گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سیــوکــــوریــــډور د ســـیمـــه ییـــز تـــعـــادل مثـــبت فارمــــول !
سیــوکــــوریــــډور د ســـیمـــه      ییـــز تـــعـــادل مثـــبت فارمــــول !

سیــوکــــوریــــډور د ســـیمـــه ییـــز تـــعـــادل مثـــبت فارمــــول !

سیمه ییز هېوادونه د افغانستان سره د مخصمانه روابطو ترڅنګ ځینې اقتصادی مشترکات هم لری چې په راتلونکې کې د دوی اوږدمهاله ستراتیژیکې ګټې خوندی کوی. دې ګټو ته په کتو دوی د افغانستان په شمول له سترو ځواکونو سره دخپلواوږدمهاله ګټو په اساس بهرنۍ تګلارې عیاروی. دچین لخوا په سیمه کې سترې پروژې چې یوازې په رسنیزاوبازارموندنه یې کلنی نیم میلیاردامریکایی ډالرمصرف راځی په راتلونکی نړیوال نظم ( ورلډ ارډر) کې اغیزناک ګام دی.

موږ د یوویشتمې (۲۱) پیړۍ په درېیمه لسیزه کې قرار لرو.  موږ له نیابتی جګړو په یو ستراتیژیک قطب بدلیدونکی یوو. دا د اصلاحاتو لړۍ نه بلکې یو بدلون ته اړتیا لری. زموږ په تعلیمی نصاب، کلتور او اخلاقی نورمونو  کې د زمان له غوښتنو سره سم باید بدلون رامنځته شی څو اساسات مو له کلیدی بدلون سره مخ شی. موږ باید مسایلو ته په فکری او شعوری سترګیو وګورو او راتلونکی اټکلونه د ساینس او تیکنالوژۍ په مرسته اټکل او تعین کړو. موږ د نړیوالتوب جز یوو او اړینه ده چې خپل نقش تعریف کړو. له تیرو درو پیړیو راهېسې افغانستان د مدیریت، سیاست، اقتصادی، نظامی واکمنۍ، انسجام او ملت جوړونې په برخه کې کافی تجربه لری. دا تجربه کولای شی چې زموږ د برخلیک ټاکلو په برخه کې له موږ سره پراخه مرسته وکړی. زموږ تیر ۱۰۰۰ کلن تاریخ د سیمې د مدیریت، اقتصادی پراختیا، واکمنۍ او په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د علمیت د خپریدو په برخه کې د یادونې وړ دی.که چېرې غواړو چې له تیرو تاریخی پړاوونو زده کړه وکړو نو باید زموږ ټولیزه حافظه وتخنول شی. که چېرې داسې وکړو نو موږ له هر اړخه غنی کیږو. دا غنی فکر موږ له سیمې سره وصلولای شی او راتلونکې کې مو له یو مثبت او اغیزناک برخلیک سره وصلولای شی. د افغانستان قومی، ژبنی، سمتی، محیطی او کلتوری توپیرونه او پراخولی زموږ د راتلونکې نوښتی ټولنې یو ښه انځور دی.دا ځانګړتیاوې له موږ سره د سیاحتی اقتصاد په برخه کې مرسته کولای شی. د یادونې وړ ده چې دا ډول غنی ملت د سترو پروژو په عملی کولو کې کلیدی نقش لوبولای شی. غنی ټولنې ابتکاری خویونه لری او له بیلابیلو اندونو نوښتی فکر رامنځته کوی. د افغانستان موجوده وضعیت زموږ د کامیابې دیپلوماسۍ په فعالیدو سره د سیمې لپاره په یو مثبت فرصت بدلیدای شی.خو له بده مرغه زموږ ډېر داخلی مسایل زموږ ګاونډیانو د ځان لپاره د خپل سیاست محور ګرځولی دی. دا ډول وضعیت زموږ د دیپلوماسۍ پر عدم فعالیت دلالت کوی. خو له دې دا تحلیل هم رامنځته کیدای شی چې موږ له ګاونډیانو سره ډېر زیات مشترکات لرو خو دا مشترکات د فرصت په ځای پر مشکلاتو بدل شوی دی. موږ داسې پریکړو ته اړتیا لرو څو موږ له ګاونډیانو سره شته انرژی د منفی ګرۍ پر ځای پر ابتکاری او تعمیری مسایلو مصرف کړای شوو. موږ یوازې د فعالې جلغوزې دیپلوماسۍ په ترڅ کې وکولای شول چې له چین سره له یو نوی دریځه خبرې وکړو.پدې برخه کې د راتلونکې پنځه کالو لپاره د  (دونیم) ۲.۲ میلیارده امریکایی ډالرو په بیه د ۶۲۰۰۰ ټنه جلغوزې صادرات د یادونې وړ دی. که چېرې دې ته ورته نور ګامونه واخېستل شی نو موږ کولای شوو چې د فعالې اقتصادی دیپلوماسۍ په مرسته د چین په شمول له ډېرو نورو سیمه ییز هېوادونو سره مثبتې اړیکې وپالو. دا اړیکې به نه یوازې موږ ته اقتصادی واکمنی را وبښی بلکې پر امنیت به هم مثبت اغیز وکړی.د نړۍ ټولټال جی ډی پی (GDP) له ۸۰ ټریلیونه امریکایی ډالرو اوښتې ده. د فضایی څیړنو په اړه د سترو ځواکونو ترمنځ رقابت ورځ تر بلې په زیاتیدو دی. که چېرې دا رقابت زیاتیږی نو د کاینات د تسخیرولو، پېژندلو او مدیریت کولو په برخه کې به له انسانیت سره مرسته وکړای شی. اما زموږ په څیر ملتونو ته به فرصت مساعد شی چې د سیمه ییز او نړیوالو قوتونو سره د نسبی سیالۍ په موخه ځان اماده کړو. سیوکوریډور د یو کمربند، یو سړک پروژې په څیر یو خیال ګڼل کیږی خو  نن د یو کمربند، یو سړک سترې سیمه ییزې پروژې په مرسته چین له نړۍ سره خپله بهرنۍ تګلاره په مخ وړی. ان پاکستان د دې پروژې د یو کوچنی شریک په ډول زموږ د سولې پروسه له ننګونې سره مخ کړې ده او خپل ټول زیار باسی څو دا پروسه په خپله ګټه تمامه کړی. د دوی د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفرونه د یادونې دی چې واشنګټن، تهران او دوحه ته یې درلوده. پایله یې دا راووته چې ټرمپ د دوی له صدراعظم سره د نړیوال اقتصادی فورم په یوه برخه کې کیناست. دا ډول دیپلوماسی د سترو پروژو له اغیز تشه نده.سیوکوریډور په برخه کې د ولسمشر لرلید ته په کتو مو هغوی ته د خپل کاری ټیم په مرسته د بهرنۍ تګلارې د بدلیدو طرحه وړاندې کړه.دې طرحه کې د سنګاپور، اندونیزیا، مالیزیا او نورو هغو هېوادونو له بیلګو ګټه اخېستل شوې وه چې بهرنۍ تګلار یې پر اقتصاد را څرخی. نوموړې طرحه منظور او ولسمشر یې په اړه د بهرنیو چارو وزارت څو ناستې را وغوښتې او په اړه یې ورته وویل چې بهرنۍ تګلار مو اقتصاد محوره کړئ. د سیوکوریډور په شمول د نوموړې طرحې تطبیق اوږدمهاله دی اما په لنډ مهاله پېر کې د افغانستان له سیمې او نړۍ سره پر روابطو ژور اغیز درلودای شی. ستر ځواکونه خپلې ستراتیژیکې اړیکې له یو هېواد سره د دې هېواد بشری، مادی سرچینو او نظامی ځواکمنتیا ته په کتو عیاروی.هر هغه هېواد چې راتلونکې یې له هر اړخیز او سیستماتیک نظم تشکیلیږی، نړیوالو قوتونو ته ګټور تمامیږی او دوی غواړی چې دوی سره له نژدې کار وکړی. غیر منظم او لنډمهاله اهداف درلودونکې ادارې سترو قوتونو ته د لنډ وخت لپاره لاس ورکوی او عمومی دا ګډ مشارکت د نیابتی جګړو باعث کیږی. د سیوکوریډور طرحه د افغانستان اوږدمهاله داخلی او بهرنۍ ګټې او اړیکې تعینوی. د ګاونډی هېوادونو پر ترانزیت، تجارت او سیاحت انحصار له منځه وړی. سیمه ییز روابط بیلانس کوی او د ډیورنډ کرښې تر شااوخوا ملت سره وصلوی او له وروسته پاتې افکارو یې را باسی. کله چې دا نفوس عصری صنعت، زیربنا او کلتور ته لاره بیامومی نو بیا کیدای شی چې د منځنۍ اسیا له غنی کلتور سره لاس وړلو ته اماده ګی وښایی.د سمرکند، تاشکند، عشق اباد، دوشنبې، بخارا او استانی غنی فرهنګ غوړیدو ته به نه یوازې لاره هواره شی بلکې جنوبی اسیا به بیرته د انسانی ارزښتونو پاللو ته را وګرځی. ډیورنډ کرښه له یوې پیړۍ راهېسې د انسانی بلوغت او انسانی ارزښتونو د غوړیدا پر وړاندې یو ستر چالش دی. دا غیر تحلیل شوی مغلق چالش تر ډېرې مودې راهېسې په شعوری ډول د لر او بر قومپالانو او ملتپالنو له لوری تر یو احساساتی سیوری لاندې ساتل شوی دی. اما هیچا یې په اړه د دې فرصت د استفادې په اړه عملی ګام ندی اخېستی. د جنوبی اسیا موجوده افراطیت په نه زغملو، عدم تعدل او ولاړ جمود بدل شوی دی. انسانی ارزښتونو تغیر کړی دی او دا زیاتره د عصری قوانینو په رڼا کې تعین کیږی. ډیورنډ کرښه د منځنۍ او جنوبی اسیا د وصلیدو یو کلیدی ټکی دی.د افغانستان او پاکستان سیاسیونو د دې کرښې تر شااوخوا پروت نفوس د خپلو شخصی ګټو په موخه کارولی دی. له دې تاریخی سیمې او بااستعداد بشری ظرفیت یې ناوړه ګټه پورته کړې ده. دا سیاست چې د قومپالنې او ملتپالنې په نوم یې نفوذ درلود، د دې ستر نفوس د نه جبرانکیدونکې استحصال باعث ګرځیدلی دی.  اما د دې سیمه ییزو هېوادونو مرکزی حکومتونو له وروستیو دریځونو او بهرنیو تګلارو داسې ښکاری چې دوی راتلونکی عصریتوب او کلیدی بدلونونو ته په کتو د دې سیمې ولس ته د بنسټیزو حقوقو د ورکړې لپاره لیوالتیا ښیی. د بنسټیزو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په دې سیمه کې د بشری حقوقو لپاره د شعور زیاتیدو او دې ډول فعالیتونو ته د اجازې ورکولو امکانات ډېر شوی دی.د دې شعور د لا غوړیدو او له راتلونکو فرصتونو په مناسب ډول ګټه پورته کولو لپاره اړینه ده چې د سیوکوریډور پروژه عملی شی. سیوکوریډور چې سویل، ختیځ او لویدځ (SEW Corridor) مانا ورکوی د ګنډلو په مانا یې هم تعبیرولای شوو. د یادونې وړ ده چې نوموړې ستره سیمه ییزه پروژه د ولسمشر محمد اشرف غنی د سیمې د اتصال له لرلید څخه اغیزمنه ده. په لومړی قدم کې دا ستره پروژه د ډیورنډ دواړو لورو ته نفوس سره یو کوی او په دویم قدم کې د منځنۍ اسیا او جنوبی اسیا ولس سره یو کوی. دا به د ولسمشر له هغه لیدلوری سره چې افغانستان باید په راتلونکو لسو کالو کې د سیمې په څلورلاره او ترانزیتی مرکز بدل شی، په لویه کچه مرسته وکړای شی.د سیوکوریډور په مرسته به د ډیورنډ شااوخوا بشری قوه فعاله، صنعتی او مسلکی شی. همدا ډول د افغانستان په سویل، ختیځ او لویدیځ کې به د صنعت په مرسته د شمال او لویدیځ تجارتی مرکزونه لکه تورغونډۍ، حیراتان، اقینه، تورو شیخ او شیر خان بندر پرمختګ او عصری کیدو ته لاره هواره شی. د یادونې ده چې د دې مرکزونه د پراخوالی او مجهز کیدو لپاره د حکومت لخوا د منځنۍ اسیا هېوادونو له حکومتونو سره په هماهنګۍ کار روان دی، چې په راتلونکې کې به تاسو د بلخ، تاشکند، استانه او دوشنبه، همدا ډول د هرات او عشق اباد ترمنځ د بس ترانسپورت شروع کیدو شاهدان واوسیږی. د سیوکوریډور پروژې د تطبیق په ترڅ کې به افغانستان په داخل کې د تجارت، ترانزیت او ملت جوړونې په برخه کې له سترو پرمختګونو سره مخ شی. دا داخلی پرمختګ به موږ د سیمه ییزو هېوادونو سره سیالۍ ته اماده کړی.نوموړې پروژه به په لومړی ګام کې ۱۲ ولایتونه: بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند او نیمروز سره ونښلوی. د دې دولسو ولایتونو په ۱۷۰۴ کیلومیتره واټن کې به ۵۱ ولسوالۍ او ۱۶۸۶کلی سره وصل شی. د نوموړې پروژې د تطبیق په موخه به څه له پاسه ۵۳ میلیارده امریکایی ډالرو ته اړتیا وی. د پانګونې د موندنې په اړه له ډېرو همکارانو سره تشویش دی خو د چین د سترې پروژې د تطبیق په برخه کې هم څه له پاسه ۶۰ سلنه پانګونه خصوصی سکتور کړې ده. د سیوکوریډور پروژې د تطبیق په برخه کې د دومره ستر مالی تعهد او ارادې په اړه هم اندېښنې شته دی. خو پدې سیمو کې پراته معادن کولای شی چې د پانګونې اصولو ته په تغیر ورکولو سره نړیوالې کمپنۍ پانګونې ته لیوالتیا وښیی.دا هغه څه دی چې له تیرې یوې پیړۍ راهیسې چا پرې فکر ندی کړی او نه یې په اوسنی عصری پېر کې بیلګه لرو. موږ غواړو چې د یوې اوږدې مودې لپاره یوه ستراتیژیکه چوپتیا خپله کړو خو ولې د دې لپاره اړینه ده چې پدې سیمه کې تر ۲۰ میلیونه ډېرو کارکوونکو ته کاری فرصتونه ایجاد شی. دې لیدلوری ته رسیدل په غالب ګمان ډېرو ته د فاضله مدینې مفکوره ښکاری خو ولې پدې وروستیو کې د سیوکوریډور په اړه ولسی او مدنی بحثونو وښوده چې افغان ولس له دې سترې سیمه ییزې پروژې سره خورا زیاته لیوالتیا لری. همدا ډول د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم ولس له یو اوږد محرومیت را تیر شوی دی او سیوکوریډور ځان ته یو ستر فرصت فکر کوی چې افغانستان یې د خپلو ستراتیژیکو ملګرو په مرسته د عملی کیدو لپاره هلې ځلې کوی.اما ډېر داسې عناصر هم شته چې د دې ډول پروژې تطبیق کیدل یو خیال ګڼی خو موږ ته را مالومه ده چې د کوریډور سیاست ورځ تر بلې د ودې په حالت کې دی. د سنګاپور بنسټ اېښودونکی پخوانی صدراعظم لی کوان یو په خپل کتاب (له درېمې نړۍ تر لومړۍ) کې لیکی: په ۱۹۶۲ میلادی کال کې مې وغوښتل چې د سنګاپور مالی سیستم په یو موډل بدل کړم.اما د مالیزیا په شمول ډېرو نورو هېوادونو راباندې وخندل. خو وروسته په لندن کې خپل ملګری چې په بانکی او مالی چارو کې متخصص ته زنګ وواهه او نوموړی څخه مو مرسته وغوښته چې زه غواړم په راتلونکې لسو کالو کې د سنګاپور مالی سیستم د سیمې لپاره په یو موډل بدل کړم. ده راته وویل چې دا کار د لسو کالو په ځای په پنځو کالو کې کیدای شی. نو ما ورسره موافقه وکړه چې دا ډېر ښه کار دی. همدا کار و چې په ۱۹۷۰ کې په بانکی او مالی چارو کې سنګاپور په اسیا کې د استرالیا او نیوزلینډ په شمول له ټولو هېوادونو مخکې شوو.سیو کوریډور د افغانستان، منځنۍ او جنوبی اسیا د ثبات او اقتصادی ودې لپاره یو ابتکاری فرصت دی، چې د اسیا وګړی به یې په راتلونکې شلو کالو کې له ستراتیژیکو ګټو خبر او مستفید شی. غالب ګمان کیږی چې د دې سترې پروژې اغیز به پر سیمه تر ۲۰۷۰ میلادی کال پورې واوسیږی. سیوکوریډور یو فرمایش نه بلکې یو اسایش او اړتیا ده چې د اسیا د زړه په مرسته د نړۍ تر ۴ میلیارده پورې نفوس سره نښلوی. (پای)

دنواندیشی یادونه : پورتنۍ څیړنیز ه علمی لیکنه چی دافغان سیاستوال او لیکونکی محترم خان ولی خان بشرمل  په قلم  لیکل شوی ده د افغان لیکوال او شاعر محتر م زاهد شاه انګار په هڅو تر موږه رارسیدلی ده چی له دواړو ښاغلو څخه په مننه یی تر تاسو در رسؤو هیله ده چی خوښه به مو شی 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا