گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ددولت جوړونکی ټیم دسیاسی کمیټی په نوم د دغه کمیټی د غړی عبدالوحید وحید پرانیستۍ لیک!
ددولت جوړونکی ټیم دسیاسی کمیټی په نوم د دغه کمیټی د غړی عبدالوحید وحید پرانیستۍ لیک!

ددولت جوړونکی ټیم دسیاسی کمیټی په نوم د دغه کمیټی د غړی عبدالوحید وحید پرانیستۍ لیک!

یقیناً مو له ډیرو دوستانو سره له کار کولو څخه خوند واخیست خو شک نشته چې ستونځې هم وې او بیا به هم وی، خو په سیاسی کمیټې کې له څو ناستو وروسته مې خپل تأثرات په لاندې توګه درسره شریکوم؛زغم تحمل انعطاف او نیوکو ته نه یوازې غاړه ایښودل بلکې د نیوکو په رڼا کې خپلې تشې څیړل او ارزول او د مثبت بدلون په لوری حرکت کول د ولسواکی اساسی اصول ګڼل کېږی، خو متآسفانه زمونږ په هیواد باندې د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې د مسلسلو او متواترو استبدادی نظامونو د واک چلولو له امله زمونږ ولسواکی هم د دیکتاتوری په ویروس ککړه شوې ده. د خلکو د ارادو پربنسټ ولاړ یوه بشپړ اسلامی او ولسواک نظام درلودلو هدف ته تر رسېدو وړاندی لاهم مزلونه په مخکی لرو. مونږ که کله کله مثبته نیوکه کوو، نو همدغه ډول له ملګرو او شریکانو څخه هم زمونږ د تګلارو په تړاو د مثبت انتقاد د اوریدو حوصله او د خپلو نیمګړتیاوو د سمون د هڅو وړتیا هم لرو.

سیاست هر وخت د سمون او بدلون په موخه خپل تکاملی پړاوونه وهی او همدغه پړاوونه د څیړنو ارزونو انتقادونو او وړاندیزونو په پایله کې شونتیا مومی. فکر نه کوم چې اوس هم د ستالین او یا هم د بریژنیف دوره وی چې د حقائقو په راسپړلو هم کوم یا منتقد د جرم او جنایت مرتکب وګڼل شی. هغه څه چې دولت جوړونکئ ټیم یې د مختلفو ګوندونو، بیلا بیلو فکری بهیرونو، ټولنیزو بنسټونو او شخصیتونو په توګه په یو محور راټول کړئ ده ملی ګټې، ولسواکی او له اساسی قانون څخه د مشروع دفاع اصل ده. جګړه د ستونځو د حل لاره نه ده، ټاکنیزه پروسه بشپړه شوې ده. ټول قانونی پړاوونه یې طى کړی دولت جوړونکی ټیم بریالى ده او په قانون باندی معامله د منلو نه ده.پوره باور لرو چې د ملی ګټو په چوکاټ کې د نورو وړو غټو مسائلو په تړاو د کړنلارو او تګلارو په برخه کې د سمون او بدلون په موخه مثبت انتقاد موجه او د دولت جوړونکی ټیم له روحیې سره قطعاً په ټکر کې نه ګڼل کیږی.خپل حق پیژندل او حق غوښتنه ګناه نه ده خو د امتیازاتو د ویش په منډه کې ناروا سیالی سپیڅلی تګلاره نه ده. متاسفانه مونږ د سیاست په ډګر کې ډیر وخت د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوی چانسونه او فرصتونه شونتیا نلری، خو ولس او هېواد ته قوتونه که له همدغه ډول حالاتو سره مخ کیږی نو له بدتر څخه د نجات په موخه د بد انتخاب کوی، ځکه چې دغه قوتونه دینی مقدساتو او ملی ارزښتونو ته د ژمنتیا د احساس له امله له بد سره ملګرتیا کوی. دغه خلک سیاست کوی خو معامله نه کوی او واک د دینى او ولسی چوپړتیا لپاره وسیله ګڼی.په سیاست کې ملګرتیا د اشر په معنا نه ده، بلکې د مشارکت په تله کې تلل کیږی.. مونږ د مشارکت په مفهوم هم پوهیږو او په سیاسی مشارکت کې د شریکانو په ستونځو او نیمګړتیاوو ډیر وخت سترګې پتوو، ځکه چې زمونږ بنسټیزه موخه د هیواد او ولسی ګټو خوندیتوب ده. مونږ له ژور فکر، کره ارزونو او اوږدو بحثونو وروسته له ولسمشر غنی څخه د حمایت او د نوموړی له ټاکنیز ټکټ سره د یوځاى کار کولو پریکړه کړې ده او لا هم دوام ورکوو، خو زمونږ ملګرتیا د ړوند تقلید مفهوم نه لری. مونږ له دې سره سره چې طوعاً و کرهاً د پورتنیو موخو لپاره د دولت جوړونکی ټیم پلوی کړې ده او لا یې هم کوو خو دا حمایت قطعاً داسې نه ده چې مونږ د حکومت نیمګړئ مدیریت هم توجیه کړو، د مشروعیت لپاره یې بیځایه استدلال وکړو او نیمګړتیاوې یې مثبتې لاس ته راوړنې وانګیرو.د یوې وړې بیلګی په توګه د “حساب غواړو او حساب ورکوو شعار” دفاع نه کوو او یوازې ټاکنیزه ناره یې ګڼو،ځکه چې دولت جوړونکی ټیم کله هم ولس او ملت ته حساب نه ده ورکړئ. هیڅ څوک هم کره او پوره نه دی، خو د خپلو تشو ارزول او د خپلو نیمګړتیاوو سمول د نننی عصر د پرمختللی سیاست د ملاتیر جوړوی. که نزدې ماضی ته لږ شان سر ورښکاره کړو، نو یقیناً د دولت جوړونکی ټیم لخوا د ټاکنیزو منډو په مهال د ستر مالی فساد شاهدان یو. د عین الیقین په توګه د ټاکنیز کمپاین په اخری ورځ په غازی ستیډیوم کې سترې غونډې ته د ولسونو راوستلو لپاره پیسې چا یووړې او دغه ستره غونډه ولې ناکامه شوه؟ ځینې ولایاتو ته ولې زیاتې پیسې واستول شوې، خو ووټونه د نشت برابر راغلل؟ په ټاکنو کې د لسګونو ملیونونو ډالرو حساب به څوک ورکوی؟ لګښتونه چا یووړل او د سر او مال د ګواښونو او ننګونو سره سره څوک د مرمیو د باران په مینځ کې تر غرمې پورې په ټاکنیزو مرکزونو کې منتظر پاتې شول؟مونږ په سیاست کې د چا په ښکنځلو، توهین کولو او شخصی حریم باندی په نیوکو باور نه لرو، خو که څوک د سمون او بدلون په موخه مثبت انتقاد او نیوکې هم مخالفت ګڼی، نو په الله یې سپارو او دغه کتګوری سیاستوال باید له مونږ سره د شراکت او ملګرتیا په ختمولو کې وخت نه ضائع کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا