گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خوست ولســونو د یـــوغږ او یوچتـــر لانــــدې دراټولـولو اړتیا!
د خوست ولســونو د یـــوغږ او   یوچتـــر لانــــدې دراټولـولو اړتیا!

د خوست ولســونو د یـــوغږ او یوچتـــر لانــــدې دراټولـولو اړتیا!

له نن نه څه ناڅه ۱۳ کاله مخکې د خوست مدنی بنسټونو، شوراګانو، ادبی فرهنګی ټولنو، رسنیزو نهادونو، انجمنونو، خوځښتونو او مستقلو، مدنی فعالانو، فرهنګیانو او شخصیتونو هڅې پیل کړې چې خوست کې د خوست ګټو ساتونکی یو داسې انسجام رامنځ ته کړی چې د یو چتر لاندې په ولایتی او ملی کچه یو واحد غږ او واحد سیاسی او ملی دریځ ولری او د خوست د انکشاف لپاره د خپل حق او غوښتنو لپاره د قانون په چوکات کې پر ولایتی او مرکزی اداره د مدنی فشار واردولو جوګه شی.د داسې یو واحد چتر لاندې د انسجام رامنځ کولو لپاره لږ تر لږه د د دوو میاشتو پرله پسې بحثونو په یایله کې د چتر لپاره لومړیتوبونه، اهداف او اساسنامه اماده شول خو بالاخره د خوست ګټو لپاره انسجام د ځینو ستونزو له امله رامنځ ته نه شو. “دا چې ستونزې او لاملونه څه وو دا اوږد بحث دی”.تر هغې وروسته بیا هم په ځلونو د یوه خوست شموله حرکت او انسجام لپاره په بیلابیلو وختونو  کې د بیلابیلو با احساسه فعالانو له خوا هڅې او منډې ترړې، لیدنې کتنې او ناستې پاستې تر سره شوې خو لا تر اوسه هم دغو تلاشونو او مبارزو رنګ نه دی راوړی او مطلوبه نتیجه یې نه ده ورکړې.د خوستیانو دغه تشتت، د انسجام او یوه واحد غږ او واحدې لارې او د ضرورتونو پر بنیاد د معینو اهدافو او خطوطو نه لرل د دې باعث شوی چې له خوستوالو څخه یوازې په انتخاباتی پروسو کې د وسیلې په توګه ګټه پورته شی.

په هر ځل ریاستی ټاکنو کې خوستوالو د مشخصو کاندیدانو په ګټه تر ۹۵ سلنه پورته رایې کارولې خو تر ټاکنو وروسته هر ځل خوست او خوستیان نه یوازې له پامه غورځیدلی بلکې مهار یې خود اګاه او ناخود اګاه توګه په داسې چا پورې تړل شوی چې هغوی اصلآ د خوست د انکشاف او خوستیانو د پرمخنګ سره قطعآ علاقه نه لری.متاسفانه د نوی نظام د راتګ په ټوله څه نا څه ۱۹ کلنه دوره کې خوستیان په دولتی او حکومتی کچه د هیواد لپاره په ملی او سیاسی تصمیم نیونو کې شامل نه دی او همیشه په حاشیه کې ساتل شوی دی.په دا دومره موده کې د ګوتو په شمیر خوستیان د حکومت د خپل لزوم دید پر اساس پر ځینو لوړو او منځنیو دندو ګومارل شوی خو دوی هیڅکله هم د حکومت په پریګړو کې شامل نه وو/دی.په تیرو څه باندې ۱۹ کلونو کې د خوست لپاره هیڅ یو داسې اساسی او زیربنایی کار نه دی تر سره شوی چې د خوستوالو په اقتصادی، ټولنیز، سیاسی او فرهنګی ژوند  او معیشت کې دې یې د مشاهدې وړ، محسوس او ملموس تغیر راوستی وی.ټولې هغه اساسی ژمنې چې په دا ۱۹ کلنه دوره کې له پیله تر دې دمه له خوستیانو سره شوې، یوې ژمنې یې هم د عمل جامه نه ده اغوستې “بیلګې یې ډیرې دی”.

اوس چې هره شیبه د افغانستان د سیاسی وضعیت د بدلون امکان نه شو ردولی نو موږ ټولو ( مدنی فعالانو، فرهنګیانو، په ملی شورا کې د خوست استازو، د ولایتی شورا وکیلانو، متنفذو قومی مشرانو، جیدو دینی عالمانو، استادانو، ښوونکو، سیاسیونو، فعالو ځوانانو د ټولو مدنی، رسنیزو،  سیاسی، صنفی، قومی او … نهادونو مشرانو او غړو) ته په کار ده چې له کونجونو، پسپسیو، یو پر بل د ځان لوړ ښودلو، خودخواهیو، خودنماییو، قومی، سیاسی، ګروهی، او نورو منفی تمایلاتو، علایقو، سلیقو، خود غرضیو، شخصی ګټو،برترۍ غوښتلو او بې باورۍ خورولو څخه تیرشی او دیوه رښتینی خوست شموله چتراوانسجام لپاره سرله اوسه لاس په کار شی.ټول خواره واره خوځښتونه اودخوست انسجام لپاره ټولې ډلې او ټولې کړۍ دې په همږی ډول دې ستر اواهم کار ته ملا وتړی او ه مستقل شخص، افراد، پاس ذکر شوی نهادونه اوموثر شخصیتونه دې هر یو پر خپل ځای په دغو هڅو کې ځانونه شریک کړی او هرڅوک دې پر خپل ځان د اتکا او پر نورو د باور په روحیه کار پیل کړی.رامنځ ته کیدونکی چتر به یو مشر و نه لری بلکې رهبری به یې دستجمعی وی.د ټولنې نبض ته کتو د یوه خوست شموله حرکت، چتر او انسجام لپاره تر بل هر وخت ډیره اړتیا محسوسه ده او د دغه انسجام  لپاره په مکمله توګه ټولنیز شعور، عینی او ذهنی شرایط اماده دی.که خدای مه کړه د هیواد په دې حساسو شرایطو او هره شیبه بدلیدونکی سیاسی وضعیت کې بیا هم د تېر په څېر په وړو وړو زړه بدګیو، د بې باوریو په پلمو، په ناچیزو سلیقوی او شخصی تمایلاتو او ځان غوښتنې موږ و نه توانیږو د خوست یو واحد غږ او واحد چتر رامنځ ته کړو، لیرې نه ده چې متن خو لا څه چې له حاشیې به هم پسې وغورځول شو.لموږ د اوس لپاره د خپلو هڅو او مبارزې د پیلیدا، پلی کیدا او یو ځای کیدا لپاره دغه لاندې درې لوی هدفونه وړاندیز کوو:

۱- د هیواد په کچه په لوړو ملی او سیاسی پریکړو  کې فعال حضور.

۲- د خوست بنسټیز انکشاف

۳- د سولې او مصالحې په پروسه کې د پام وړ ګډون. د خوست شموله انسجام لپاره “د خوست ولسونو عالی شورا” نوم پیشنهاد دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا