گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لږماته غوږ شې!راځی دستونځو په ګرداب کې نښتئ هیواد وژغورو!
لږماته غوږ شې!راځی دستونځو    په ګرداب کې نښتئ هیواد وژغورو!

لږماته غوږ شې!راځی دستونځو په ګرداب کې نښتئ هیواد وژغورو!

په افغانستان کې اوس مهال د سولې لپاره د بل هر وخت په پرتله په لوړه کچه فرصت برابر شوئ ده. په دغو حساسو شیبو کې د تلپاتی سولې په موخه د بین الافغانی خبرو اترو پر وړاندې شرطونه ایښودل، احساساتی خبرې کول، شکونه اندیښنې پیدا کول او خنډونه جوړول که د هر لوری له‌خوا وی، په هېواد کې له سولې سره مخالفت ګڼل کېږی.د طالبانو په شمول په جګړه کې ښکېل ټول لوری باید ومنی چی اوربند او سوله د رب العزت حکم او د خلکو غږ ده او دغه غږ ته باید د دینی مسئولیت او ملی مجبوریت په چوکاټ کې مثبت غبرګون وښئی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه د ستاینې وړ ګام ده. پر ټولو سیاستوالو غږ کوو، چې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره د هڅو پر ځای، د دغو ځواکونو د عملی وتلو لپاره د شرائطو برابرولو هڅې وکړی.له طالبانو څخه مو هیله داده چې لاس ته راغلی فرصت غنیمت وګڼی. خوښی دې څرګنده کړې خو احساسات دې قابو کړی. له داسې خبرو او کړنو څخه ډډه وکړی چې د سولې روح ته زیان رسوی.

په ولس کې بې باوری ته لاره هواروی او خداى مه کړه د افغانانو ترمنځ د اویایمې لسیزې په شان د یوې بلې خوسا، منفورې او ورانونکې جګړې لامل وګرزی.اوس هغه وخت را رسیدلئ ده چې حکومت او طالبان یو بل د عینی واقعیتونو او ځمکنیو حقیقتونو په توګه په پراخ تندی ومنی. دواړه خواوې زمونږ په ټولنه کې ژورې ریښې لری، مشروع او غیر مشروع اړخونه دریزونه او کړنې لری. که یو لورئ د بل اړخ اغیزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوی، یا د کوم اړخ د محوه کولو، یا بی اهمیته کولو هڅه کوی او یا هم د رسمیت نه پیژندلو خبره کوی زمونږ په آند غلط دی سهوه کوی او لمر په ګوتو پټوی. افغانستان په تیرو څلورو لسیزو په یو نه یو ډول د ډلو لخوا د واک د انحصار په اور کې سوځی. اوس باید حکومت او طالبان د واک د انحصار فکر له ذهن څخه وباسی.

حکومتی اړخ باید د احساساتو کارولو، تند او سخت غبرګون ښودلو، سرو او شنو کرښو د خیالی ترسیم پرځای د شرائطو حساسیت ته متوجه شی.مونږ پوهیږو چې د نظر او دریز توپیرونه شتون لری. په انسانانو کې د نظر اختلاف بالکل طبعی خبره ده.څوک د سمون او مثبت بدلون لپاره په سوله ایزه مبارزه باور لری او څوک هم ما ګټلې ده، نه منم، غره ته ځم، همه شمول جوړوم، موازی جوړوم چیغې وهی، خو څوک بیا یوازې جګړه د ستونځو حل ګڼی.څوک خپل سیاسی مخالف ته ښکنځل کوی، څوک بیا خپل مخالف څارنوالی ته ورپیژنی او څوک هم یوازې خپل دریځ څرګندوی او د نورو نظر ته له مخالفت سره احترام لرى.

څوک چاپلوسانو محاصره کړې او همدغو مداریانو ورته هر څه ګل ګلزار او سم ښکاره کړی ده. د ملت غوښتنې، ارزښتونه او خپله عنعنوی مذهبی ټولنه نشی درک کولای. د چاپلوسانو د لاسونو په پړکونو باندې مصنوعی انرژی اخلی او څوک د فقر لوږې بې عدالتی وحشت بمونو بمباردونو په مینځ ژوند کوی.څوک فساد، ظلم، غصب او زورواکی د بی عدالتی او له قانون څخه د معافیت پایله، خو څوک فساد او زورواکی بیا د روانې جګړې محصول ګڼی.څوک د پردیو ځواکونو شتون ته یرغل وایی او څوک یې هم نړیوال مرستندویان ګڼی.څوک د سیاسی ګټو لپاره دین کاروی او څوک هم د دین او هیواد د چوپړتیا لپاره سیاست کوی.څوک د جګړې لامل د هېواد اشغال ګڼی او څوک هم روانه جګړه له کورنی اړخه د واک په سر او له بهرنی اړخه یې نیابتی جګړه بولی.څوک فقر، لوږه، د زده کړو ټیټه کچه او خپل سری وسلوالې ډلې د سولې په وړاندې خنډ ګڼی او څوک هم په ټولنه کې افراطیت او جګړه ایز ذهنیت د امن او پرمختګونو په مخکې ستونځه ګڼى.د نظر اختلاف د انسان له خلقت او فطرت سره له ادمه تر دې دمه په مسلسل او متواتر ډول روانه او نورماله پدپده ده.کیدای شی ټول په خپل خپل ځاى کې رښتیا وایی. کیداى شی ټول غلط شوی یو او کیداى شی ځینې دریزونه سم او ځینې نور غلط وی، خو انسانى دریزونه دی چې د وخت په تیریدو سره د صعود او د پوخوالی پر لور پړاوونه وهی.که هرڅه وی خو د چاپیریال اغیزې، د پوهې د کچې کورنئ روزنې، محیطی شرائطو، عمر او ټولنیز دود توپیر یې وګڼئ.مونږ اړ یو چې ټولنیز او سیاسی اختلافات د ټولنیز دود او سیاست په چوکاټ کې وڅیړو. دغه ډول اختلافاتو ته به د معتقداتو او ملی ارزښتونو بڼه ورنکړو. د فکر، نظر، دریز، ژبې، قوم، سمت، قشر، جنس او عمر له توپیرونو سره سره د یوه هیواد، یو ملت، یوې جغرافیې وګړی، د یوه رب مخلوق، د یوه دین منونکی او له یو بل سره په سوله ارامی او سوکالی کې ژوند کولو ته اړتیا لرو.که داسې نشی کولاى، نو یقیناً به یې پایله د اویایمې لسیزې خوسا چټلو مردارو او ناروا خپل مینځی جګړو ته ورته وی د کوم په هکله چې مونږ تصور هم نشو کولاى.د افغان غمیزی کورنیو ټولو اړخونو ته وړاندیز کوو چې د ستونځو د سمندر په څپانده او خطرناکه موجونو کې دغه ځوریدلئ او ځپل شوئ هیواد د نهنګانو او توپانونو له خطر څخه د نجات ساحل ته د رسولو لپاره ځمکنیو حقائقو سره ځانونه مخامخ کړی. په خپل ګاونډ، سیمه او نړئ باندی ځغلنده نظر واچوی. د خپل ولس زخمونه او دغه هېواد ته له متوجه ګواښونو څخه ځان خبر کړی. زمونږ ولس او هیواد اوس هم له دینی او ملی ارزښتونو څخه د دفاع په نوم د پردیو نهنګانو او خپلو لیوانو د هوس او هوا قربانی ورکوی.مونږ د هېڅ ګاونډی سیال نه یو. مونږ د نړیوالو د پرمختګونو په ځغاست لوبه کې پاتې شوی یو.مونږ خپل هیواد ورانوو، مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د نړئ په خیراتونو چلیږو. مونږ د ځمکنئ جغرافیې په پرمختګ کې هېڅ ونډه نه لرو. مونږ د نړیوالې سیالئ په ډګر کې د نورو پر اوږو پیټئ یو.مونږ له خپلو وروڼو سره جګړه لرو. مونږ د خپلې سولې خپلو ټاکنو د پایلو منلو او د خپلو ارادو د تمثیل لپاره پردیو ته لاس نیسو.

