گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوال اوپه وږی ګیډه قرنطین!
خوستوال اوپه وږی ګیډه قرنطین!

خوستوال اوپه وږی ګیډه قرنطین!

دنواندیشی یادونه : که څه هم څه د پاسه څلویښتو کالونو راپه دی خوا د افغان غیرتی اولس  که دیوی خوا د جګړی په سرو لمبو کی سوزی بل لوری ته لوږی او طبیعی راز ، راز آفتونو په خونړۍ لومه کی هم ایساریږی خو دغو ټولو ناخوالواو طبیعی پیښو په وړاندی یی د ایمان پرمټو او دیوه اوبل سره د مینی او روادارۍ پر اوږو ددغه شانی آفتونو مخه نیولی ده . خو ددی ټولو تاریخی عظمتونو او قربانیو ترڅنګ په تیر څلویښت کلن تاریخ کی د ملی ایثاراو قربانی مرغلره چی د قومی اوملی مشروعیت پراوبو مینځل شوی وه  کرار کرار د هیواد د تاریخی برم پرخونړی  ټغرپه اوبه کیدو شوه .او وروسته خو یی داسی ټبراوکهول

 پرمیراث  پریښود چی  دهیواد له برمه ډک تاریخ او تمدن جنازه یی د دروغو او ډالرو په آغزینه دشته کی خاورو ته وسپارله .اوس چی د کورونا ترنامه لاندی یوی خونړۍ بلا سره دډغروپه موخه په کورکیناستوته اړایستل شوی دی نو پخوا له دی چی په افغانستان کی دولتی  چارواکیچی د اولسی ملاتړاومشروعیت دعوی کوی اوتردی چی مشریی ځان د پوځ اعلی سرقوماندان ګڼی ددغه اپیدمیکی فاجعی سره دمقابلی لاری چاری وسنجوی اوپه کورکیناستل یی چی د دغه ویروس سره د مقابلی یوه ښه او موثره اسلحه ده اعلان کړی اوله خپلو لښکریانو(یعنی دملت له هروګړی) ؤغواړی چی په کورونو کی ځانونه قرنطین کړی نو

د قرنطین په شپو اوورځو کی چی اولس یی تیروی اوزغمی دهغوی د ګیډی اوخوراک څښاک اوترڅنګ یی د قرنطینی اضطراری حالت د نورو اړتیاؤ پوره کولو ته هم په کلکه سره پاملرنه وکړی که څه هم  زموږ دلرغونی اومیړنی اولس تیرله برمه ډک تاریخ په داسی حالاتو کی له سرښندنو او روا دارۍ ډک دی خو د تاریخ په دی خونړۍ دوره که چه د تاریخی اوتمدنی ارزشونو جګړه دفساداوکرکې په سرحد کی پیل شوی ده اوپه ظاهره تیربرم اوملی تاریخی ارزشونه ددرواغو اوډالرو په پښوکی دذبحی په حال کی دی خوددی ترڅنګ دا چی اوسنۍ نړۍ دیوه کلی اوبانډې په څیرده اود بنیادم په وړاندی احساس اورواداری یو فلسفی اصل دی نوضروری ده چی دزموږ دسیمی اوګاونډ چارواکی او اولسونه چی زموږ سره کلتوری او تمدنی اړیکی لری په داسی حالاتوکی دهغوی تدابیرهم زموږ اودکرونا په وړاندی زموږداقداماتو هنداره وی.نوځکه خو په ترکیه کی دچارواکواواولسونواقداماتچی ددغه نړیوالی فاجعی څړیکی ترهغویهم رسیدلی دی دهغوی دچارواکونیول شوی تدابیرچی داولسی مشروعیت څخه خړوبیږی کوم اوڅه دی؟اوچارواکو یی په ځانګړی توګه ددغه اسلامی هیواد اولس مشررجب تائیب اردوغان د دغه روانی فاجعی په وړاندی کومه ژبه خپله کړی ده ؟

لومړی کله چی د چین هیواد به اوهان ښار کی په لومړی ځل دغه ناروغی ؤپیژندل شوه نو سم دلاسه یی ترکی ملت ته په خطاب کی وویل چی موږ باید ټول ددغه نړیوال آفت په وړاندی خپل دینی او انسانی مسؤلیت اداکړو . نو ځکه خویی  دکورونا پر وړاندی د پراخی مبارزی په موخه لومړی خپله د اوو میاشتو تنخواه د بسپنی په هغه صندوق کی واچوله چی په د  ملی او انسانی خواخوږۍ پر بنسټ د ټولو کرونا ځپلو هیواد والو سره د مرستی په موخه ایښودل شوی ؤ . او ددی تر څنګ یی له ترکی اولس ؤغوښتل چی موږ باید ددغه نړیوالی  فاجعی په وړاندی په ګډه مبارزه وکړو او خپل ټول خیراتونه ، زکات او د خیریه کارونو لپاره بیلی شوی نغدی او مالی مرستی ددغه خیریه بنسټ له لاری پر مخ بوزو .ترټولو زیاته جالبه برخه په ترکیه کی دکرونا ناروغی په وړاندی  دنیول شویو تدابیرو په ځانګړی توګه کله چی د ترکیی ټول وګړې په کورونو کی پر قرنطین اړ باسل کیږی د هغو کارونو سرته رسول دی چی د ماشومانو او لویانو په زده کړو پوری تړلی دی اوکه چیری د هغوی یوه برخه په هره بهانه معطل کیږی نو بیا یی آغیزی د ژوند پر ټولو برخوپریوزی او بیا یی د ژوند په هره برخه کی د بدیل پیداکول ګران دی نو ځکه خو دترکی هیواد ولس مشر په فرمان د قرنطین په موده کی ډیجیټال تلویزیونی زده کړی په وړ یا ډول د هغوی په کورونو کی په داسی حال کی تر سره کیږی چی هره کورنۍ د برښنا په ګډون د برښنا او ټلفن له لګښت بښل شویدی او ددی تر څنګ هری کورنی ته هره ورځ تیار شوی خواړه او دهغوی ورځینی لګښتونه په وړیا توګه برابریږی . که چیری ددغه کورنیو کوم غړۍ په حکومتی اداره کی په کار ګمارل شوی وی تر دریو میاشتو پوری نه یوازی له کاره نه ایستل کیږی بلکه دهغوی معاش هم ورکول کیږی . که څه هم تیره اونی د خوست ولایت د ټولو سیمه ایزو راډیوګانو مسوولینو له پوهنې ریس ښاغلی روښان سره د خوست والی محمد حلیم فدایی په موجودیت کې د جلا جلا هوکړه لیکونو په لاسلیکولو سره له دویم ټولګی څخه تر دوولسم ټولګی پورې د مضامینو د تدریس ژمنه وکړه چی تر څو په دې اقدام سره د خوست معارف ریاست او سیمه ایزې راډیوګانې د درسی بهیر هغه تشه ډکه کړی چې د کرونا د مخنیوی لپاره د ټولو ښوونځیو په تړلو سره رامنځته شوې ده خو دی په کی پام نه دی شوی چی څنګه به وکولای شی په تش لاس او وږی ګیډه رادیو واوری او وروسته د یوه ټولګی څخه بل ټولګی ته د بریالیتوب آزموینه ورکړی ؟ یعنی دا چی یوازی پر تشریفاتو اودکیفیت پرځای پر کمیت اتکا کول دهری پروژی د ناکامۍ په لور لاره وهل دی . که څه هم په دغه خبرکی چی دخوست د پوهنی ریاست او محلی رادیو ګانو ترمینځ پر شوی قرارداد کی هیڅ شانی اشاره نه ده شوی چی د قرارداد محتوی څه ده اویاهم که چیری دلاسلیک شوی تړون پرخلاف هر لورۍ سرغړونه وکړی نو څه ډول به د تړون دعملی کولو په موخه سرغړونکی ته جزا ورکول کیږی او یاهم که چیری په نوموړی تړون کی درادیویی خدماتو په بدل کی چی هره رادیوبه یی ترسره کوی دهیڅ شانی مالی راکړه ورکړی یادونه نه وی شوی نوددغه تړون درښتیانی پلی کیدو په موخه څه ډول ضمانت موجود دی دا په داسی حال کی ده

چی ددغه تړون وروسته کله چی دخوست په ښار کی دورځینۍ  مزدورۍ مزدوران د ښار پر چوک وردننه شول او دیوه ورځنی شرافتمندانه کار لپاره یی دکار ابزار په لاسونو کی ؤ د ولایت دمقام ویاند چی د څوکالونو راپه دی خوا د هر والی امرونه او حکمونه په خنداوړ او په ورته وخت کی د انسان د تحقیر پر ادبیاتو توجیه کوی د خبریالانو ددی پوښتنی په ځواب کی چی تاسو ولی هغوی چی د ورځینی کار په خاطر او دیوی ګولی ډوډی د پیداکولو په موخه له سهاره تر ماښامه لارویان په داسی کلماتو چی ګنی هغه تر بل هر چا ښه کولای چی کار په ټیټه بیه سرته ورسوی وویل چی موږ دمزدور کارانو لپاره دخوست ښار د ۱۲۰۰ فامیلیو د عبدالجبار نعیمی په پارک کی ځای ځاانګړی شوی دی او دوی ټول کولای شی دی ځای ته تشریف راوړی او هغه هیوادوال چی مزدورکارانو ته اړتیا لری دعبدالجبارنعیمی پارک ته دی دوی تشریف یوسی ترڅومزدورکاران له ځانه سره بوزی …ترڅنګ یی دټولو مزدورکارانو سروی پیل شوی ده او داضطرار کمیټی د پریکړی له مخی به دا سروی ترسره کیږی او ترڅنګ به دوی د ښاروالی ریاست په چوکاټ کی په دندواو په کار باندی ګمارل کیږی ترڅو د هغی کار په مقابل کی هغوی ته ورځنی غذائی مواد هم ورکړل شی . ګوری تاسو ګرانو لوستونکو د ولایت د لوړ مقام د سرویاند صاحب هغه د حل لاره واوریده چی څنګه یی د خوار اولس سترګو ته ایرې ورؤپاشلی ؟ خوددی سند په وړاندی کولو سره زموږ هدف دانه دی چی ګنی چارواکی دخپلو ټولووعدوسره سره څنګه د بیوزلو په سترګو کی خاوری پاشی تیرو شل کلنو لوظونو دا هرڅه ثابت کړی دی خو وایو چی تاسوپه خوست ولایت کی څنګه دمحلی رادیوګانوسره دانلاېین زده کړو د پرمخ بیولودتړون خبره کوی چی دکوریوازینی نارینه یی دیوی ګولی ډوډی دپیداکیدوپه موخه د چارواکولخوا له دی غم لړلی کرونای حکایت زیات دردونکی لوظونه اوریدلی دی خو بیاهم چوپه خوله پاته شوی دی .!!!

لکه څنګه مو چه  په پورته لنډه  سریزه کی ورته اشاره وکړه او زموږ د غیرتی هیواد تیر تاریخ ددی شاهد او ګواه دی کله به چی د یوه کلی او قوم په سطح د یوه داسی مشترک دښمن سره مخامخ شول چی د یوی ملی ارادی د تمثیل اړتیا به یی پر ګوته کوله نو خپل ټول توان به یی د ملی ګټو څخه ددفاع او د ګډ ژوند په لاره کی نه سپماوه که دهر چا به څومره له وس او توانه پوره وه نو هغوی به په ډیر اخلاص سره را ایستل او له نورو سره به شریکول  . هلته چی قومی جوړښتونه چی د کورنۍ اصل  له مرغلری څخه خړوبیدل کلک او د تاریخ په زیاته برخه کی د غرونو په څیر ولاړ ؤ او دنن په څیر د خود غرضۍ ،  مادیاتو ، ځان ځانۍ ، دروغو او ریأ ویروس پری نه ؤ لګیدلی نوطبیعی ده چی د یوه قوم زړونه د مینی اومحبت له سمندره خړوبیدل . هندوانو او سیکانوته  ددغه هیواد داصلی بچوړو په سترګه کتلای شول او تردی چی دهغوی په لاسونودپخی شوی ډوډی  خوراک او څښاک د الهی اجرد کسب یوه لویه وسیله ګڼل کیدله . ایثار او د نورو په ځانګړی توګه د قوم  په مخ کی قربانی ورکول د مشرتابه لویه نښه او معیار ګڼلای شوه هغه چا به چی د نورو په وړاندی د روا دارۍ له مرغلری پالنه کوله هغوی به د قوم رښتیانی مشران هم ؤ او روا داری ، پر نورو شفقت او دقربانۍ او ایثار په لومړنی صف کی دریدل د مشرتابه د ټاکلو معیارونه ؤ خو په خواشینۍ سره باید وویل شی چی دغه دمعنویت او مدنیت د پرتمینی دوری عمرډیر کم ؤ او په پای کی د چاپلوسۍ ،زرو او زور په پښو کی پرسجده پرؤت اوکرار،کرارد ځوان نسل له یاده په وتوشو .

نو که چیری په رښتیا هم زموږ د ګلالی هیواد چارواکی په دی باور لری  (چی هیڅکله یی هم نلری ) چی زموږ هیواد بیا د تیر برم ته وروګرځی او انسان دی د انسان ورور جوړ شی نو تر ټولو لومړی دی له دی دB52 پر زور را وستل شوی دموکراسی لمن ورټوله کړی او د یوه  رښتیانی ، سوکاله او ولسواک افغانستان په هیله دی لومړی د ی په قصرونو او بنګلو کی ناستو زور واکانو ټولی هغه شتمنۍ چی د افغانستان د ورانولو او خرڅلاؤ په بیه یی ترلاسه کړی دی د کرونا سره د ګډ ی مبارزی په نوم پر خوارانو او بیوزلو باندی دیوی عاجلی اجندأ په توګه وویشی خو ترکومه چی لیدل کیږی دغه موخی ته رسیدل دومره په آسانه  ممکن دی دا ځکه چی زموږ پر هیواد دسیاسی مافیأ د ویروس مصیبت ترد کرونا ویروس له مصیبته  کم نه دی 

که له یوی خوا دکرونا ویروس له کبله د توکو نرخونه لوړ شوی او بل لوری ته د خوست دزیاتره اوسیدونکو لپاره هغه دورځی کار لپاره مزدوری هم نه پیداکیږی دوی زیاتوی هره ورځ له سهاره کار پسی د ښار په یوه اویا بل ځای کی ګرځی خو دکارونو دنه شتون له کبله تش لاس کورونو ته ستنیږی . هغوی وایی په کورونو کی د پخولو لپاره څه نلری اوله افغان حکومت مرستی غواړی ، نوم می سپین ګل دی که چیری موږ چوک ته ولاړ شو نو هلته مو پولیس نه پریږدی چی تاسو مرض راوړۍ ډلی مه جوړوۍ ، سبا او بګاه نلرو مجبوریو او په بازارکی هم ټول اجناس پورته شوی دی غواړم چی دولت زموږ سره مرسته وکړی زما نوم محمد علی موږ چی بازار ته ولاړشو هلته خلکو ته کار نه پیداکیږی . وایو چی که چیرته هلته کاروای او یاهم دولت زموږ سره مرسته کړی وای بیا که په کور هم ناست وای ډیره به درنه نه تمامیده ……………….

زه بازګل خبری کوم موږ مسکین او بیوزلی خلک یو زموږ له حکومت څخه تقاضا داده چی زموږ سره مرسته وکړی . په دی خلکو کی ځینی سپین ږیری او ناروغان هم موجود دی چی دهغوی له ډلی یو تن یی وایی چی زه داشل کاله په کور کی ناست اومریض یم یو شی هم نه شم کولای غریبی می ده ډیره سخته غریبی می ده . بل خوا دخوست چارواکی اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوی چی دهغو کسانو لپاره دورځی لاس مزدوری کوی په ښار کی یو پارک وټاکی او هلته ورته دروغتیا ساتنی لازمی آسانتیاوی برابری کړی . دخوست دوالی ویاند طالب منګل وویل هغه کسان چی لاس مزدورانو ته یی اړتیاوی کولای شی همدغو ټاکلیو ځایونو ته پسی ورشی . همداشان ده وویل چی دخوست ولایت د خیریه مؤسساتو او بنسټونو سره په اړیکو کی ده ترڅو هغوی بیوزلیو خلکو ته مرستی ورکړی

له افغان لیکوال او ژورنالیست محترم نجیب الله الوخیل او در آزاذی مشال رادیو څخ مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا