گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د شلو ډالرو نوټ څوک غواړی؟
د شلو ډالرو نوټ څوک غواړی؟

د شلو ډالرو نوټ څوک غواړی؟

په پوهنتون کې سیمنار پیل کیده،په تالار کې ناستو ګډونوالو ته مالومه نه وه،چې په سیمنار کې څه پېښیدونکې دی.په هره لور ټیټ شور اوریدل کیده.دغه مهال یو استاد ته ورته کس دریځ ته راغی.په تالار کې چوپتیا خوره شوه،د څه وخت لپاره یې حاضری ته وکتل او په لاس کې یې د شلو ډالرو نوټ نیولی وو،هغه لاس پورته کړ او ټولو ګډونوالو ته یې ښکاره کړ او وه یې پوښتل چې دغه د ۲۰ ډالرو نوټڅوک غواړی؟ کوم څوک چې لاس پورته کړی،نو دغه نوټ هغه ته ورکول کیږی.په تالار کې هر لورې ته لاسونه پورته شول.استاد وویل: اوه،ټول یې غواړی،اوس به څه کوو،ځه خېر دی،زه بل کار کوم اوس مو لاسونه ښکته کړئ.استاد د ۲۰ ډالرو نوټ سره چیت او راټول کړ او کوچنی توپ یا غونډاره یې ورڅخه جوړ کړ،بیا یې ورته ښکاره کړ،چې اوس نه ښکاری او وه یې پوښتل چې اوس ووایاست،چې څوک یې غواړی؟یو ځل بیا همدومره لاسونه ورته پورته شول چې په لومړی ځل ورته پورته شوې وو.استاد وویل چې ښاااااااا اوس یې هم غواړی،له نوټ څخه جوړکوچنی توپ یې پر ځمکه وویشت،بوټونو ته یې لاندې کړ او ښه یې پر ځمکه وسولاوه،بیا یې راپورته کړ،پر یوه دېوال یې وویشت،د ټپاک غږ په اوریدو توپ له دېوال سره ولګید او بېرته د ګډونوالو پر لور ولوید.له نندارې داسې ښکاریده چې نه یوازې هلته هماغه کوچنی توپ لویدلی دی بلکې په ټېل،ماټېل کې د ډېرو کسانو تر پښو هم لاندې شوی دی،له لږ شور وروسته په یوه برخه کې یوه ځوان په خوشالی لاس پورته کړ او توپ یې په لاس کې وو.استاد ټولو ته له چوپتیا وویل: ښااا ځوانه که دغه د ۲۰ ډالرو بې عزته شوی نوټ اوس هم غواړې نو جیب ته یې واچوه او که نه یې غواړې د څنګ ملګری ته یې ورکړه.ځوان په خندا خپل جیب ته واچوه او کښېناست.استاد وویل: نن چې هر څه ترسره شول ټول یې په یاد ولرئ چې د ۲۰ ډالرو له نوټ سره چې موږ او تاسو هر څه کړې دی،اوس هم د پخوا په څېر قیمتی دی،هیڅ توپیر یې ورته نه دی کړی.په همدې توګه که ژوند او ټولنه له موږ سره هر ډؤل بده رویه ساتی،حالات تنګ او خراب اوسی،زموږ بې عزتی او توهین کیږی،موږ ته ستونزې راولاړیږی،بیا به هم زموږ په حیثیت او اهمیت کې بدلون نه راځی.موږ به هغه څوک اوسو،چې پخوا وو،زموږ ځواک به هماغه اوسی،چې پخوا مو درلود.نو ځکهد مایوسۍ له کبله شا ته مه ګرځئ،په هر حال هڅو ته دوام ورکوئ.اوس لیکچر پیل کوو.

کتاب: لائک دی فلوېنګ رایور ، لیکوال: پاولو سولو ، ژباړه : اسدالله فروتن 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا