گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هرڅه پرمادی سترګوکتل اشتباه ده
هرڅه پرمادی سترګوکتل اشتباه ده

هرڅه پرمادی سترګوکتل اشتباه ده

دنواندیشی یادونه : دغه لاندینۍ لنډه شانی لیکنه چی د متعهد لیکوال او فرهنګی ټولنیز شخصیت محترم رفیق الله ایثار په قلم کښل شوی ده  د انسانی ژوند د اصلی بنسټ او موخو څرګندونه  کوی او هر بنیادم ته دا  ورښائی او ور په ګوتو کوی چی ژوند څه دی او څه ډول باید پر مخ ولاړ شی ؟ کیدای شی ځینی داسی وه انګیری چی ګنی د تاریخ په یوه برخه کی په نا څاپی توګه نړی ته راغلی چی  په ناڅاپی او ناببره ډول به هم له دی فانی نړۍ څخه  سترګی پټوی ! نه حساب شته او نه هم مسؤلیت ! نه یی له کوم ناظم سره اړیکه شته اونه هم دیوه نه لیدلی او پرټولو ټولواک ځواک یعنیالله “زور منلۍ شی .

یوازی دقدرت او ځوک وسائل هرڅه بولی او ددغو وسائلو ته لاس رسۍ د ژوند اصلی موخه او نصب العین ګڼی لکه څنګه چی درانه لیکوال محترم ایثارهم دغه نړی لید یوه ستره اشتباه شمیرلی ده او همدا نړۍ لید یی د ژوند په هرډګر کی د ټولو بدمرغیو او ناخوالو مور بللی ده خپله لیکنه یی د لوستونکی لپاره  په یوه علمی او معنوی اصل یعنی له نورو سره د مرستی او تعاؤن درس  پای ته رسولی دی که څه هم  دلیکوال په باور که یوڅوګ دچا مرستی ته وردانګی نو کیدای شی مقابل لوری هم د اړتیا په وخت کی دده مرستی ته ورودانګی چی دلته د الله ” ج اودهغه د مخلوق  انسان سره خالصانه مینه په یوه داسی ګټوره  سودا اوړی چی سوداګر کم له کمه مادی  ګټه ترلاسه کړای شی.خودلیکوال له یاده وتلی ده چی که چیری د عدالت اوتوحید پربنسټ خپل  فکری او تاریخی بینیش په یوه ټولنیزغورځنګ وا نه اړول شی نو لیری نه ده چی ددغه معیوبی جهان بینی پربنسټ دعدالت په نوم دظلم کندی ته ورپریږزو.په هرحالد دنواندیشی یادونه ګران رفیق الله ایثارته دلوی خدای له درباره لازیات بریالیتوبونه غواړی .___________________________________

په مونږ کې یوه ستره اشتباه دا ده چې هرڅه ته د مادیاتو له زاویې ګورو، هرهغه څه کوو او غواړو یې چې مادی ګټه ولری.مونږ زده کړې ددې لپاره کوو چې یوه ښه دنده ولرو، مال، شتمنی، مجلل کور او ښایسته موټر ولرو، په همدې موخه ښوونځی ته ماشومان لیږو او پوهنتون ته ځو.خو زده کړه کول الهی امر دی چې په دې سره خپل خدای او خالق وپیژنې او پر دې ځان وپوهوې چې د خدای او خلکو پر وړاندې څومره مسولیت لرې.یو چا سره مرسته او کومک ددې لپاره کوو چې سبا زمونږ لاسنیوی وکړی، سمه ده چې په ټولنیز ژوند کې همدا متقابلې اړیکې ضروری دی او متقابل کړه وړه ترسره کول د ټولنیز ژوند اصل دی خو زما په نظر که مونږ هرڅه کوو پایله یې مونږ ته رسیږی. د بیلګې په ډول که مونږ له چا سره په کوم کار کې لاس نیوی کوو مقابل طرف به هم دومره سپین سترګی نه وی چې سبا زمونږ لاسنیوی ونکړی یا چې کله زده کړې ترسره کوو دا زده کړه به هم دومره کنجوسه او بې مانا نه وی چې زمونږ ژوند روښانه نکړی.مخسد ( مقصد) څه چې کوې په اخلاص یې کوه!!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا