گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » راځی ددیوالونو پرځای پلونه جوړ او دنفرت پرځای محبت راولـــو!
راځی ددیوالونو پرځای پلونه جوړ     او دنفرت پرځای محبت راولـــو!

راځی ددیوالونو پرځای پلونه جوړ او دنفرت پرځای محبت راولـــو!

دوه سکه وروڼو څنګ په څنګ دوه ستر زراعتی فارمونه درلودل،دواړه له څلوېښتو کالونو راهیسې له یو او بل سره په اتفاق اوسیدل،که کوم یوه ته به اړتیا پیدا شوه،د بل یو له وساېلو به یې استفاده کوله…د خدای کړه وو،یوه ورځ په ادنا خبره سره مخالف شول او دغه معمولی اختلاف تر دې پورې زیات شو،چې تر منځ یې خبرې،اترې بند شوې،څو اونۍ وروسته خبره تر دې پورې ورسیده چې یو او بل یې سره وښکنځل او کوچنی وروریې بلډوزر چالان کړ،دباندې یې راوویست،تر ماښامه پورې یې د دواړوکورونو په منځ کې ژور او اوږد نهرجوړ کړاو دسیند اوبه یې پرې ور خوشې کړې.بله ورځ یو تره کاڼ چی دکورترڅنګ یی تېریدی،چې مشروروریې ورته غږکړاوکورته یې راوغوښت.

تره کاڼ  ته یې وویل چې دا مخامخ فارم زما د ورور دی او نن،سبا ورسره په جګړه هم یم،هغه پرون زموږ د کورونو ترمنځ نهر تېر کړ او او به یې په کې خوشې کړه ځکه خو نوزه غواړم چی زما او د هغه د فارم ترمنځ اته فوټه لوړازغن سیم تېر کړم،ځکه زه غواړم د هغه کور څه چې شکل یې هم ونه ګورم،خو دغه کار ژر پیل او ترسره کړه،پوره او لږه ډېره اجوره به هم درکوم.تره کاڼ (نجار) سر وخوځاوه او ورته یې وویل چې لومړی ماته هغه ځای راوښایه،له کوم ځایه چې تاسو غواړی آغزن سیم تېرکړی،ترڅو له اندازې سره سم له بازار څخه وساېل راوړل شیوخت  ته په کتو یې مشر ورور او تره کاڼ دسیمی بازار ته ولاړل.له بازار څخه یې د اړوند کارګرانو سره سره یو پیک اپ موټر وساېل هم راوړل.نجار ورته وویل چې اوس تاسو ارام او دمه وکړئ اودا کار موږ ته پرېږدئ…تره کاڼ  له کارګرانو سره ټوله ورځ او شپه کار وکړ،کله چې سهار مهال یې مشر ورور له خوبه راویښ شو،نو ګوری چې اته فوټه څه چې یو فوټ سیم هم نه ښکاری،ډیر نا آرامه او وارخطأ شوکله چې لږ ورنږدې شو،نو وه یې لیدل او سترګې یې لا راووتې چې نجار د سیم غځولو پر ځای د نهر پرسر یو لوی او ښائیسته  پل جوړ کړی دی . کله چې تر پله  نږدې ورغی،نو ویی کتل  چې د پل بلې غاړې ته یې کشر ورور ولاړ دی او د ده پر لور ګوری، په چوپتیا کې به یی  کله پل او کله نهر ته کتل او بیا یې پر څیره لږ تبسم ښکاره شو،څو شیبې  وروسته دواړو وروڼو د کوچنیو،کوچنیو قدمونو په وهلو د پل په منځ کې یو او بل ته نږدې شول،له سترګو یې د اوښکوپه تویدویواوبل ته غاړې ورکړې.همدغه مهال یې له کورونو څخه میرمنې او ماشومان هم راووتل او د پل پر سر سره یو ځای شول،د دی  نندارې په لیدو تره کاڼ  موسکې شو … کله چې یی د مشر ورورترکاڼ ته پام شو چې خپل وساېل یې راټولول،په منډه یې مخې ته راغی او ورته یې وویل چې څو ورځې زموږ سره پاتې شی،خو نجار د دې خبرې په کولو ورڅخه ولاړ،چې:اوس هغه باید نور ډېر پلونه جوړکاندی.مهربانی وکړی د خلکو ترمنځ د دېوالونو جوړولو پر ځای پلونه جوړ کړی،اقلا په میاشت کې هرو،مرو د یو پل جوړولو هڅه وکړئ…

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا