گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د شهید سید احمدبابه زی وژنـه او دطالبانو له شرمه ډک اعتراف !
د شهید سید احمدبابه زی وژنـه    او دطالبانو له شرمه ډک اعتراف !

د شهید سید احمدبابه زی وژنـه او دطالبانو له شرمه ډک اعتراف !

د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی پنجشنبه ماسخوتن د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځنیخېلو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی. د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، د خوست امنیه قومندان دې ډلې وژلی دی. نوموړی زیاتوی پر قومندان بابازی سره یو ځای څلور پولیس وژل شوی او بل ټپی دی.ولس مشراشرف غنی د ارگ له لوری په یوه خپره شوی اعلامیه کې د خوست وژل شوی امنیه قومندان پر وژنه غمشریکی څرګنده کړې. د خوست والی حلیم فدایی وایی، امنیه قومندان ”د هغه مکار دوښمن لخوا وژل شوی چې د سولې شعارونه ورکوی. ”که څه هم ښاغلی فدائی ونه ویل چه مکار دښمن کوم او څنګه ؟ خو کله چی د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټرپر مخ را څرګند شو او په یوه شرمنا ک ویاړ سره یی ؤمنله چی د خوست امنیه قومندان ددوی  ډلې یعنی افغان طالبانو وژلی دی. نوټول د حلیم فدائی د مکار دښمن په معنی پوه شول .حیرانونکی خویی داده چی د پاکستان په استازیتوب افغان یرغمالو طالبانو چی د اسلام او جهاد کالی یی ورآغوستی دی  د امریکا له متحده ایالاتو سره د ډزبندۍ تړون لاسلیک کړچی د هغی له مخی به امریکائی او د هغوی ملګری پوځونه په آزاد مټ د افغانستان په غرونو او رغونو کی د بنیادمو ښکار کوی او هیڅوګ به یی مخه ونه نیولای شی . خو دبیوزلیو افغانانو وژنه او وینه تویونه د تش په نوم اسلامی جهاد روح بللی شی .!!! اوترټولو زیاته جالبه او دحیرانتیا وړ خو داده چی ددغه وحشی او  مکار دښمن یعنی د پاکستان پوځ او د هغی بړیڅی مفتی صاحبان د روژی په مبارکه میاشت کی دغه شانی انسان وژنه د لویو ثوابونو د ترلاسه کولو ښه وسیله بولی نو ځکه خو یی سید احمد بابا زی د روژی په مبارکه میاشت کی په وینو لت پت او په شهادت ورساوه .د شهید جنرال سید احمد بابازی او د هغه د یاور د جنازې لمونځ په ځانګړو نظامی مراسمو سره اداء شو.د خوست ولایت امنیه قوماندان شهید جنرال سید احمد بابازی او د هغه د سکرتر څارمن فضل حق ساپی د جنازې لمونځ د غویی په ۱۹مه د جلال اباد په شیرزی لوبغالی کې د ځانګړو نظامی مراسمو په ترڅ کې اداء شو.

د جنازې په مراسمو کې ننګرهار والی شاه محمود میاخېل، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ستر جنرال عبدالصبور قانع، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال عبدالهادی ترین، امنیه قوماندان جنرال محمد ایمیل نیازی، د سرحدی ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل، د ملی امنیت مرستیال، د ملکی او نظامی ادارو یو شمېر نورو مسئولینو، د شهیدانو د کورنیو غړو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل د شهید جنرال سید احمد بابازی په وفات کېدو خواشینی وښوده او زیاته یې کړه ارواښاد د ملی پولیسو پیاوړی، په هېواد مین، او خپلې دندې ته ژمن جنرال و، چې د عمر زیاته برخه یې د هېواد او ولسونو د خدمت په برخه کې تیره کړه.نوموړی وویل:  شهید سید احمد بابازی یې عزیز او په کورنیو چارو وزارت کې همکار و، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې په پوره مېړانه هېوادوالو ته خدمت وکړ…نوموړی د شهید جنرال سید احمد بابازی شهادت د ملی پولیسو په لیکو کې ستره ضایع وبلله مرحوم ته یې د الله پاک له درباره د فردوس جنت او کورنیو غړو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه .د نواندیشی تربیون مشرتابه هیأت هم په خپل وار سره دغه شانی وژنی او قتلونه که په هره بهانه او پلمه ترسره کیږی عظیم جنایت بولو او په کلکه یی غندو له لویه خدایه ددا ډول پیښو قربانیانو ته جنتونه او دکورنی غړو  ته د جمیل صبر غوښتونکی یو

ددغه راپور په چمتوکولو کی د تکړه ژورنالیست نجیب الله الوخیل ، مشال رادیو او د طلوع له تلویزیونی شبکی څخه مننه کوو . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا