گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عجبه زمانه شوه معیارونه ټول…
عجبه زمانه شوه معیارونه ټول…

عجبه زمانه شوه معیارونه ټول…

چاپیریال دی ککړ شوی که زما زړګی بیمار شو

څه پیښه شوه راپیښه زړه له مینی نه بېزارشو

عجبه زمانه شوه معیارونه ټول بدل شول

وګړو چې کوږ وو اوس نو سمو ته معیار شو

د عشق پایله که داسې وی یارانو مینه مکړۍ

محفل کې د رښتیا مې یار له مینی نه انکار شو

دیار دیدن که غواړې نو پخپله ځان تکړه کړه

زما په شان به ناست وی چې په تمه د رویبار شو

چې بل ته تمه کړی تل ئی انجام زمونږ په څېر دی

زمونږ چې ورته تمه وه په تمه د اغیار شو

په ضد ئی څوک ګټی نه شی له مونږ نه په شمېرنه

زمونږ شمېر کوچېانی دی بېا له سره شو دوبارشو

د حق په لار کې دې خپل سر له تللو مه سپموه

د چا چې سر په دار دحق په لار شو نو سردار شو

له مونږ ئې خواخوږی ده که دوی خپل مطلب راوړی

په چل ول مو هېواد له ستونې تېر د استعمار شو

هم کولال دی هم کوزه ده هم کوزې لپاره خټهبس خټې پر مونږ بار دی نوی طرز د استحمار شو

په تګ ئې مونږه مرو او هم په شتون ئې نه رغېږو

دا څنګ په لاعلاج مرض ملت زمونږ دچار شو

بس هیڅ نه وائی تل چپ وی کله کله یو آواز کړی

په کوم جرم نو بیا خلکو محسن غریب په دار شو

                       

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا