گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان اودګردیزپرجنایت ویاړ!طالبان اوغنی دفریب په لټه کی!
طالبان اودګردیزپرجنایت ویاړ!طالبان اوغنی دفریب په لټه کی!

طالبان اودګردیزپرجنایت ویاړ!طالبان اوغنی دفریب په لټه کی!

هیڅوګ نه پوهیږی ولی او څنګه کله چی تیره ورځ په کابل او شاؤ خوا سیمو کی د ځینو پټو اوله حکومته د برخمنو میلمستونو څخه د طالبانو سره د سولی او جوړ جاړی دښمنه کړیو له لوری جنتی حورواودجنت شرابو اوکبابونو تږو او وږوانتحاریانوداعشی  ډلګی د کابل په لویدیځه برخه کی ددشت برچی په نوم پریوه داسی سل بستره ایزه روغتون

برید وکړچی یوه لویه  برخه یی زیږنتون جوړوله اودانسانیت د تاریخ پرټنډه یی دجنایاتواوانسان وژنی تورداغ کیښود نودطالبانوهمیشنی انلائین ویاند ذبیح الله چی ځان مجاهد بولی پرخپل ټویټراو د طالب جنګیالیو په رسمی پاڼه کی داسی  ولیکل چی :دننګرهارد ښیوی ولسوالۍ کی په جنازه کی چاودنه کول داسلامی امارت دمجاهدینو کارنه دی امارت داسی کړنی غندی .!!!!!

اوبل لوری ته له دغه کرغیړن جنایت وروسته محمد اشرف غنی د افغانستان منتخب ولس مشر!!! اودوسله وال پوځ اعلی ســرقوماندان !! د یوی غری خطبی په ترځ کی د داعشی او طالبی بریدونو دغندلو په ترځ کی د خپلی خطبی په یوه برخه کی له وسله وال پوځ وغوښتل چی ..دهیوادوالواوعامه تأ سیساتودامنیت اوخوندی توب د طالبانو اوټولو تروریستی ډلواوګروپونو د بریدونواوتهدیدونوددفع کولواوددوی دځپلوپه موخه دهیواد امنیتی اودفاعی ځوکونو ته دستورورکوم چی ددفاعی حالت پرځای بیرته تعرضی حالت اختیارکړی اوددښمن پروړاندی خپل عملیات پیل کړی. د افغانستان دځپل شوی ټولنی روانی او پر بی ځایه سیالۍ اوزورښودلو ته په کتو اټکل کیده نن دپنجشنبی په سهار وختی د افغانستان سوېل ختیځ ته د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د افغان ځواکونو له تاسیساتو سره نږدې موټر بم چاودنه شوې ده. دی بم چاودنې ۵ ملکی وګړی وژلی او د ۵ پوځیانو په ګډون ۱۹ نور ټپیان دی. سلوالو طالبانو چې د دې برید مسوولیت منلی وایی، ډېرو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو خپله اعلامیه کې ویلی، د ګردېز نننی برید یې د اشرف غنی د یرغلیزو بریدونو اعلانولو ته ځواب دی.اوس ترټولو لویه پوښتنه داده چی په ننګرهار کی د جنازی پر مراسمواوکابل کی پرروغتون برید اونن سهاردپکتیا ولایت ګردیزکی چاودنه اووژنی توپیرڅه دی؟آیا د ذبیح الله مجاهد له خواغندل هم یوه ډرامه اودعوامو فکرله اصلی واقیعتونو بل لوری ته ګرځول ؤ؟او دافغانستان د ټاکنود نا خپلواک  کمیسیون د منتصب ؤلس مشراود سله وال پوځ د اعلی سرقوماندان محمد اشرف غنی خو د فارسی ژبی د مشهور متل یعنی ،، زور کم و قهر زیاد!،، ښکاره مثال دی ؟ هغه هم دتل په څیر یوازی شعارونه ورکوی او تردی چی د ارګ تر انګړه  یی هم  د اقتدار لوخړې او انګازی نه رسیږی . لیری به نه ځو د ټاکنو د کمیسیون منتصب ؤلسمشر او اعلی سرقوماندان اشرف خان غنی  په همدی  شقشقیه خطبه کی چی د پرونیو کرغیړنو اهدافو د غندلو په موخه یی له حرم سرای څخه نیغ په نیغه خپره کړه  په لومړی سر کی داسی ویل شوی دی : دطالبانو ډلی په دی وروستیو کی دسولی لپاره چی یوالهی امردی زموږ د نیک نیت ښودلو داوربند لپاره د ملت ، حکومت او نړیوالی ټولنی دمکرری غوښتنی برعکس خپل بریدونه او دجنګ شدت زیات کړی دی . …….داوربند او سولی لپاره داولس علمای کرامو ، حکومت او نړیوالی ټولنی د باربار غوښتو باؤجود لا هم طالبانو له جنګ او افغان وژنی څخه لاس نه دی آخیستی او زموږ پر هیوداوالو او عامه ځایونو یی خپل بریدونه زیات کړی دی . که څه هم دغه څرګندونی د عملیاتی فرمان د لاملونو په توګه بیان کړی ده خو که له نورو حواشیو او سریزو ورتیر شو او د امریکائی جان کری په لاسونو جوړه شوی د ملی وحدت د حکومت په نوم د پنځه کلنی دوری کارنامو ته په کتو ویلای شو چی جلالتمآب محمد اشرف غنی احمدزی د پوپولیسم او شارلاتانوالی افغان ټباره امریکائی مهره ده . د ښاغلی اشرف خان غنی تر ټولو لویه کارنامه د هغه د منطقی او نړی په کچه  فعاله دیپلماسی ده چی تل یی نه یوازی په خپله پری د ویاړ ډیوۍ بلی ساتلی دی بلکه د هغه ډالری مریدان هم کله چه دخپل مرشد حضرت محمد اشرف غنی دامت برکاته پرحسناتواوفضائلو خبری کوی نو دهغه بهرنې فعال سیاست او د پاکستان منزوی کیدل یی په لومړی قطار کی شمیرل کیږی او دا پر دروغو ولاړه  پالیسی له هغه ځایه پیل شوه چی اشرف غنی په واروار په خپلو خبروکی داوایی چی ګنی پخوا به چی پاکستان یوه ورځ د طورخم اویا هم دسپین بولدک لاری وتړلیافغانانوبه دافکرکاوه چی بس روزی مو بنده شوه اوس چی مو له ګاونډیو هیوادونو سره د ترانزیت لاری او هواېی دهلیزونه جوړ کړی دی هیڅکله به هم په کابل کی د خوراکی توکو پر بیوآغیز را نه شی.!!!!

دا یی د سیمی د هیوادونوسره خپل دیپلماتیک بریالیتوب ؤباله.خوهوائی دهلیزونه یا هوائی کوریدورونه هغه څه دی چی د یوه هیواد په کچه ګړندی هوائی اوځمکنۍ ترانسپورت ته اړتیا لری او یو هیواد باید له هرڅه ړومبی د هوائی او ځمکنی ګړنده ترانسپورتی وسائلو لکه په لسګونو او یاهم په سلګونو ترانسپورتی او مسافروړونکو الوتکو سنبال ترانسپورتی شرکت او د سیمی په کچه د ریل پټلی درلودونکی وی تر څو وکولای شی په ارزانه بیه خپل د اړتیا وړ توکی له بهر څخه افغانستان ته را وړی او همدا شان د افغانستان پیداوار لکه میوی او نور شیان چی نور هیوادونه ورته اړتیا لری بهرنۍ نړۍ ته صادرکړی .

په داسی حال کی چی افغانستان  د سلګونو میلیارده ډالرو سره سره چی دبیا رغونی په نوم افغانستان ته راغلی دی دغه هیواد  نه یوازی پر لسګونو الوتکو سنبال  یوهواېی ترانسپورت څخه بی برخی دی بلکه هغه څه چی دتیر له برمه ډک تاریخ په اوږدو کی مو درلودل هم له لاسه ورکړل نو په توګه او شرائطو کی د هوائی کوریدور او یاهم له ګاونډیانو سره سیالی دخندا وړده .په خواشینۍ سره باید وویل شی چی نه یوازی داچی ګنی طالبان هم د افغانستان د جګړې ځپلی هیواد له جګړی څخه د خلاصون او د پرمختګ په لوری د ګام پورته کولو کومه لارنه لری بلکه  تل د اسلام د سپیڅلی دین څخه ځانګړۍ اوپرتاؤتریخوالی ولاړقرئت د سیمی د نړیوال ښکیلاک او دسیمی د خود غرضه هیوادونو د ناروا او غیر انسانی ګټو ته درسیدو د لاری پاکونکی وسیلۍ په توګه تری استفاده شوی ده . نوځکه خو لویو ځواکونو اوپه ځانګړی توګه  خود غرضه ګاونډیانو ددغه لاری زیاتره لارویان د مجاهد ، طالب ، القاعده او داعش په نومونو د خپلو ناروا ګټو ته درسیدو په لاره کی د یوی ډیری مجربۍ نسخی په توګه  کارول شوی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا