گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په کابل کــی دپاکستان دطالبانو دتحریک د مرشدخالدحقانی مرگ!
په کابل کــی دپاکستان دطالبانو    دتحریک د مرشدخالدحقانی مرگ!

په کابل کــی دپاکستان دطالبانو دتحریک د مرشدخالدحقانی مرگ!

معتبرو خبری سرچینو خبرورکړی دی چی تیره اونۍ  د پاکستانی طالبانود یوه مشهور قوماندان او فکری مرشد مړۍ د هغه له یوه بل همکار سره یوځای د کابل په بادام باغ  کی چی  دمشهورکانټی ننټل  هوټل سره جوخته پرته ده په داسی حال کی ؤموندل شو پاکستانی طالبانو تایید کړې چې دغه دوه کسان شیخ خالد حقانی اوقاری سیف یونس نومېدل او تیره اونۍ د کابل په یوه خوندی سیمه کې وژل شوی دی.د پاکستان استخباراتی ادارې یوه مسوول هم تایید کړې چې دغه دوه کسان د مرکزی مشرتابه په حکم کابل ته د پټې لیدنې لپاره لېږل شوی وو.سرچینې ویلی چې ددغو دوه کسانو مړی د کابل ښار انټر کانټینیټال هوټل ته نږدې موندل شوی وو که څه هم پاکستانی طالبانو طالبانو دخبر په هکله خوله پټ پاته ؤ خو تیره ورځ د پاکستانی طالبانو یوه ویاند چی ځان یی محمد خراسانی باله مطبوعاتو ته په یوه ورلیږل شوی اعلامیه کی ویلی دی چی دده په قول شیخ خالد حقانی د خپل یوه ملګری اوقاری سیف یونس سره د امریکائی غلامانو په وړاندی په مخامخ جګړه کی وژل شوی دی . خوطالب  خراسانی د پاکستانی طالبانو ویاند نه دی ویلی چی څنګه د جګړی لیکی له پولو د ښار تر هوټلونو راورسیدی ؟ او دپاکستانی طالبانو دغه دوه مشهوری څیری څه ډول جګړه پر مخ بیوه . ؟خو ځینو افغان چارواکو دغه خبری منابعو ته د نوم د نه ښودلو په شرط څرګنده کړی ده چی هغوی د افغانستان په ختیځ کی پروت له  کنړولایت  څخه چی ددغو طالبانو اصلی هډه بللی شی کابل ته د ملی امنیت په شوری کی د پاته شویو هیواد ضد عناصرو په مرسته کابل ته د ځینو ځانګړیو ملاقاتونو د ترسره کیدو او لازمو هدایاتو د آخیستو په موخه راوستل شوی ؤ . بل لورته ویل کیږی چی تیره اونۍ ددوی جنازې د کنړ ولایت په سرحد کی خاورو ته وسپارل شوی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا