گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » امریکااو تورپنجاب سره پخلاشول دافغان پـه تباهۍ،سره سلا شول
امریکااو تورپنجاب سره پخلاشول    دافغان پـه تباهۍ،سره سلا شول

امریکااو تورپنجاب سره پخلاشول دافغان پـه تباهۍ،سره سلا شول

           افغانانو سوله وکړئ!

سی. آی. اې. په ګـونـډو شـوې، آی. اېس. آی. ته

افـغـانـانـو!!! نور پناه یوسئ! خپل خدای(ج) ته

امــریـکـا او تــور بــنــجــاب، سره پخـلا شــول

د افــغــان پــه تـــبــاهــۍ، ســره ســـلا شـــول

ســولــه وکـړه امــریـکـا، تــور پــنـجــاب دواړو

تــطــبــیــقــیــږی بــه د جنګ، په ښکېلـو غـاړو

لـــنـــډه غـــر او تـــرهــــګـــــر، واړه د دوی دی

کــم او ســتــر د افـــغـــانــانـو، په دې پوی دی

څوک اوبه غواړی، څوک خاوره، څوک کانـونه

چـور یې کـړل، طـبـیـعـی زېـرمـې، مـعـدنـونـه

پـه ښــکـاره نـاپـاکـســتـان، چــټــلــســتـان دی

چې دښــمــن د ګـران هـیواد، افـغـانسـتـان دی

پــــټــــنــــځـــــای د اســـامــــا او تــرهـــګــرو

روزنـــځــــای د لــــنــــډه غـــرو، ځــــنـــــاوروورانـکـار نـه دی افــغــانـان، مــســلــمــانان دی

هـمـیـشـه سـولـه غـوښـتـونـکی، انـسـانـان دی

خـو دنــیـا تـه یې پـه تــور مـخ، ورښکاره کړل

افـــغـــانــان یې امــوخــتــه، پـه نــنــداره کړل

پـه وژنـــو او قــــتــــلـــونــو یې مــعــتـاد کړل

خپل په خپل، ورور یې په ورور،تباه برباد کړل

احـــســـاس مــړ، بې تـفـاوتـه ژونــد تــېـریـږی

ســـتــرګې مـــړې مـړې غــړوی، نه پورته کیږی

پـه جـــادو، مــــنـــتــر تــړلــی دی، نــه ښــوری

وژل کـــیــږی، بـــیــاهــــم رډ رډ، ورتـه ګـــوری

لـــږ هـمـت وکړئ، ژونـدی یئ، مـړه خو نـه یئ!

هــزاره، ازبــک، تــاجــک، کــه پـــښـــتــانـه یئ!

تـــبــاه کــېـږئ کـه یـو نـه شـئ؟ افــغــانـانـو!!!

کـه یـو نـه شـئ؟ نـو ورکـــېــږئ افــغــانـانـو!!!

کـه طــالــب دی، کــه مــلا دی؟ واړه خـپـل دی

تـور پـنـجـاب او امــریــکـا راتــه، پــه چــل دی

هـر څـوک خـپلې خـپلې، مـوخې لـری ځـان تـه

پـه کـمـیـن کې ناست دی، ګران افـغـانستان تـهســیــاســیــون، د خــارجــیـانـو اجـــیـــران دی

څـوک د روس او امــریـکــا، څــوک د ایـران دی

سـولـه وکـړئ!!! سـولـه وکړئ!!! سـولـه وکـړئ!!!

خـو پـه تـور پـنـجـاب ابــــداً ، بـاور مـه کړئ!!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا