گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوال اودنوی کال هرکلۍ !
خوستوال اودنوی کال هرکلۍ !

خوستوال اودنوی کال هرکلۍ !

دنواندیشی یادونه : که څه هم ټوله نړی د کرونا په نوم ویروس نیولی او په مرګ ګواښلی ده او ددغه نړیوال آفت آغیزی زموږ پر جګړه ځپلی هیواد هم پریوتی دی تر دی چی د حضرت علی کرم الله وجهه په نوم یاد شوی زیارت جنډه چی هرکال به د پرتمینو مراسمو په ترځ کی په رڼا ورځ پورته کیدای شوه او تردی چی د ډاکتر نجیب الله د واکمنی په ترځ کی خو  ډاکتر نجیب الله به د ځانګړی درناوی له مخی په هره موخه او انګیزه چی وه یوځلی  په خپلو لاسونو او دالله اکبر د شعارونو په بدرګه دغه جنډه پورته کړی وه  .

اوس په پټه د اولس څخه په ناخبره ساتلو دغه جنډه د شپی د لسو بجو په شاوخوا کی د مزارشریف د روضی د څو متولیانو په لاسونو اوچته کړای شوه که څه هم ویل کیږی چی د حضرت علی کرم الله وجهه زیارت له افغانستان څخه ډیر لیری د عراق د کوفی په  مذهبی ښار کی مؤقیعت لری خو دځینو په باور دوخت حاکم سلطان بایقرأ چی کله حضرت علی کرم الله وجهه په خوب کی ولید اورته وی فرمایل چی د هغه زیارت دی په بلخ یا اوسنی مزارشریف کی جوړکړی نو په لومړی ځل یی دحضرت علی کرم الله وجهه  په نوم دزیارت ډبره کیښوده چی په کم  وخت کی د بیوزلو او خوارانو د حاجتونو د پوره کولو او ناروغانو ته دشفأ ورکولو په مرکز واؤښته .خود افغانستان په تاریخ کی لومړی ځل دی چی دکرونا د وژونکی ویروس له ډاره  حضرت علی کرم الله وجهه ته منصوب توغ دشپی په تیاره کی اوچتیږی .

خوترټوله جالبه او دحیرانتیا وړیی لاداده  چی د حضرت علی کرم الله وجهه ته د منصوبی مبارکی روضی متولی چی ځان عتیق الله انصاری نوموی په تیاره کی د جنډی یا توغ پورته کول هم د آیت الله العظمی کرونا له ویری سره په تړاؤبولی اودغه کارد آیت الله العظمی کرونا له دفتره د خپری شوی فتوی سره په مطابقت کی بیانوی .خوهیڅوګ هم پوه نه شول چی څنګه او له کله نه  په تیاره کی د توغونو او جنډوپورت کول دیوی نړیوالی فاجعی پروړاندی د وقایوی تدابیرو په فهرست کی ځای ورکړل شوی دی ؟

_______________________________________________

په دې وروستیو کې د کورونا وایرس د خپرېدو له اندیښنو سره سره بیا هم د خوست اوسېدونکو د ۱۳۹۹م لمریز کال لومړۍ ورځ تر ماښامه په مېله ځایونو او د ښار په تفریحی پارکونو کې په مېلو، چکرونو، اتڼونو او خوشحالیو تېره کړه دنوی کال دمیلو ګډون والو وویل :ددی ورځی لمانځنه که څه هم دپخوا په شان شانداره  نده او خلک سږکال نورو ولایتونو او لیری لیری ځایونو ته نه دی تللی خوبیاهم په خپلو نږدی سیمو کی یی لمانځی . افغان لیکوال اوخوست میشتی تکړه  شاعرښاغلی زاهدشاه انګار دغه حالت په دی ډول بیان کړ .

زموږ خلک به پخوا هرځای ته تلل او تللی شول خو اوس چی ځینی ستونزی شته هغه پخوانیو میله ځایونو ته نه شی تلای خو دا نږدی دکلیو او قومونو خواته غونډیو ته پورته کیږی ، باغونو ته ځی او میلی جوړوی . دغه شانی د ددغه میلی یوه ګډونکونکی مدنی فعال  ډاکتر جمیل سوما داسی وویل : اوس هم ددی امکان شته چی ځینی وګړی نورو میله ځایونو ته هم ولاړشی خو اوس ډیری خلک په خپلو کلیو او بانډو کی د نوی کال یا د نوروز ورځ نمانځی چی دهغه له جملی څخه زموږ د کجری کلی ځوانان هم راوتلی او دغه ورځ د صحبات او د هلکانو په را غونډولو لمانځی .بل لوری ته ځوانان هم دنوی کال دغه ورځی ته خوشحاله وی او وایی چی دوی ددغه ورځی په مناسبت میلی کوی او خپلو ملګرو او دوستانو ته په دغه میلو کی دګډون بلنه ورکړی ده . صفی الله چی ددغه میلی یوبل ترتیب کوؤنکۍ دی وایی : موږ ټولو دځان او خپلو دوستانو لپاره صحباتونه ترسره کړل ، ځوانان موهم له نورو ځایونو څخه  راغوښتی دی هغوی هم راغلی دی او په

ډیره خوشحالی سره مو خپلی آتڼۍ او د افغانستان نوی کال مو ولمانځلو خدای دی وکړی چی په هرچا همداسی په خوشحالی سره تیرشی .بله خوا ته دپسرلی ددغه میلی یوه بل ګډونکؤنکی موسی خان دخپلو خبرو په یوه برخه کی وویل : په دغه شانی حالاتو کی بس موږ راغلی یو دخپل تر څنګ مو میله کړی ده او انشأالله ښه خوشحاله یو او دپسرلی ډیر ښائیسته  موسم هم دی . دنوی کال په اوله ورځ خوست له پخوانه خلک ، ځوانان او ماشومان ، نجونی او میرمنی ډلی ، ډلی دخوست مشهورو زیارتونو لکه کاکرک بابا ، متون بابا ، دتڼیو آد مامد ، حضورګل آبا اونوروته تلل خوسږ کال ډیرۍ خلک بیا میله ځایونو د پروژی باغ غونډیو دغرونو لمنو ، میلمه کوټ او د فارم باغونو ته ولاړل اوهلته یی دنوی کال خوشحالۍ ونمانځلی .

له تکړه لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل او له مشال رادیو څخه مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا