گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د نــړۍ د مشهـورو فیلسوفانــو دمـــرګ مـــهال له وینـــاؤ څخه ؟
د نــړۍ د مشهـورو فیلسوفانــو      دمـــرګ  مـــهال له وینـــاؤ څخه ؟

د نــړۍ د مشهـورو فیلسوفانــو دمـــرګ مـــهال له وینـــاؤ څخه ؟

ما په ژوند کې له مرګ پرته د هر څه لپاره تیاری نیوه،اوس چې مړ کېږم،هیڅ تیاری ورته نه لرم…

دغه کس یو سیاسی فلسفی و،د مرګ پر وخت یې ویل چې زه اوس په تیارو کې پروت یم،کوم څوک دې له ما څخه ګرده نړۍ واخلی،خو یوه ورځ ژوند دې راکړی.

تامسپېن د اتلسمې پیړۍ داسی ناباوره  لیکوال و،چې د مرګ پر مهال یې ویل چې زه په داسې یوه عذاب کې راګیر یم چې ما یوازې مه پرېږدئ او له شک پرته ما چې په ژوند کې کوم څه ترسره کړې دی،د دغه عذاب مستحق یم.که نن له ما سره پوره کائنات وای او د دغه نړۍ په څېر مې یوه بله نړۍ هم درلوده،

نو ما به د دغه تکلیف په بدل کې ورکړې وای.نن زه خدای ج وینم،خو ګرد ژوند مې د شیطان غلامی کړې ده.

اسکاټ یوانګرېزاستازی وچې په ۱۵۹۶ کې ومړد مرګ پرمهال یې ویل چې ترڅو شیبووړاندې ما پرخدای ج اوداورپرعذاب

باور نه درلود،خواوس احساسوم چې هغه اصلی دی،خدای ج موجود دی،دا چې زه اوس دعذاب پرلاریم دا دخدای ج عدالت دی.

والټیئر یو فرانسوی فیلسوف  و،چې خپل معالج ډاکټر فوک ته یې د مرګ پر مهال سپارښتنه کړې وه چې که تر ۶ میاشتو یې ژوندی وه ساتی،نو خپله نیمه شتمنی به ورکړی،وروسته یې زیاته کړه چې زه اوس مړ کېږم او دوزخ ته روان یم که د نړۍ ټوله شتمنی هم اروپا ته ورکړی،نه غواړم له کوم ملحد سره ووینم،دغه مهال زه په ستر عذاب کې راګیر یم او ټوله شپه مې د بښنې لپاره چیغې او سورې وهلې دی.

ډېوډداسکاټلنډهېواد تاریخ لیکونکی،چې په۱۷۷۶ کال کې یې دمرګ پرمهال چیغې وهلې چې اورراڅخه چاپېردی اوما سوځوی،د مرګ پرمهال ډېرمایوسه وو.

ناپېلیون کوم چا،چې په فرانسه کې د قدرت د لاس ته راوړلو لپاره په لکونو انسانان په ډېره بې رحمی ووژل،پر ګرده نړۍ یې د واکمنۍ خوب او تابیا درلوده،د مرګ پر مهال یې ویل چې وګورئ،زه له وخت وړاندې د ځمکې اصل ته راګرځیدلی یم،حال دا چې د فرانسې د ستر هېواد ستر پاچا یم،زه چې په کومه کنده کې راګیر یم،په دغه کنده او تلپاتې بڼ (جنت) کې ډېر توپیر دی.

دغه کس د انګلستان د ملحدینو د یوه کلب مشر و،د مرګ پر مهال یې له کټ څخه چاپېره خلکو ته ویل چې: ماته داسې مه وایاست،چې معبود نشته،زه یې اوس په شتون کې قرار لرم،ماته داسې مه وایاست چې دوزخ نشته،ځکه چې زه اوس داسې احساسوم چې ورخوېږم،که تر زرو کالونو هم ژوندی اوسیدلی وای،د دغه اور مخه به مې نیولې وای،خو اوس تر زرګونو کالونو هم له دغه اور څخه نه شم راوتلی،آه دغه اور مې سوځوی.

چارلس فرانسوی پاچا و،چې په ۱۵۷۲ کال یې په لسګونو زره پروټسټنټ عیسویان ووژل،ځکه هغوی کاتولیکان نه وو،له مرګ وړاندې یې ډاکټرانو ته وویل چې:زه هغوی ګورم چې ما وژلې دی،زما مخې ته تېریږی،له زخمونو یې وینې بهیږی،زما پر لور اشارې کوی،ماته د زما د اوسیدو ځای ښکاری،ما داسې ګناهونه کړې دی چې تل به سزا راکوی.

ډېوډ اسټراس یو ملتپال ادیب و،چې په ۱۸۷۴ کال کې ومړ،د مرګ پر مهال یې وویل چې خپلې فلسفې پخپله ذلیل کړم،اوس د غاښ لرونکې ماشین په خوله کې ځان احساسوم،چې هره شیبه مې رېز،مرېز کولی شی.
یو امریکایی مګزین نیوز ویک ته د یوه روسی کمیونسټ جوزف سټالېن لور سویتلانا سټالېن د خپل پلار د مرګ د اخری شیبو په اړه وایی چې زما د پلار مرګ ډېر وېروونکی و،د مرګ پر مهال یې په نڅاپې توګه سترګې خلاصې کړې،په لېونیو او قهریدلو سترګو یې ولاړو خلکو ته کتل او په ښی لاس یې موږ ته اشاره وکړه چې کوم شی مې اور ته کش کوی،داسې مرګ له احساس څخه د محرومیت نښه ده.

د شیطان د کلیسا بنسټګر او همدا راز د بائیبل اف شیطان لیکوال چې په ۱۹۹۷ کال کې ومړ،د مرګ پر مهال یې پر ژړا وویل چې آه دا ما څه وکړل…ما ستره تېروتنه کړې ده.د بیا،بیا لپاره یې له خدای ج څخه د بښنې او معفرت غوښتنه کوله.

لَّقَدْ کُنتَ فِی غَفْلَهٍ مِّنْ هَٰذَا فَکَشَفْنَا عَنکَ غِطَاءَکَ فَبَصَرُکَ الْیَوْمَ حَدِیدٌ (۲۲)

ژباړه: بیشکه چې تاسو هغه ورځ په غفلت کې واست،نن چې موږ درڅخه خپله پرده څیرې کړه،ستاسو لید ډېر تېز شوی دی…

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا