گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د جنـرال شهنواز تڼی دکودتاپه باب دلیکوال زاهد شاه انګارڅو یادونه
د جنـرال شهنواز تڼی دکودتاپه باب دلیکوال زاهد شاه انګارڅو یادونه

د جنـرال شهنواز تڼی دکودتاپه باب دلیکوال زاهد شاه انګارڅو یادونه

د شهنواز تڼی په اړه د ښاغلی غفور مهیدی په لیکنه پورې ما ته هم د شهنواز تڼی او ډاکټر نجیب د اختلافاتو اړوند یو څه را یاد شول:د ۱۳۶۸ لمریز هجری کال په نیمایی کې ډاکټر نجیب او له ده سره نږدې کسانو پلان درلود چې صالح محمد زیری، نیاز محمد مومنداو میرصاحب کاروال چې د خلق دموکراتیک ګوند په مرکزی کمیټه کې د خلق جناح کلیدی کسان بلل کیدل له خپلو موقفونو ګوښه او سلب صلاحیت کړی؛ نو دغو کسانو په ملکی او نظامی برخو کې د ګوند د خلق جناح د یوې برخې په کادرونو او صفوفو کې د ډاکټر نجیب خلاف کار پیل کړ.

د مرکزی کمیټې یادو کسانو څوماده ایز اعتراض ولیکه او په ګوند کې یې خپلو ملاتړو او هواخواهانو ته تر اولیه سازمانونو پورې ورولیږه.په ټول افغانستان کې د ګوند داولیه سازمانونو په غونډو کې دهغه څو ماده ایز اعتراض لپاره کمپاین تر سره شو.خبره تر دې ورسیده چې صالح محمد زیری، نیاز محمد مومند او میر صاحب کاروال شهنواز تڼی چې د افغانستان دفاع وزیر و، دې ته وهڅاوه چې د ډاکټر نجیب خلاف پوځی اقدام وکړی.شهنواز تڼی د دوی خبره ومنله او د اردو د څو برجسته جنرالانو ( کبیر کاروانی، جعفر سرتیر، فیروز، اصف شور او … ) په شمول د ملی دفاع وزارت کې یې د نجیب خلاف د پوځی اقدام د رهبری کولو لپاره د قوماندې مرکز رامنځ ته کړ.

د قوماندې دغه مرکز په کابل او ولایتونو کې له قطعاتو او جزوتامونو سره اړیکې تامین کړې او په قطعاتو او جزوتامونو کې د دوی ملاتړی خلقی افسران د دفاع وزارت د قوماندې ایجاد شوی مرکز، امر او قوماندې ته منتظر وو.په همدغو ورځو کې د پوځی اقدام په اړه د پټومهمو هدایاتو د تر لاسه کولو لپاره د کابل ولایت د قطعو او جزوتامونو څخه د دوی ملاتړی ارشد خلقی افسران د ملی دفاع وزارت قرارګاه( دارالامان قصر) ته ور غوښتل کیدل.

“د ۹۹ دافع هوا راکټ لوا قوماندان ډګروال خان محمد چې دفاع وزارت ته روانیده، د محافظینو پر ځای ورسره درې تنه افسران روسی جیپ موټر ته وختل، په دغو دریو تنو افسرانو کې یو تن یې تورن عاشق الله غریب و (دا مهال تورنجنرال او د دفاع وزیر د دفتر ریس دی).د لوا قوماندان ډګروال خان محمد ته د لوا یو شمیر افسرانو وویل چې دفاع وزیر شهنواز تڼی ته ووایه چې که د ډاکټر نجیب خلاف پوځی اقدام کوی تر سبا سهاره دې یې وکړی که داسې و نه شی بیا موږ ورسره نه یو”.هغه مهال د شهنواز تڼی له خوا د ډاکټر نجیب خلاف پوځی اقدام تر سره نه شو.یوه ورځ زه او پیلوټ ستار د جنرال اصف شور کورته د ده د لیدلو لپاره ورغلو، ما له اصف شور څخه وپوښتل چې ولې مو پوځی اقدام و نه کړ،.په داسې حال کې چې په قطعو او جزوتامونو کې اکثریت پوځی افسرانو لومړۍ درجه احضارات درلودل؟ جنرال اصف شور په مایوسۍ سره وویل ” ټول کار بکسکیانو خراب کړ له بکسکیانو یې هدف زیری، مومند او کاروال وودوی ته ډاکټر نجیب بیرته خپل ګوندی موقفونه ومنل او دوی له خپلو بکسونو سره دفاع وزارت او کابل کې د شوروی اتحاد سفارت ته لاړل راعلل او بالاخره یې شهنواز تڼی له ټانکه راکوز کړ، او په دې سره یې د اوړو پزې جوړولو هڅه وکړه”له هغې ورځې چې شهنواز تڼی د ډاکټر نجیب خلاف د پوځی اقدام تابیا نیولې وه، څه نا څه درې میاشتې تیرې شوې. د دغو دریو میاشتو په جریان کې ډاکټر نجیب د جنرال نبی عظیمی تر قوماندې لاندې نظامی ګارنیزیون پیاوړی کړ،

د قطعو او جزوتامونو لپاره یې خپل ملاتړی قوماندانان وټاکل، خاص ګارډ یې د تشکیل، پرسونل، سلاح او مهماتو له پلوه پیاوړی کړ. بل خوا شهنواز تڼی هم د قطعاتو او جزوتامونو لپاره خپل ملاتړی درستیزوالان او مرستیالان وټاکل او د دفاع وزارت د قرارګاه محافظ غونډ یې تقویه کړ چې د ۹۹ یمې راکټ لوا افسر تورن عاشق الله غریب یې د یاد محافظ غونډ د مرستیال په توګه مقرر کړ.د ۱۳۶۸ ل، ه کال په حوت میاشت کې د شهنواز تڼی او ډاکټر نجیب د ملاتړو ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوه، د کابل پر بالاحصار (خاص ګارډ قوماندانی) او ځینو نورو برخو د جیټ الوتکو بمبارډونه هم وشول.

د دفاع وزارت قرارګاه او محافظ غونډ یې د ملی امنیت پنځم ریاست له لارې د ډاکټر نجیب ملاتړو ځواکونو ونیول.شهنواز تڼی د هوایی او هوایی مدافع قواو لوی قوماندان جنرال قادر اکا په مرسته او ملتیا بګرام هوایی ډګر او له هغه ځایه د الوتکې پواسطه پاکستان ته ولاړل.دا چې د حوت میاشتې په هغه نښنه کې لومړی برید چا وکړ؟او نورې ډیرې اړوندې خبرې هم شته چې دلته یې له لیکلوتیریږم.                                               

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا