی لنډیو پر مصداق چی وایی : 

چایی پلو لیدلۍ نه ؤ اوس د ..پر غاښی ځی سرتور سرونه هرڅه خپله خاوره ، خپل کلتور،ملی اوتاریخی ارزشونه، په کمه بیه پرنورو پلوری .دحیرانتیا وړ خبره خو داده چی کله ، ناکله خوددغه هیوادونو د جګړی داورلمبی دومره ګړندۍ او سوزنده وی چی د نوروهیوادونو داستخباراتی کړیو لپاره هم د یوی نیابتی جګړی پر توده ډګربدلی شی.زموږ پرآند داټول له مهاجرتونواوتاریخی تحؤلاتوڅخه په داسی حال کی را ولاړیږی چی دیوه بیوزلی او جګړه ځپلی اولس په لاسونو کی له ملی ارزشونو اودینی معتقداتو دیوه په وینو لړلی  جوهر پرته څه نه وی پاته او ټول د استخباراتی شبکو دلالان او دارزشونه اودینی معتقداتو را نیؤنکی دیوه تاریخی ملت عظمتونه او ویاړونه  په ډیره ټیټه بیه رانیسی اوپه دی توګه دیوه عظیم او سرافرازه ملت د کرار ، کرار نړیدو غمجن سرود د یوه تاریخی نسل له ستونی را کاږی .          له کله نه چی د پاکستان او زموږ دګران هیواد افغانستان ترمینځ تاریخی اړیکی خړی پړی وی نوځینو نوروپه سیمه کی پرتو هیوادونو لکه روسیه ، ایران ، هند او سعودی عربستان ته هم د لاس وهنی بهانه په لاس ورغلی او او ددغه تاریخی  ګاونډیو هیوادونو اوسیدیونکی یی په ډیره لږه بیه دځانونو په چوپړ کی کړی او د افغانستان او د پولی هغه خوا پاکستان اوسیدونکی یی هجرتونو او کډوالۍ ته اړایستلی دی . نوځکه خو ټول هغه مخورټولنیز ، سیاسی او فرهنګی  شخصیتونه چی د پاکستان او یاهم افغانستان د استراتیژیکومنافعو ددښمنانو سره د اړیکو تور پری ولګول شی په ناځوانمردانه توګه ددغو هیوادونو په ځانګړی ډول دپاکستان د استخباراتی سازمان  لکه ISI له لوری په نښه کیږی او له مینځه ځی . په خوست کی د پاکستان د تحریک طالبانو د یوه نامتو قوماندان قاری سیف الله وژل کیدل هم له هند اود افغانستان د ملی امنیت له ریاست سره د اړیکو په تور په ډیره ناځوانمردانه توګه د خپلو نږدی کسانو په وسیله ووژل شو . عجیبه او حیرانونکی هلته ده چی ددغو وژنو تورهم دهمدغو کړیو دچارواکو له لوری خبری رسنیو ته ورکول

کیږی یوازی شرط یی دادی چی مطبوعاتی رسنۍ به د خبرپه خپرولو کی دهغه له نوم آخیستو ډډه کوی.د داسی واقعاتواوحوادثو لوی درس دادی چی ټول وسله وال اوبی وسلی مبارزین او آزادی غوښتونکی  غورځنګونه به چی دهرهدف او موخی لپاره یی وسله اویاهم قلم اوچت کړی وی د اعتبار او مشروعیت په تشکیلاتی حوزه کی  له هرډول ځانګړیو مناسباتو او روابطو ته له ارجحیت ورکولو ډده کوی

د ډېسېمبر پر۳۰مه، د پاکستان امنیتی او استخباراتی چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلی چې وسله والو د ډېسېمبر ۲۸مې او ۲۹مې ترمنځ شپې مهال سیف الله د خوست په ګلان کیمپ کې په خپل کور کې وژلی دی.په ګلان کیمپ کې د وزیرستانیو کډوالو یو مشر داود مسود د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې قاری سیف الله مسود د یکشنبې  پر مازیګر شاوخوا درې بجې د ګربزو په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی د ده په خبره، یو کس له څو ورځو راهیسې د مسود په کور کې مېلمه وو او بل ملګری یې هم ورغلی وو چې هغوی ویشتی او بیا تښتېدلی دی.د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند حیدر عادل په ګلان کیمپ کې د شوې پېښې تصدیق کوی خو د وژلی کس نوم نه ښیی او زیاتوی، دا یوه “جنایی” پېښه ده چې پولیس یې پلټنې کوی.            له رپورټونو سره سم، قاری سیف الله مسود په پاکستان کې د یو شمېر بریدونو په پلانولو او ترسره کولو کې لاس لاره.د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمایی کې چې د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو زرګونه کورنۍ خوست او پکتیا ته ورواوښتې چې پکې نوموړی هم شامل وو.قاری سیف الله مسود پخوا په کورمه کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند هم پاتې شوی.

له مشال رادیو او وتلی ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل څخه دزړه له کومی مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا