گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » وا وا مســــــلما نـــــــــــــی !
وا وا مســــــلما نـــــــــــــی !

وا وا مســــــلما نـــــــــــــی !

درندو او عزتمندو دوستانو خویندو وروڼو سلام او درناوی می ومنئ !نن می بیا دا دی په تیر عنوان ( دآسمانونو دپورته خوانه ) پسی می نن بیا دلوی استاد ( استاد خادم بابا ) د ادبی اثارو څخه دا عنوان ( واوا مسلمانې ) را غوره کړی ، په دې هیله چی ټول دادب مینه وال یی په مینه او غور ولولی ، خوند اوپند تر واخلی

بلبل د ګل د پاسه کړله داسی خوشخوانی

واوا مسلمانی !

دږیرې د ویښتوپه دام کښې نیسی برالا

طائردبیت الله !

دانې ورته تسبح کاندې ځان نه ګڼی جانی

واوا مسلمانی !

په سر د مظلومان به پښې ږدې چی او چت شی

خاوند دمنزلت شی

په دې منبر به کښینې کړی به وعظ قـــــــرانی

واوا مسلمانی !ځی تل به یی دږیری دتیرې لاندی کــــاروان

کچیرې او اوښان !

غریب چی په لاس ورشی پی شکار کا ښه ځوانی

واوا مسلمانی !

مرام د حکومت به وی یو څه او دی بل څه کا

مقصد به دخپل زړه کا

په سل قسمه نیرنګه به ساتی خپله خا نــــــــــی

واوا مسلمانی !

قانون او عدالت او وظیفې پورې به خاندی

عمل دغسی کاندی

مقصد یی وی په ژوند کښې خپل هوس او کامرانی

وا وا مسلمانی !

تعبیر به دملت او حکومت منځ کښې غلط کا

پاشانه جمیعت کا

دوستان سره دښمن کا چی وی دا ترجمانی

واوا مسلمانی !

سری وینې د حسین به دشرابو غوندی شومی

فرحت به باندی مومی

و خلکوته به ځان کا ۰۰۰۰۰ ثانی

وا وا مسلمانی

شیشه به دآمالو د مسلم وهی په ځمکه

نه ډار لری نه کرکه

راضی به په فساد وی خوند به آخلی په ورانی

واوا مسلمانی !

دشل کالو خرمن به د په یو تیلی ایره کا

ستا مېنه به سپیره کا

مغرو به وی لا دی چی می وکړه مهربانی

وا وا مسلمانی !

وجدان یی دجودان په نغوته درومی په هر لوری

لوړې ژورې ګوری

قیران چی پکښې بود شی وی هماغه قرآنی

واوا مسلمانی !

له وینو د مظلوم څخه به جوړه کا غازه

خپله مخ لره تازه

په دی باندی به ځان کاندی عالم ته نورنی

واوا مسلمانیدښمن دنوی علم او رڼا وی په یــــــقین

خپل وهم ګڼی دین

ګمان کوی چی داده هغه وهی آسمانی

واوا مسلمانی !

لا دا زاړه ماغزه به دعوه کاندی چی عالم یم

دقوم زه ( خادم) یم

ولاړ وی په نمانځه کا دغویو پاده وانی

واوا مسلمانی !

نغمی دبلبلانو به نه اوری په صبا

له مکرو ریاء

ضرر به مسلمان ته ګڼې چاره ایمانی

واوا مسلمانی !

په دی باغچه کښې ګرزی هسی شان زاغ وزغن

چی وران کاندی چمن

د دوی له ډاره نه شی کړای بلبل نغمه خوانی

وا وا مسلمانی

پــــــــــــــــــــای

کابل دحوت میاشت ۱۳۲۰

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا