گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » منزل ته تررسېدو وړاندی مَزَلونه!
منزل ته تررسېدو وړاندی مَزَلونه!

منزل ته تررسېدو وړاندی مَزَلونه!

د خوښئ ځاى ده چې په دریم ځل د ستونځمنو ټاکنو او جنجالی پایلو له اعلان او ولسواکی ته له اوښتو مادى او معنوی زیانونو وروسته بیا هم د څو مخورو افغانی شخصیتونو د نه ستړې کېدونکو هڅو او هاند په پایله کې د پردیو له شتون پرته په اغیزمنه افغانی بڼه زمونږ په هیواد کې هغه سیاسی ناورین پاى ته ورسېده چې زمونږ ملی یووالی ته ګواښ ګڼل کېده. د خواشینی او ژور تأسف مقام ده چې زمونږ ولس بیا بیا له ډیرو ملاحظاتو سره سره د ملی یووالی د پیاوړتیا او د نظام د بقا لپاره اساسی قانون او ملی ارزښتونو باندی د مشرانو لخوا یوازې د واک او امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره د خپلو رأیو په سر د معاملې ننداره کوی.

که مونږ د جګړو د ختمولو لپاره همدغه نوښت په کار واچوو نو لرې نه ده چې یوه ورځ به داسې هم وی چې د جګړو ټولې خواوې اعتراف وکړی چې سوله له جګړې څخه سپیڅلی ده.مونږد افغانانو ترمنځ د شخړو او تاوتریخوالی د هواری یوازنئ لاره د افغانی ویاړلی دود په خپلولوسره په افغانی غولی اوپه افغانی جرګه باندی شونئ ګڼو. په دواړو خواوغږ کوو چې په راتلونکې کې ددغه ډول سیاسی کړکېچ د مخنیوی لپاره همدا اوس عملاً لاس په کار شی، د شونتیا ترکچې له تقلب اودرغلیوڅخه پاکوشفافواوخپلواکوټاکنودترسره کولو په موخه اړین ګامونه پورته کړی.دملی یووالی حکومت تیروتنې اوناندرئ تکرارنکړی.دا مهال د حکومت په وړاندی تر ټولو ستره ننګونه تلپاتی سولې ته رسیدل او د همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره د قربانی او قیمت ټاکل دی. هدف مو سوله ده او دغه هدف ته له رسېدو مخکې لاهم مزلونه شته. هیله مو داده چې داکټر صاحب عبدالله عبدالله د مصالحې د شورا د رئیس په توګه خپله انرژی د تصادم او تقابل پرځاى له طالبانو سره په بین الافغانی هوکړه اود حکومتی شریک په توګه د راتلونکو ټاکنو لپاره د یوه منل شوی داسې میکانیزم په تیارولو ولګوی چې د تقلب درغلئ اوجعل نیمګړتیاوې ونلری.په پوره باورسره ویلاى شو چې زمونږ په هیواد کې د پردیو ځواکونو شتون د جګړو یوازنى نه، بلکه یولامل وه.اصلاً مو کورنئ ستونځې د جګړو بنسټ جوړوی اوپه دغه تړاود واک په سردجګړو

اوږد شالید لرو. زمونږ غوښتنه داده چې د طالبانو په شمول افغان حکومت او سیاستوال د واک په سر جګړو ته د زور ورکولو پرځاى د بین الافغانی مذاکراتو بهیر ته ننوزی، شخصی، حزبی، سمتی او داسې نورې غوښتنې او تاکتیکی مانورې پرېږدی چې د بین الافغانی مذاکراتو د بریا په وړاندې خنډ جوړیږی. له هوایی او خیالی نړئ څخه راووزی، د حقائقو په هنداره کې وګوری، د وخت اوځانګړې زمانی مقطع حساسیت درک کړی، لاس ته راغلئ فرصت غنیمت وګڼی، په خیالی جنت کې اوسیدل پریږدی.

د دیوال د لیک لوستلو جرئت شجاعت او شهامت وکړی.پرېنږدی چې د سیاست، سولې او نظام جوړونې په برخه کې یو ځل بیا ناکام شی او نړیوال مشران یې لکه د ټرمپ غوندې یوازې د ښو جنګیالیو په نوم یاد کړی.بین الافغانی مذاکراتو ته اجندا جوړه او هوکړې ته د رسیدو لپاره مناسب وخت وټاکئ او په دغه موده کې بشپړ اوربند ته ژمن واوسئ. بس همدغه کار د ولسی هیلو او توقعاتو محوریت جوړوی.ذیدخله ټول اړخونه باید پوه شی چې د هغوى هره کړنه تاریخ په خپله بې پرې سینه کې خوندی کوی، تکاملی ټړاوونه وهی او راتلونکې نسلونه به د هغوى په هکله له دین او هیواد سره د جفا کونکو ډلو په توګه قضاوت وکړی.پرون مو هم ویلی نن هم وایم او که ژوند راسره ملتیا کړې وه، نو سبا ته به هغوى هم راسره ملګری وی چی د افغانانو ترمنځ اوسنئ جګړه قطعاً د حل لاره نه ده.له امریکا سره سوله او له افغان ځواکونو سره جګړې طالبانو ته نه جبرانېدونکی زیان ورساوه. د جګړو او د یو بل د حذف او نفى کولو دریز هیڅ کله هم د ستونځو حل لاره نشی ګرزیداى. له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو لخوا د افغانانو ترمنځ جګړو ته زور ورکول او د سولې د هڅو د چټکتیا پرځاى د ولسمشر غنی لخوا اردو ته د تعرضی جګړو حکم معکوسه نتیجه ورکړه.

ټولې ذیدخله خواوې هغه مهال د بریا لوړو څوکو ته رسیداى شی چې د تزلزل، تذبذب، د شخصی توکمیزو، ژبنیو، ګوندی ګټو لپاره د امتیازاتو غوښتلو رقابتونو پریږدی. په ملی روحیه هیوادنئ مینې، افغانی هوډ او ایمانی فراست د د افغانانو ترمنځ د سولې له اوسنئ وبا سره د اغیزمنې مبارزې او په نظام کې د موجودو ستونځو او پراخ فساد په وړاندې مبارزې ته ملا وتړی. د احساساتو له خیالی نړئ څخه د حقائقو ډګر ته راووزی. سپیڅلې عقیده متین عزم او د خلکو ملاتړ له ځان سره ولری. په ژمنو باندی عمل وکړی، د یو بل له توهین څخه په کلکه ډډه وکړی، د خبرو په پرتله عملی کار ته لومړیتوب ورکړی، د خپل هیواد د ټولنیز جوړښت په هکله پوهه ولری او د ټولنې هره طبقه د خپلو وړتیاو په کچه مسئوله وګڼی. د جګړې په کولو واک ته رسیدل منفور او معیوب عمل او کورنئ جګړه د ستونځو د زیږیدو د ملی یووالی د ټکنی کیدو او د هیواد د کنډواله کیدو لامل وګڼی. د ولسی ملاتړ لپاره په عام فهمه ولسی ژبه، خو په واقعیتونو ولاړه او متمائلې تګلارې وړاندی کول اړین کار ده. ولسی ملاتړ د بریا ترلاسه کولو لپاره بنسټیز اړخ جوړوی ،نو ځکه په همدغه ډول تګلارو وړاندی کولو سره مونږ کولاى شو ولس ته د پراخ رول لوبولو په شکل د مشارکت احساس ورکړو. شک نشته چې د ژوند کولو لپاره مونږ د نورو خلکو مرستو ته اړتیا لرو، خو مرسته ترلاسه کول هغه مهال ګټوره ده چې د مرستو د لګښت لپاره خپل پلان ولرو. په خوږه ژبه او نرمه لهجه مو د ستونځو د ژوروالی په تړاو د ولس پوهول تر بریا رسوی، خو آمرانه لهجه کارول ستونځو ته لاره هواروی. ولسونه باید د عمل په ډګر کې ووینی چې مشران یې شخصی اجنډا نه، بلکې له هر ډول فساد څخه پاک ملی موخې لری. د شعارونو، لوړو دعوو او ډیرو چیغو څخه هیواد او ولس ته کار کول ارجحیت لری.په سیاست کې تلپاتې دښمن او دوست شتون نه لری نو اړینه چې مونږ خپلې تګلارې تعاملات او چلن د وخت له غوښتنو سره سم متمائل، د سمون او بدلون لپاره اماده کړو. له نورو ټولنو او توکمونو سره په ناسته پاسته کې باید مشترکات ولټوو او د مشترکاتو په بنسټ ګډو موخو ته د رسیدو او د ګډو دښمن په وړاندې په ګډه مبارزه وکړو. په سپیڅلو شعارونو دعوو او هسکو چیغو باندی اوس خلک بې باوره شوی دی. اړتیا لیدل کېږی چې د خبرو پرځاى عملی ګامونه پورته کول پیل او له همدغې لارې څخه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړو. په سیاسی ډګر کې د ښه مدیریت کولو وړتیا په عینی واقعیتونو ولاړ پلان جوړول او نوښت د بریا لاره ده.په عملی سیاست کې تر څه وړاندې د داسې کاری ټیم جوړول اړین دی چې له کره پیژندو او ازموینې وروسته دنده ورته وسپارل شی.مونږ یوه اصطلاح کاروو چې دلته خو قحط الرجال نه ده. سمه ده چې په افغانستان کې د اشخاصو قحط نشته خو باید ومنو چې دلته د څلورو لسیزو پرله پسې جګړو له امله د ظرفیت جوړولو په ګډون زمونږ ټول بنسټونه نړیدلی دی او همدا لامل ده چې مونږ د کار خلک کم لرو. نو ځکه ویلاى شو چې مونږ باید د کار د خلکو په وړو سهوو باندی سترګې پټې کړو او کله خو یې له شرمیدو څخه د ژغورنې لپاره سهوې توجیه هم کړو. که د تیرو دوو لسیزو واقعاتو باندی یو وړوکئ مکث وکړو نو پوهیږو چې واک ته د رسیدلو او د خپل حق ترلاسه کولو لپاره زور، زر او ولسی ملاتړ اغیزمن ثابت شوی دی، خو تر ټولو ځواکمن او باوری اړخ یې ولسی ملاتړ وه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا