گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکومی خوشحالۍ نمانځ غونډه ؟
دکومی خوشحالۍ نمانځ غونډه ؟

دکومی خوشحالۍ نمانځ غونډه ؟

وایی نن تاسو هم د بریا لمانځغونډې ته راشئ!

دهوایی نیلی په لکئ سپوراشنا په ځواب کی ! نه ! نه !

وائی نن تاسو هم د بریا لمانځغونډې ته راشئ!مال په دغه خبره خوښ یم چې د هیواد یو ملی بنسټ مې له ډیر غیر ضروری ځنډ وروسته خپله دنده نیمه نیمښوره سر ته ورسوله اوداسی ښکاری چی  وضعیت له”  بم  بست !!!” څخه راووت، خوتاسوراته په خنداګانو او اتڼونو باندې ددغې خوښئ د لمانځلو خبره کوئ؟

کلا و حاشا !  نه ، نه ! 

د هوایی نیلی په لکئ سپور اشنا!راځه نن درته لږ شان سر درخلاص کړم! په هیواد کې مې په زرګونو پردی عسکرپراته دی. د خپلو امنیتی ځواکونو تنخواه راته پردی را استوی. د ټاکنو لګښت راته له پردی جیب څخه راوزی. په روانه جګړه کې هره ورځ د هیواد د بچیانو جنازې پورته کوو. له نهه ملیونه واجد شرائطو ووټرانو څخه مو له دوه ملیونه کم خلک په ټاکنو کې برخه واخیسته. ځوانان مې په یوه ګوله ډوډئ پسې د ژویو نهنګانو او دښتو خوراک شول.

مشران مې څوک جګړو ته ټمبه دی څوک په ارګ کې نښتی دی څوک موازی سندرې وایی څوک له یوې خوا او څوک له بلې خوا غور او پش کوی. هیواد مې د پردیو نیابتی جګړو ډګر ګرزیدلئ ده.نو خندا له کومه ځایه را پیدا کړم چې دغه بریا ولمانځم؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا