گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له کرونا وروسته په هکله له تهران رادیو سره داستاد فروتن مرکه!
له کرونا وروسته په هکله له تهران رادیو سره داستاد فروتن مرکه!

له کرونا وروسته په هکله له تهران رادیو سره داستاد فروتن مرکه!

پوښتنه : فروتن صاحب کوید ۱۹ یا کرونا ویروس نړۍ داسی پر سر را آخیستی ده چی نه یوازی اوس په دی وخت کی بلکه دراتلونکی لپاره هم دنړیوالو بانکونو لخوا او داقتصادی کارپوهانو او سیاسی شناندولخوا اټکلونه کیږی ځینی وائی چی ددی ویروس له لامله به نړیوال اقتصاد دیو یوی بی مخنی تمتیا یا ځوړتیا سره مخامخ شی اوټوله نړۍ به متأثره شی ځینی بیااټکل کوی چی لویدیز قدرتونه به زیات نقصان ؤمومی او دقدرت چی کوم انډول دی هغه کیدای شی چی بدل شی .

ستاسو نه پوښتنه داده چی آیا په نړۍ کی د قدرت نظام او نړیوال نظم به ددغه ویروس له خپروی وروسته له اساسی بدلونونو سره مخ شی آیا ستر قدرتونه به خپل اثر له لاسه ورکړی او په نړیوالو چارو کی د ځینو نورو رول او اثر به زیات شی ؟ استاد فروتن ددغه پوښتنی په ځواب کی وویل :زما په فکر کرونا ویروس چی کله هم نشئت وکړ چی په خواشینی سره نړۍ دظلم او جنایاتو ښکار شوی وه نړۍ ددوه قطبونو پر ځای یو قطب شوی وه . هرڅه هم چی لبرال سرمایه داری نظام غوښتل هغه یی کول ، مخصوصأ له هغه مهاله را پدی خوا چی په امریکا کی د ترامپ په مشرۍ جمهوری غوښتونکی واک ته رسیدلی دی .

هرڅه به یی چی غوښتل هغه به یی کول لکن ددی ترڅنګ دا هم ثابته شوه چی که انسان کولای شی پر هرڅه تسلط ومومی لکن ځینی محدودیتونه هم شته چی ځینی وختونه د هغی ارادی له مخی چی الله ج یی په کائیناتو او هستی کی لری انسان نه شی کولای چی د هستی پر ټولو اسرارو تسلط پیدا کړی . داځکه چی که تیر تاریخ ته ځیر شو دتاریخ په اوږدو کی پخواهم همدا شانی حوادث موجوجود ؤ خو هغه د سیمی په کچه وی چی ژر به پری انسان غلبه ؤموندله .اونړی هم دومره پیشرفت او تکامل نه ؤ کړی . او انسان هم په هستی باندی دومره تسلط او غلبه  نه وه پیداکړی او په ټولنیز او تاریخی شکل هم ټول سیاسی نظامونه که څه هم د نړیوال کیدو په لوری روان ؤ خو دظلم پروړاندی د مقابلی په موخه یی یوه ځانګړی اجندا نه درلوده .

نو اوس په داسی حالاتو کی یو ویروس په نړیوال ډګر کی را  څرګند شو . دا په دی معنا ده چی که ټوله نړی هم چی ددغه ویروس په وړاندی اقدامات کوی که څه هم د هغی څخه د مخنیوی په خاطر لګیادی او هلی ځلی کوی خو بیایی هم ټوله نړی قرنطین کړی ده خو که دنړی دغه قرنطینی بڼی ته ځیر شو نو هرو مرو به له دغو پوښتنو سره مخامخ شو چی دا په کوم نړی لید او په کومو شرائطو کی دغه نړی قرنطین شوی ده ؟ نوموږ به وګورو چی په یوه تجارتی بڼه او د مادی نړی لید پر بنسټ دغه نړی د قرنطین په مینځ کی لویدلی ده . …. په داسی حالاتو کی د کرونا ویروس یرغل کړی دی نو په همدی ډول کوشش او هڅه کوی چی هر څنګه چی وی او په هره بیه که وی ددغه جبر څخه ځان ؤباسی او د سوداګرۍ لپاره لاری چاری پیدا کړی . که وکولای شی چی یوځل بیا هم خپل خونړی اقتدار ته ورسیږی . خو دا ممکنه نده ځکه له کورونا وروسته نړی به هرو مرو له عقلانیت څخه پیروی کوی . زه په یقینی ډول ویلای شم چی ددغه خونړۍ فاجعی مخه به هم ونیسی خو له کرونا وروسته چی په انسانی نړۍ کی  کوم تغییر راغلی دی  دهغی تغییر منل او ورته غاړه ایښودل ضروری دی او داچی باید پوه شی دهرچا دمسؤلیت په حوزه کی یی ځانته ځانته دمسؤلیت پیټی پر آچولی دی . معنا داچی په ټولنه ټول افراد د افرا دو په توګه اویا هم د یوی جمعی په بڼه ځان ځانته مسؤلیتونه لری .او دا له کرونا وروسته نړی لپاره جوته شوه چی هیڅ فرد په یوازی ځان له جمعی او ټولنی پرته ژوند ترسره کړی همدا شان یوه ټولنه هم نه شی کولای چی له افرادو پرته دژوند قافله پر مخ بوزی . خو ددی د مدیریت په موخه پکار ده چی ټولنه پر یوه داسی نړیوال او انسانی تفکر ولاړه وی چی د هغی پر بنسټ دانسان نیکمرغی اونړۍ دتکامل لوړو پړاؤنوته ورسوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا