گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نړیوال استعماراومرموزپلویان یی !
نړیوال استعماراومرموزپلویان یی !

نړیوال استعماراومرموزپلویان یی !

لکه چې پدې تقریباً څلورنیمو لسیزو کې مو ولیدل په افغانستان حکومتونه او دولتونه په څه ډول منځ ته راځی او په څه ډول سره له منځه ځی؟ نو وبه ګورو چې تېرو تجاربو ته په کتو سره اوسنی نظام هم، عینی، ذهنی، ملی او بین المللی شرایطو ته په کتو سره د له منځه تللو او پاشل کیدلو په درشل کې دی.خو دابه ولیدل شی چې څه کیږی؟ مګر افسوس چې داسې یو ګوند، تنظیم، سازمان او کوم نهاد چې ګران هیوادافغانستان اودهیوادخلکو(افغانانو) یا انسانیت، اسلامیت او افغانیت ته ژمن اووفادار وی؟ تر اوسه پورې نه ترسترګو کیږی.څرنګه چې ګاونډیانو،امریکا او نړیوالې مافیا داسې حالات په افغانستان کې پرافغانانو باندې په زیات مهارت اوځیرکتیا سره حاکم کړیدی چې که وغواړو یا ونه غواړو، موجود نظام پاشل کیږی ځکه چې د امریکا، پنجاب، ایران او عربو خوښه او منظم پلان دی او دا تشه(خلا) به د دوی نوی ماډل او تازه مرموز پلویان ډکوی او په افغانستان کې د راټوکیدو او راپیدا کیدو په حال کې

احتمالی نهضتونه، د ویښ ضمیر او پاک وجدان درلودونکی افغانان به، په ډېر جدی او بې رحمانه ډول سره ځپل کیږی او له منځه ځی.او د افغانستان ټول جنګی جهیزات، اقتصادی او سیاسی امکانات، واکونه او اختیارات به د ایران د آخوندانو او د تورو پنجابی جنرالانو سره په پوره اختیار او مکمل په لاس کې وی.که څه هم زه په سیاسی مسائلو باندې چندان نه پوهېږم، او خوند هم نه راکوی، مګر د یوه افغان او مسلمان په توګه چې د مرګ او ژوند خبره ده، د هست او د نیست خبره ده مجبوریم چې څه ووایم.خو که اشتباه مې کړی وی؟ لطفاً ومې پوهوئ چې لږ غوندې تسلی شم او ذهنی سکون پیدا کړم.پخوانی په تاریخ تېر، له موډه لویدلی، زاړه او په اشتباهاتو کې ډوب اوغرق سیاست پوهان او مشران چې ځینې یې په بهر او ځینې یې په کشور کې دی، د قدرت په ګدۍ ناست وو او هرڅه یې په لاس کې وو، خو عملاً یې لوبه وبایلله او ناکام شول.اوس که هرڅومره ښې او معقولې خبرې وکړی بیا هم چندان ګټه نه لری ځکه چې: هسې تشې خبرې دی او بس ، چټی زړونه خوری.په هر ترتیب موجود نظام حتمی له منځه تلونکی دی ځکه چې پدې نظام کې متأسفانه استقلال، ملی یووالی، ملی ګټو، هیواد او د هیواد خلکو ته ژمن، هیڅوک هم نه شته، ټول قدرت غوښتونکی چارواکی، زورمندان، حرفوی غله، بدماشان او لنډه غر، په شکل د اشکالو، د یو چا نه، د یو چا دی، روزلی او استخدام کړی یې دی، سرمایه ګذاری یې ورباندې کړې ده او هغوی ته به خامخا کار کوی، نه د افغانستان او افغانانو لپاره!!!زما په آند ترڅوچې: یوه ځوانه، نوی، ژمنه او د انسانیت، د هیواد او د هیواد د خلکو سره د محبت او مینې په ایډیولوژۍ باندې سمباله رهبری جوړه او را منځته نه شی؟ او خپل افغانان د پردیو له نفوذ او منګولو څخه راخلاص نه کړی؟انسانی او افغانی پوهاوی ورنه کړی؟واک به یې د تل لپاره د پردیو او د دوی د بادارانو سره وی.نو کله مو چې: نه په اوسنی نظام کې څوک خواخوږی شته او نه به مو په راتونکی نظام کې څوک خواخوږی وی؟ نو څه باید وشی؟آخر دا څه حال دی؟ کرونا، قرنطین، انتحارات، انفجارات، هره ورځ مرګونه، جنازې، قبرونه، بېکاری، جهل، لوږه او داسې نور…خونظام به په چوکیونه سره جوړیږی.« بز درغم جانکندن و قصاب در غم چربو.» ملت او خلک په څه حال کې دی او دوی د چوکو او قدرت د وېش پر سر، سره جوړیږی نه، نندرۍ سره وهی او خدای(ج) خبر نورې به څومره مارشالۍ غواړی؟؟؟او حتّی د کرونا او د افغانانو د بې وزلو او غریبانو په نوم چې کومې مرستې راځی، هغه هم په خپلو منځوکې سره ویشی،او چور کوی یې. لعنت شه!!! خوپر دوی شه!!!که د خپلې مهربانۍ له مخې خپل نظریات راسره شریک کړئ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا