په ظاهره د عمران خان په مشری د پاکستان منتخب حکومت چی ویل کیږی د هغه هیواد د پوځ لاس پوڅی اداره ده په پاکستان کی د پښتنو د حقوقود ساتنی غورځنگ ځوان مشر منظور پښتون تیره شپه د پیښور ښار د تهکال په سیمه کی له خپلو نوروملګرو سره نیولی اوله نیول کیدو وروسته نن ورځ د یوی محکمی په حکم د ۱۴ورځو لپاره د دیره اسمعیل خان د پولیسو په ؤلکه کی ورکړای شو .
په منظور پښتون دا تور دی چی دروانی میاشتی په ۱۴ نیټه یی په هغه غونډه کی د پاکستان د قانون خلاف ورزی کړی وه چی د پاکستان د پښتنو د حقوقو تحفظ غورځنګ PTM له لوری په ډیره اسمعیل خان کی رابلل شوی او په زرګونو پښتنوپکی ګډون کړی ؤنوځکه خو ددغه غونډی مشر رابلونکی د پاکستان د پښتنو د حقوقو تحفظ غورځنګ PTM مشر منظور پښتون د ډیره اسمعیل خان د پولیسو په غوښتنه او FIR د پیښور پولیسو تیره شپه ګرفتار کړ چی نن د ملکی محکمی له لوری د ۱۴ ورځو لپاره د ډیره اسمعیل خان د پولیسو په واک کی په سپارلو پریکړه وکړه .
بل لورته د پښتونخوا ملی عوامی ګوند ولایتی مشر سناتور محمد عثمان کاکړ د پاکستانی پوځ او استخباراتی آژانسونو دغه عمل په کلکه غندلی او له پاکستانی چارواکو یی د پښتنو د حقوقو تحفظ غورځنګ PTM مشر منظور پښتون د خلاصون غوښتنه کړی ده .
د نواندیشی تربیون هم چی ځان په سیمه او نړی کی د آزادۍ او عدالت منبر بولی په هره بهانه او تور چی وی دمنظور پښتون نیول په کلکه غندو او له پاکستانی چارواکو غواړو چی نه یوازی د منظور پښتون د خلاصیدو اقدام دی وکړی بلکه په ټوله سیمه او منطقه کی پر عدالت او خپلواکۍ ولاړ سیاست پرمخ بوزی.