مونږ د نړیوالې تربګنئ په کلی هسکه غاړه نشو ګرزیداى. مونږ د پردیو د شړلو جشن لمانځلاى شو خو له خپلو وروڼو سره سوله څه چې ناسته هم معیوبه ګڼو. مونږ خپل هېواد کې د موازی حکومت، موقت حکومت، خپلسرئ حکومت، وزیرانو او والیانو د ګمارلو ګواښونه او چلونه زده دی، خو مونږ د الهی حکم او ولسی ارادو په وړاندی د سرښکته کولو دود نه زده کوو.په ټولنیز او سیاسی اړخ کې بله ستره نیمګړتیا مو داده چې سیاسیون، مدنی فعالان، قومی شوراګانې روحانی شخصیتونه ګوندونه او حاکمه ډله مو د نړئ د سیاستوالو په شان په حساسو شرایطو کې د یووالى دود نه لری.د نظام جوړولو له مکررو ناکامو او ترخو تجربو وروسته مو د هیلو مراندې په ځوانانو پسې وتړلې خو متآسفانه زموږ لوستی ځوانان چې ځانته روڼ اندی هم وایی، په ډلو او بانډونو باندی ویشل شوی دی. یو شمیر یې د ناهیلی په رنځ اخته دی. په قومی او ګوندی جوړښتونو نیوکې کوی، خو خپله هیڅ مسؤلیت نه منی. ځینې لوستی ځوانان مو لوړو پوستونو ته لاره موندلې او یوازې له بهرنئ نړئ سره په راکړه ورکړه باور لری.

دغه ډله دینی، کلتوری، ټولنیزو جوړښتونو او واقعیتونو ته اهمیت ورکول د وخت زیان ګڼی.هغوى نه پوهیږی چې مونږ په یوه داسې عقیدوی دودیزه ټولنه کې ژوند کوو چیرته چې نړیوال نورمونه او معاصر نوښتونه د تطبیق وړ نه دی.له ټولو پورتنیو ستونځو ناخوالو نیمګړتیاو سره بیا ناهیلی کیدل د حل لاره نه ګڼو. مونږ کولاى شو چې د پامیر او هندوکش د غرونو هسکو څوکو ته پورته شو. د افغان غمیزی په توپانی هوا کې خپل له برمه ډک ولس او خپل ځوان نسل ته د خپلو هیلو ډیوه بله کړو، نو وینو چې د ستونځو له سمندری ګردابونو څخه خپل ملت او هیواد د نجات ساحل ته ورسوو. مونږ د داسې اسلامی نظام غوښتونکی یو چې د ولسی ارمانونو ممثل وی. آزاد، خپلواک ، یو موټئ او اګاه ملت، سوکاله، با کفایته زعامت، ښه مدیریت، سالمې دولتی اداری، پیاوړئ امنیتی ځواک، غوړیدلئ ملې اقتصاد او ملی ګټو ته ژمن دیپلوماتیک بنسټونه ولری. پریکړې د مصلحتونو بربنسټ نه، بلکې د قانون او ملی ګټو په رڼا کې کیږی. امتیازات اخیستل د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ښځې او نر، ځوان او مشر، شمال او جنوبنه، بلکې د اهلیت علمیت تجربې دین او هیواد ته د ژمنتیا پر بنسټ دود شی.دغو موخو ته د رسیدو لپاره خورا اړینه ده چې حکومت او طالبان د یو بل منلو، د یو بل زغملو د هېواد د ابادی او پرمختګ لپاره د ګډ کار کولو چل او هنر زده یاد کړی.         

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا