گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ســـــوله د واک غوښتنـــې او کـورنیــــو اختلافاتو په لومه کې !
ســـــوله د واک غوښتنـــې او     کـورنیــــو اختلافاتو په لومه کې !

ســـــوله د واک غوښتنـــې او کـورنیــــو اختلافاتو په لومه کې !

کله مو د پردیو یرغلونو او کله د واک په سر په کورنیو ناروا جګړو کې د هیواد ټول امنیتی اقتصادی تعلیمی او کلتوری بنسټونه له منځه وړی دی. متاسفانه چې نن د هغو جګړو په ډګر کې زیږیدلې او را لوی شوی نسل د سمتی، ژبنی، جندراو قشری تعصباتو پر بنسټ پرافغان خاوره داسې د کرکې نوی تخمونه شیندی، چې د واک په سر له ناروا جګړې به یې د زیان کچه لوړه وی.

پوره باور لرو چې که ولس او پرګنې په مختلفو عنوانونو له بهر څخه د وارد شوې دود او افراطی افکارو په وړاندی ټولنیز غږ پورته نه کړی، نو مونږ به لاهم ډېر کلونه په افغانستان کې د قوم، سمت، ژبې، ځوان او ښځې د حقونو د خوندیتوب تر نوم لاندې د لا نورو ډیرو ناورینونو شاهدان واوسو او دغه شومه پدیده به زمونږ د سیاست محور وی.مونږ د داسې هیواد وګړی او له داسې ناورینونو څخه تیر شوئ ملت یو چې تیرې څلور لسیزې مو د جګړو د ژرندو کې د پَل او تخت ترمنځ تیرې شوې دی. هر متجاوز او هرې جنګی ډلې زمونږ ژوند او مال تالا ترغه کړئ او زمونږ اسلامی او انسانی حقونه یې تر پښو لاندې کړی دی.

دا ناورین لا اوس هم ادامه لری. مونږ پوهیږو چې د سیاسی او فکری فقر په داسې ګرداب کې لالهانده تاویږو چې پر وطن باندی د تیرو ناورینونو په عاملینو باندې د انتقالی عدالت د پلئ کولو چیغه پورته کول هم نشو پورته کولاى. ځکه چې دغه کړنه هم د هیواد په زیان هم تمامیږی .نن په زغرده وایو چې له شوروی یرغل سره د مقدس جهاد پرمهال د افغانستان ولس ترمنځ د ژبې قوم سمت قشر او جنس د حقونو د خوندیتوب تر نوم لاندې تعصباتو قطعاً شتون نه درلوده. د کمونیزم د نظریې له ماتیدو او د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته د خلق او پرچم ګوندونو ترمنځ اختلافاتو قومی سمتی او ژبنیز رنګ واخیست او دغه ویروس د واک په سر جنګیدونکو جهادی مشرانو، د هغوی سیاسی وارثینو او آن چې قسماً د اوسنی ځوان سیاسی نسل په وینه کې هم د سرطانی غودو په شان خپور شو. څرګند حقیقت ده چې د مدنی ټولنو ځوانانو او ښځو د حقونو د خوندیتوب تر نوم لاندې زمونږ په هیواد کې پرتو پردیو هم زمونږ په ملی ارزښتونو او دینی مقدساتو باندی ملنډې ووهلې او دلته لا د مخکې څخه د بل شوی اور لمبو ته یې د سون توکی برابر کړل.متاسفانه چې د دموکراسی په تیرو دوو لسیزو کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د خوندیتوب تر نوم لاندې د

مختلفو پردیو استخباراتی او سفارتی بنسټونو لخوا د ښځو او سړیو، مشرانو او ځوانانو، قومونو او سمتونو ترمنځ واټن زیات او تعصباتو ته لمن ووهل شوه. د اوسنئ دموکراسی لخوا له افغانی ارزښتونو، کلتور او اسلامی حکمونو سره مطلقاً نابلده یو شمېر ځوانانو او ښځو ګمارلو ناوړه تګلارو هم د ولس او چارواکو ترمنځ د باورونو فضأ خړه پړه کړه او حکومت یې په داخل کې له اختلافاتو او ننګونو سره مخ کړئ ده.دا به د نوی ځوان نسل لپاره د ویاړ او سرلوړی ځاى وی چې له داسې ګوندونو، تولنو، ډلو او سیاسیونو سره فکری تارونه ونه غځوی چې تعصباتو ته هوا ورکوی، خو ددې لپاره چې ملی یووالی روحیه مو پیاوړې کړی وی له هغوى سره د خبرو ټولو دراوزې تړل هم د افغان ملت تر منځ یو بل واټن جوړېدو ته لاره هواروی.

د بن په غونډه کې د خپل کمزوری سیاسی مشرتابه او نړیوالی ټولنی لخوا په افغانانو باندې د قومیت پربنسټ د ولسمشر او مرستیالانو تپل قطعاً د توجیه وړ خبره نه وه.حکومت او سیاسی احزاب یو ځل بیا د ملی سیاست په ستر ازمویښت کې قرار لری. د بدبختی خبره داده چې زمونږ په هېواد کې لاهم د تېرو څو لسیزو په دوران کې د فکری بدلون سربېره د سیاست د خیمو مراندې د قوم سمت ژبې او قشر په تارونو تړل شوی دی.د سوچه اسلامی نظام جوړول نه یوازې د هر افغان هیله او ارمان ده، بلکې زمونږ بنسټیزه اړتیا هم ده، خو باید ومنو چې افغانستان اوسمهال په هیواد کې یوازې سوچه مذهبی مشر ته نه بلکه، له نړیوالو کړکیو څخه راتلونکو سیاسی بادونو استقامت ته په کتو مونږ د یوه منلی نظام تر څنګ له نړیوالو شخړو او ستونځو سره بلد، کورنیو دینی حساسیتونو او ملی جوړښتونو باندی پوه ملی سیاسی مشرتابه اړتیا لرو.په افغانستان کې د سیاستوالو، قومی مشرانو، مذهبی نخبه ګانو او روحانیونو لخوا د واک ترلاسولو یا امتیاز اخیستلو حرص هم زمونږ دینی معتقدات او ملی افتخارات زیانمن کړل.زه منم چې د ډیرو هیوادنو په تګلارو کې د افرادو او سیاسی ډلو لخوا د واک د ترلاسولو لپاره مبارزه د تعجب وړ نه ده. هره ډله هڅه کوی چې داسې تګلاره ترتیب کړی چې له نورو ډلو سره په پرتله د هیواد او ولس ګټو ته ژمنه وی، خو زمونږ په هیواد کې ځینو احزابو او ډلو د واک ترلاسولو لپاره ان د نظام له نسکورولو څخه هم ډډه نه ده کړې او د واک غوښتنې د حرص پوره کولو لپاره یې له پردی دښمن څخه هم مرسته غوښتې ده.د واک غوښتنې شومې پدیدې بله بدبختی چې په تیرو څو لسیزو کې یې مکرراً ولس او هېواد ته ناورین زیږولئ د سیاسی اشخاصو او ډلو خپلمنځی اختلافات وو. مونږ د واک ترلاسه کولو لپاره د یو فکری بهیر مشرانو د خپلو مبارزو په نیمه لار کې د یو بل پر وړاندې جګړه کړې ده. پردیو دښمنانو هروخت د افغانانو ترمنځ له جګړو او اختلافاتو څخه د خپلو د ناروا ګټو ترلاسه کولو او د نورو هېوادونو په وړاندی د نیابتی جګړو هڅه کړې ده.د غازی امان الله ځینې ملګری د واک په سر ناراضه او له حبیب الله کلکانی (سقاو) سره دریدلی دی، د خلق او پرچم مشرانو د واک ترلاسه کولو لپاره خپل محسن داود خان وواژه، ترکئ د امین لخوا د واک ترلاسه کولو په موخه ووژل شو، د کارمل او نجیب د پلویانو اختلافونه مجاهدین د بریا په ډګر ودرول، ځینې د واک وږی تږی مجاهدین هم د واک لپاره سره وجنګیدل او د جهاد د بدنامی لامل وګرزیدل، طالبانو واک ته د رسیدلو لپاره له ربانی سره جګړه وکړه او د شمال ټلوالې په نوم بل بانډ بیا د واک ترلاسه کولو لپاره د امریکا لمن ونیوه او واک ته ورسېدل.اندېښنه داده چې که څه هم په نړیواله او سیمه ایزه کچه په افغانستان کې د تلپاتی سولې او د جګړې د ختمولو لپاره اجماع شتون لری، خو په کور د ننه مونږ جګړو ته د پاى ټکى د ایښودلو په موخه له خورا سترو ننګونو سره مخ یو. نه پلان لرو نه هم تګلاره.

طالبان د مجازی غرور په نیلی سپاره دی، له امریکا سره هوکړه کول سوله ګڼی او له هغه وروسته ارګ ته رسیدل ورته د یوې دمې مزل ښکاری. ارګ د سولی د بین الافغانی مذاکراتو مالکیت، مدیریت او ضمناً په واک کې د پاتې کېدو د حق خوندیتوب غواړی. سپیدار ماڼئ له هر ډول شرط پرته د مذاکراتو پیل غواړی، ښځې په سوله کې ځانته ونډه غواړی، ځوانان ځانته ونډه، قومونه ځانته ونډه، احزاب ځانته ونډه او مدنی ټولنې ځانته ونډه غواړی. ارګ یو ځل د سلیقوی ملی اجماع هڅه وکړه چې په پایله کې یې دوه نیم سوه اشخاص له طالبانو سره مذاکراتو ته معرفی کړل، چې هغه په مسخره ایزه توګه رد او په نړیواله کچه د خندا وړ و ګرزیده.ارګ په دغه هکله دومره په انزوا کې قرار لری چې د خپلو متحدینو باور یې هم بایللئ ده.مونږ خپل راتلونکئ خلیلزاد او امریکا ته نشو سپارلى. خلیلزاد رسماً یو امریکایی دیپلومات او د ټرمپ مأمور ده. د دندې د مسئولیت له مخې د امریکایی ځواکونو وتلو ته لاره جوړوی، خو رسنیو ته هغه خبره نه کوی چې له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال د خبرو د اجندا برخه جوړوی.

د بحران د پیچلتیا او ژورتیا غوښتنه داده چې افغانان اقلا د سولې په تړاو خپلمنځی اختلافاتو ته د پاى ټکئ ایښئ واى، خو متاسفانه چې دغه کار ناشونئ ده. طالبان له امریکا سره سوله او له حکومت سره جګړې ته دوام ورکوی. بدبختانه چې ارګ په حکومت کې د ننه او بهر کورنیو اختلافاتو ته د حل لارې په موندلو کې د پاتې راتلو له امله کوم ځانګړې کړنلاره. نور افغان سیاستوال ویشلی، تیت او متلاشی دریزونه لری.مونږ له مسلسلو او متواترو ناکامیو سره سره هم د لاملونو په تړاو فکر نه کوو او نه خپله ماضی ارزولاى شو.داسې ښکاری چې د شوروی د وتلو سناریو تکراریږی، چې ګټه به یې نه ملت، نه حکومت او نه هم طالب ته رسیږی، بلکه، متاسفانه ملت، په حکومت کې شاملې ډلې او طالبان به له نوی نوم، نوی شعار او نوی عنوان لاندې د یوې نوې جګړې له وحشی پیل سره مخ شوی وی.افغانستان همدا اوس د خپل تاریخ له یوه بل ډیر حساس پړاو څخه تیریږی او که پخوانئ تېروتنې تکرار شی نو نظام یې یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کېدلی شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا