گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » وطـــــــــــــــــن مــــــــــــــــــــــور !
وطـــــــــــــــــن مــــــــــــــــــــــور !

وطـــــــــــــــــن مــــــــــــــــــــــور !

د غوره کونکی یادونه :بیاهم درناوی او ښې هیلی درندو دوستانو خویندو اوروڼو !نن می بیا هم دتیر په څیر دلوی استاد (استاد خادم بابا) دسلومقالو ددرانده اثرڅخه داعنوان ( وطن مور) را غوره کړی ، ډیرې درندی په زړه پوری خبری پکښې شته ، هیله ده په غور یی ولولئ .

وطن عبارت دی له هغه ځمکې او خاورې څخه چی سړی پکښې پیدا شوی او لوی شوی وی . وطن هغه خاوره ده چی دهغې نه شړی خوړلی اوڅکلی وی اوپه هغې کې یې لوبې کړې وی او دهغې په هوا کی یی تنفس کړی وی او پکښې اوسیدلئ وی .وطن ته ولی مور وایی ؟ ځکه چی هر شخص ته ترهر څه ګران خپل

حیات دی په جسمی حیات کی دهر سړی حیات د مور دغیږې مرهون دی ، دمور شفقت او مهربانی ، دمور زیار او زحمت ، دمور قربانی او فداکاری بی مثله دی که مور نه وی بی شکه اولاد هم نه وی دغه رنګه وطن هم دی .دلته دومره قدرې خبره په زړه کی تیریږی چی لکه څنګه چی داولاد وجود دمور دحیات مرهون دی ، دارنګه دپلار دحیات هم دی ، نو وطن ولی مور ته منسوبوی اوپلارته نه ؟ خبره داده چی په زیږنده، تربیت و پالنه او حتی په اصل پیدایش کی مور دپلار نه ډیر زیات اهمیت لری ، ځکه بی پلاره اولاد پیدا شوی او بی موره نه ، لکه حضرت عیسی علیه السلام .ږطن هم مور ده بلکه دمور نه زیات ، راځو اصل آفینش او زندګی ته ، زښت ښه او ډیر عمده نعمت چی دخدای ج انسان ته ورکړی دی ، هغه دحیات دژوند نعمت دی ، علم ،

دانش ، احساس ،خوړل ، څښل، کتل اوریدل ، ښخه اولاد ، دوستان، عزیزان ، اقربااو نور نورپس له ژونده احساس کیدلی شی .ژوند اوزندګی لکه بی پلاره چی ممکنه ده ، بی موره وپلاره هم ممکنه ده ، که بابا ادم علیه السلام چی بی موره وپلاره پیدا شوی دی ، لیکن بی دمادر وطن دوجود نه انسانی حیات هیڅ نه دی متصور. بابا آدم علیه السلام مور وپلار نلرل هغه راسا دخاورو نه یعنی مادروطن دوجود نه پیدا شوی اوپاڅیدلی دی ، نو په دغه لحاظ دمادر وطن حق او حیاتی اهمیت دمور وپلار دواړو نه زیات دی .نو وطن ته ولی مادر وطن وایې ؟ مونږ مخکی اشاره وکړه چی په حسی حیات کی زندګی دمور دغیږی او حیات مرهونه ده .اګر چی په اصل کی وطن تر هرڅه زیات اهمیت لری . مګر لږ شانی داخبره داحساس نه لری شوی ده ، نو خکه د وطن د محبت او حققوقو دمینی اظهار دمور په کلمه اداء کیږی ـ په حسی حیات د دینه شرینه کلمه نه شته که نه ، نو دوطن حقوق دمور نه زیات دی .حیات و قدرت اقتدار ، عظمت ، شرافت ، قوم و اجتماع. مدنیت حکومت اونورهرڅه تاسو ته دحیات تزئینات اوضروریات معلومیږی ددی ټولو منشاء اوبیخ وطن دی .یو وار داسیفرض کړه چی وطن نشته ، بس ددی خبری معنی داده چی ځمکه نه شته او چی ځمکه نه وی انسان نه شته و انسانی حیات او زندګی نه شته ، نباتات نشته ، حیوانات نشته معادن نشته غرونه نشته، اوبه او دریابونه چی دځمکی په سر جاری او متمرکز دی هغه هم نشته .قران کریم په مختصر مګر خورا بلیغ نظم کی دځمکې او وطن اهمیت بیا ن کړی دی ، وایی (( منها خلقنا کم وفیها نعیدکم ومنهایخرجکم تارته اخری))یعنی د ځمکې نه می پیداکړی یئ او همدی ته به مو ورګرځوو او دهمدی ځمکې نه به مو دوهم وار(دقیامت په ورځ ) پاڅوو!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا