گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دحلیم فدائی پرموټرفدائی برید ؟!
دحلیم فدائی پرموټرفدائی برید ؟!

دحلیم فدائی پرموټرفدائی برید ؟!

که څه هم ټوله  نړۍ چی له کورونا ویروس سره لاس پرګریوان ده او له هغی څخه د خلاصون په موخه یی مبارزه په توندۍ سره پر مخ روانه ده خو بل لوری ته د بنیادم وژلو خونړی هیولا  لاتراوسه هم چی  د بی ګناهانو له  وینو څښلو نه مړیږی په بی رحمی سره پر واټونو او بازارونو کی د انسانیت د ښکار په غرض وژونکی بریدونه ترسره کوی . چی په همدی موخه یی نن د اپرېل پر ۲۱مه  د سهار ۱۰بجې د خوست والی ښاغلی حلیم فدائی پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او۱۲ ولسی وګړی ټپیان کړای شول . موټر بم برید د خوست اداری کمپلیکس ته نېږدې له جمهوریت دروازې سره شوی دی.د خوست د والی ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، له دې پیښې خوست والی محمد حلیم فدایی روغ رمټ وتلی، خو پر ده پسې موټر کې یې دوه ساتونکی ټپیان شوی دی ده وویل د چاودنې سیمې ته نېږدې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ولسی وګړی هم ټپیان شوی، چې درملنې لپاره ولایتی روغتون ته لیږدول شوی او د دې برید د ټولو ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ دی. بل لورته حلیم فداېی چی ویل کیږی د میکروفون په لیدو پری د لیونتوب نښی را څرګندیږی نو تل یی د دفتر په کونج کی یوه د فلم آخیستو کمره له  یوی جوړی تسبوسره  ځوړندوی نوددفتر چاپراسی ته یی  امر وکړ چی  د یوی ولایتی خطبی تابیه وکړی تر څو خوستوال په خپله ولائی خطبه سره له دغه واقعی څخه خبراو د راتلونکی په باب ډاډمن  کاندی نوځکه خویی په یوه کورونه وهلی فضا کی خوستوال په انلائین ډول له سلام او مسنونه تشریفاتووروسته داسی ؤفرمائیل : …….  بد بختانه نن زموږ ټول ملت ددی ترڅنګ چی له کورونا سره مبارزه کوی دتروریزم ، فاسدو کړیو ، او غاصبو کړیو پر خلاف هم په مبارزه لګیا دی . نن دخوست ولایت کی د پردیو آجنټانو ، تروریستانو ، هغوی چی په دی ملت باندی یی یوازی بده ورځ لوریږی 

په ملت باندی یی نا امنی لوریږی ، په ملت باندی یی ناروغی لوریږی په ملت باندی یی فقر په ملت باندی یی احتیاج او بالاخره غواړی چی دغه ملت دتل لپاره د پردیو غلام کړی دغه ډول عناصر که په داخل کی دی او یا په خارج کی دی نه غواړی چی افغانستان له نړی سره په هرډګر کی سیال شی …نن دهیواد دشمنانو هغوی زموږ په موټر باندی زموږ په کاروان باندی د موټر بمب حمله وکړه چی په دی کی زموږ څوارلس کسان زخمیان چی په دی کی یو ماشوم او یوه میرمن هم زخمیان شویدی او دماشوم صحی وضعیت سم نه دی او ټول زخمیان روغتون ته انتقال شوی دی …..

زه یوه خبره په ډیر وضاحت اوصراحت سره دافغانستان دښمنانو ته کوم چی د هیواد په لاره کی له خپلی وینی هم تیر یو او په دغسی حملو باندی به هیڅکله زمونږ دملت مورال ضعیف نشی بلکه لابه مو دتروریستانو ، فاسدینو او غاصبینو پر خلاف به زموږ مبارزه لا ګړندې وی دافاسد که په داخل کی وی یا په خارج کی !که په هر سکتور کی دغه فاسد وی او دغه غاصب وی او دغه دتروریستان ملګری وی یا دهغوی ایجنټن وی ددوی پرخلاف باندی به د موږ مبارزه ، دموږه جګړه ، لاپراخ لا وسیع او لا هدفمنده وی . نن ملت له کرونا نه کړیږی له وسله والو طالبانو د ملت غوښتنه داده چی په دی مرحله کی اوربند وکړی له ناروغې نه کړیږی اما دوی باید اوربند وکړی او اوربند ته غاړه کیږدی او نورافغانان جنګ ته ونه هڅوی .. د پیښې دوه تنه ټپیان نوررحمان جان او رحیم بادشاه چې په ولایتی روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وایی، دوی په لاره روان ول، چې د والی د ګاډو په رسیدو سره یو دم درنه چاودنه وشوه.دوی وایی، د چاودنې په نوعیت نه دی پوۍ شوی، خو وروسته دوی پوۍ شول، چې ولایتی روغتون ته لیږدول شوی دی.یوې امنیتی سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې چاودیدونکی توکی په یو سراچه موټر کې ځای پرځای شوی وو، خوګاډی په بشپړ ډول ټوټې-ټوټې شوی دی.

ددغه راپور ّه چمتوکولو کی د تکړه ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل همداشانی د مشال رادیو څخه مننه کیږی 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا